د رايې اچوونې چارې پاى ته ورسېدلې.

په تركيه كې د اساسي قانون د تعديل په موخه د  ټولپوښتنې په بهير كې د رايې اچوونې چارې پاى ته ورسېدلې.

713701
د رايې اچوونې چارې پاى ته ورسېدلې.

 

د تركيې د اساسي قانون د تعديل په موخه د ټولپوښتنې بهير چې نن سهار په ځايي وخت په اوو بجو پيل شوى وو، د مازديګر په ۵ بجو پاى ته ورسيد. ټاكل شوې ده چې د ټولپوښتنې  نا رسمي پايلې شاوخوا درې ساعته وروسته اعلان شي.

د اساسي قانون د تعديل په ترڅ كې د تركيې اوسنى پارلماني سيستم په رياستي سيستم بدل شي. دا رياستي سيستم چې يواځې د تركيې د اړتياوو په نظر كې نيولو سره طرحه شوى دى، رسمي نوم يې `` د ولسمشرۍ حكومتي سيستم`` دى.

د ټولپوښتې پايلې به د تركيې غږ راډيو لخوا په ژوندۍ بڼه خپرې شي.


پيوندونه: #تركيه , #ټولپوښتنه

اړوند خبرونه