د نړۍ د سترګو پر وړاندې سوریه وژل کیږي.

ابراهیم : اسد د نړۍ د سترګو پر وړاندې عام وژنې کوي او ټول ورته خړ خړ ګوري.

714454
د نړۍ د سترګو پر وړاندې سوریه  وژل کیږي.

سوریه  وژل کیږي. د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  ویاند ابراهیم قالن  په سوریه کې  د عام وژنو په اړه  مقاله خپره کړې ده چې ستاسې پام ورته رااړوم.

ابراهیم  قالن  ویلي دي چې دا مهمه  نده چې د اسد رژیم  په سوریه کې  انسانان  د کیمیايي وسلو سره  وژني او که د نورمالو وسلو سره. خو په یو ډول نه په یو ډول يي وژني.

پداسې حال کې  چې په سوریه کې  د اسد د رژیم  لخوا د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې قتل عامونه کیږي  او د کیمیايي  او یا نورمالو وسلو سره  ښځې او ماشومان وژل کیږي  ددې سره سم  زمونږ  انسانیت  هم  په قتل رسول کیږي.

قالن ویلي دي چې  د امریکا  پخواني ولسمشر باراک اوباما  د ۲۰۱۲ کال  د دسمبر به څلورمه نیټه  په واشنګټن کې د ملي دفاع په پوهنتون کې په خپلې وینا کې داسې ویلي وو! « اسد او د هغه تر امر لاندې  کسانو ته  غواړم  په غوڅه توګه ووایم چې  نړۍ  ستاسې  هر ګام  تعقیبوي  او څاري. » دا د اسد رژیم  لپاره په اصل کې د کیمیایي وسلو په برخه کې  ښکاره  اخطار  وو.دا دا  د اوباما  یواځې تش په خوله  تهدید وو. د اسد رژیم بیا د امریکا او لویدیځې نړۍ د ناڅرګند دریځ نه په ګټې پورته کولو سره    د ۲۰۱۳ کال  د اګست د میاشتې په ۲۱ مه نیټه  د پلازمینې دمشق  په مربوطاتو کې  د غوطه  په سیمه د کیمیایي وسلو برید وکړ. پدې برید کې  د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه  ۱۵۰۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ. خو بیا هم  نړۍ  لکه څرنګه چې لازم  دی  غږ اوچت نکړ. د اسد پدې ستر ظلم  سترګې پټوې شوې.

سره ددې چې  په سوریه کې د تیرو ۶ کلونو راهیسې  قتل  عامونه دوام لري  خو نړۍ پرې سترګې  تل پټې کړي دي. اسد د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې د کیمیايي او نورمالو وسلو سره  بې ګناه انسانان، ښځې او ماشومان په قتل رسوي خو نړۍ ورته  یواځې   ننداره کوي.

یواځې د ۲۰۱۷ کال د اپریل په څلورمه نیټه  د اسد د رژیم لخوا  د ادلب د خان شیخون په سیمه  په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو سره برید  وشو. دا د  روانو قتل عامونو یواځې یوه بیلګه وه. ملګروملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنې لکه څرنګه چې لازم  دی  د اسد رژیم ته ځواب ورنکړ. ملګروملتونو سازمان  د ۲۱ مې پیړۍ  تر ټولو  د خونړۍ  جګړې  په مخنیوي کې پاتې راغلی دی. ناکامه شوی دی. دا  سازمان  د سوریې د جګړې  مخنیوی خو پر ځای پریږده  چې  حتا  پدې هیواد کې د وژل شوو کسانو د دقیقې شمیرې په اړه معلومات نلري.  پدې نه پوهیږي چې پدې هیواد کې څومره انسانان وژل شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان  د ۲۰۱۷ کال  د فبروري په ۲۲ مه نیټه په خپور کړي یو راپور کې ویلي دي چې په سوریه کې د ۲۰۱۶ تر وروستیو  په رسمي ډول  ثبت شوي د ۳۰۰ زرو تنو انسانانو د وژل کیدو  نه خبر ورکړی دی. دې سازمان ویلي دي چې دا شمیره  د اصلي شمیرې نه ډیره ټیټه ده. بښنې نړۍوال سازمان ویلي دي چې   د اسد تر کنټرول لاندې د ځواکونو لخوا د وژل شوو کسانو  شمیره  د ښودل شوي رقم  نه  ډیره  زیاته  لوړه ده. په لوی ګمان سره  د اسد د رژیم لخوا  لږ تر لږه  تر ۶۰۰ زرو ډیر کسان وژل شوي وي.

قالن ویلي دي چې  نه  د  جنیوا  او نه هم  د استانه  د سولې مذاکراتو  او پریکړو د اسد د رژیم  د قتل عامونو مخه  ونیوله.

د اسد رژیم  نن ورځ د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې  د داعش پر خلاف د مبارزې په بهانه  هر ورځ  په سلګونو تنه انسانان وژني. نړۍ ځان هم  نه خوروي.

همداشان په سوریه کې  په میلیونونو تنه انسانان  چې  د اسد د ظلم او عام وژنو نه  ژوندي پاتې دي  ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي. د خپل کور او کلو پریښودو ته  اړ شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان  په خپور کړي راپور کې  د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د شمیرو له مخې لیکلي دي چې په سوریه کې د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۱۶ کال د وروستیو پورې  ۴ عشاریه ۸ میلیونه تنه ګاونډیو هیوادونو ته  کډه شوي دي. یواځې په ۲۰۱۶ کال کې  ۲۰۰ زره تنه  سوري وګړي  ګاونډیو هیوادونو ته  کډه شوي دي.

د بله پلوه د ملګروملتونو سازمان د بشري مرستو د کوردیناسیون  دفتر ویلي دي چې  په سوریه کې د تر ۲۰۱۶ کال  د پایه پورې  ټولټال  ۶عشاریه ۶ میلیونه تنه د خپلو ځایونو نه بې ځای شوي دي. لویه برخه کې  ګاونډیو هیوادنو ته کډه شوي دي او یوه برخه بیا پخپله په سوریه کې دیوې سیمې نه بلې سیمې ته کډه شوي دي. همداشان په زرګونو تنو سوري کډوالو بیا  اروپا ته د تګ په خاطر  په سمندرونو کې مړه او  د کبانو خوراک شوي دي.

دملګروملتونو د یونسف  سازمان ویلي دي چې  د ۲ میلیونو تنو سوري ماشومانو په ګډون  جمعآ  تر ۸ میلیونو پورې ډیر  سوري کډوال عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

ابراهیم قالن وايي چې  امریکا  د لومړي ځل لپاره د اسد رژیم  پر خلاف  یو پر ځای  ګام پورته کړ. امریکا  د اسد د رژیم لخوا د خان شیخون په سیمه د کیمیايي وسلو د برید نه وروسته  د اسد رژیم اړوند په هوايي هډې  د توغندیو بریدونه وکړل. دا بریدونه په اصل کې  اسد رژیم ته ښکاره خبرداری دی چې ددینه وروسته  به چپه خوله پاتې نشي.

هغه ویلي دي که چیرې  په وخت  لازم   اقدام  ونشي  د اسد د رژیم لخوا د نورمالو وسلو سره  روان قتل عامونه به په سیمه کې  بشري فلاکت رامنځته کړي. په هغه وخت کې به بیا د امریکا  دا ډول بریدونه هم ګټه ونکړي. 

د نړۍ لخوا او بیا د امریکا  او نورو قوي لویدیځو هیوادونو لخوا  اسد رژیم  پر خلاف یواځې  د کیمیايي وسلو  په مسله کې غږ پورته کول  دا په اصل کې  د اسد رژیم ته  د فرصتونوورکول  دي.

ځکه چې  دا د اسد رژیم ته  د نورمالو وسلو سره  د قتل عامونو  جرئت  او جسارت ورکوي.

په سوریه کې د روانو قتل عامونو او پرمختګونو ساری  کله هم  لیدل شوی ندی. دا مسله  د سیاسي او امنیتي لحاظه هم  ډیرې زیاتې ستونزې رازیږوي. په اصل کې پدې نږدې تاریخ کې  سوریې کله هم  د داسې یو فلاکت  او قتل عامونو شاهدي نوه کړې. همداشان  هغه برخې چې فکر کوي  د سوریې روان کړکیچ  یواځې سوریه او نږدې ګاونډیان  اغیزمن کوي  په کامله توګه غلط  فکر کوي.

ځکه چې  په سوریه کې  د نړۍ د طاقتونو  تر منځه  جګړه روانه ده. دا جګړه د سیمې سیاست ته هم  ستر زیان  رسوي. دا جګړه په اصل کې  د نړۍوالو ځواکونو په نامه  ترسره کیدونکې تر ټولو  قوي جګړه. دا جګړه  پخپله  د سوریې دولت چې  تر وروستۍ  درجې  ضعیفه شوی  دی  لا پسې ضعیفه کوي. ځکه چې  غیرې قانوني ډلې  او د بهرني محراقونه  پدې هیواد کې  وسله والو ډلو ته  د وسلو په ورکولو سره  جګړه  غځوي  . همداشان  ددې جګړې سره  مذهبي  مسلو ته لمن وهل کیږي. دا جګړه د عراق نه نیولې تر لبنانه  مذهبي ستونزې او اختلافات  لا پسې  ژوروي.

همداشان  دا جګړه  د کډوالو څپې  لا پسې  قوي کوي  او اروپا د ګواښونو سره مخامخوي. ددې په مقابل کې په اروپا کې د بهرنیانو پر خلاف دښمني کچه  لوړیږي  او اسلام فوبیا د هرې ورځې په تیریدو لا پسې  ډیریږي.

همداشان  د سوریې جګړه  د القاعدې او داعش په څیر  ترهګرو ډلو  د  لا قوي کیدو، لا لویدو  او بقاء  لپاره  زمینه برابروي.

لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  ۳ کاله مخکې په سوریه کې د داعش په نامه  کومې ترهګرې ډلې شتون نه درلود. تاسې وګورۍ چې د سوریې او عراق  بې ثباتۍ او کورنۍ جګړۍ  نړۍ ته  تر ټولو  ستر سرخوږی  راوزیږوه . د داعش  ترهګره ډله يي رامنځته کړه.

تر ټولو مهم   سوریې  جګړه د مدرنې نړۍ  مهم اساسات او بڼسټونه  لکه  بشري حقونه، دیموکراسي او داسې  نورو  ته  ستر ګواښ  مخامخ کړی دی . دا ارزښتونه له منځه وړي. په سوریه او منځني ختیځ کې  روانې  جګړې او پرمختګونه پدې ارزښتونو د خلکو باور  له منځه وړی او پخپله دا ارزښتونه يي هم  ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د بله پلوه  د لویدیځې نړۍ  دوه مخې  چلند هم  خلک  په ډیموکراسي او ازادیو باندې  بې باوره کړي دي. ځکه چې  لویدیځه نړۍ او بیا امریکا د یو پلو نه د ازادۍ او ډیمورکراسۍ د ارزښتونو نه د دفاع سورې نارې وهي  او د بله پلوه  د پې کاکا ترهګرې دلې په څیر د ډلو نه  ملاتړ کوي. دې مسلې  د ناټو په سازمان کې د ترکیې او امریکا  ترمنځه هم  ستونزې رامنځته کړي دي.

که چیرې  د سوریې  د جګړې له امله  رامنځته شوي  ستونزې او جنجالونه  وشمیرو  کیدای شي چې ورځې ورځې  وخت وغواړي.

نن ورځ سوریې روانو پرمختګونو او حالاتو ته په کتو سره  دا د ورا ښکاره ده چې  د سوریې د ستونزې لپاره په اسانه توګه حل لار نشي موندل کیدی.

دا چې امریکا د سوریې د رژیم په یوې هوايي هډې برید وکړ  دا مسله  د سوریې په رژیم د هغوې د ملاتړ کوونکو مرستې  او ملاتړ  له منځه نه وړي.

همداشان  له څرنګه چې پوهیږي  تیره اوونۍ د عراق مخور شیعه مشر  مقتدا الصدر  په اسد باندې  د استعفا کولو غږ وکړ. خو اسد  رژیم  د روسیې او ایران نه د مرستو ترلاسه او قوي ملاتړ له امله  د الصدر په څیر  د کسانو خبرې ته غوږ نږدي.

اسد  پدې اند  دی چې د سوریې جګړه به خامخا  ګټي. ددې خبرې لامل  یواځې  د روسیې، ایران او حزب الله ملاتړ نه بولي  په مقابل کې د خاموشې نړۍوالې نړۍ  دریځ بولي . تر ننه چې اسد هر څه کوي  نړۍوالې ټولنې پر خلاف  د ذرې په اندازه  ځان  ندی خوځولی. سربیره پردې  هغه ترهګره ډله  چې د همدوې لخوا رازیږول شوې ده د همدې  پر خلاف د مبارزې په بهانه  مرستې ترلاسه کوي.

لکه څرنګه چې  پوهیږۍ  ترکیې  په کراتو امریکا ، ناټو او لویديځې نړۍ ته  په سوریه کې د روانو وژنو د مخنیوي په خاطر د امن د سیمې د جوړولو او پدې سیمه  په الوتنو د بندیز لګولو وړاندیز وکړ  خو له بده مرغه چې  نه امریکا او نه هم  ناټو  دا وړاندیز قبول نکړ. ترکیه نن ورځ د څه باندې  ۳ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي. همداشان  پخپله په سوریه کې هم  د لسګونو زرو سره  بشري مرستې کوي.

لکه څرنګه چې  نړۍوالې ټولنې  د سوریې په مسله کې  جدیت ونه ښود  ترکیه  د خپلو پولو نه  د دفاع  او په پولو کې د پرتو  لسګونو زرو تنو  د امنیت په خاطر  د سوریې په شمال کې د داعش پر خلاف  عسکري عملیات ترسره کړل. ترکیې  ددې عملیاتو په ترڅ کې  تر ۲ زره کیلومتره  ډیره سیمه  د داعش او نورو ترهګرو نه پاکه کړه  او د سیمې خلکو ته يي د امن په منطقې بدله کړه.

په سوریه او عراق کې  لکه څرنګه  چې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  مبارزه  او مجادله  حتمني  او ضروري ده همداشان  اسد رژیم پر خلاف هم  ترسره شي. ځکه چې  لکه څرنګه چې داعش بې ګناه انسانان  په قتل رسوي همداشان اسد هم  ورته  کار کوي.

د اپریل په لسمه نیته  په ایټالیا کې جوړه شوې د جي ۷په غونډه کې د نړۍ پرمختللو هیوادونو استازو  پریکړه وکړه چې روسیې ته  د اسد رژیم نه د ملاتړ  د پایته رسولو په برخه قناعت ورکړي.

ځکه چې  په هره اندازه چې  نړۍ د اسد رژیم پر وړاندې  چپه خوله پاتې کیږي او په همدې اندازه  اسد  لا زیات قتل عامونه کوي. اسد ددې قتل عامونو سره زمونږ انسانیت هم  په قتل رسوي .



اړوند خبرونه