د لومړي وزير بنعلي ييلدرم لومړنۍ څرګندونې

د تركيې لومړى وزير او د عدالت او پراختيا د ګوند مشر بنعلي ييلدرم د ټولپوښتنې د مثبتې پايلې نه وروسته خلكو ته په خطاب كې وويل چې دا ټولپوښتنه ګټونكى يا بايلونكى نه لري.

714066

ييلدرم څرګنده كړه چې `` ټول دې خبر وي چې موږ ورونه يو، يو بدن او يو ملت يو.`` ييلدرم همداراز له خلكو په ټولپوښتنه كې د ګډون له امله مننه وكړه.

لومړي وزير همداراز له ولسمشر رجب طيب اردوغانه هم مننه وكړه او زياته يې كړه چې په ټولپوښتنه كې د مثبتې رايې د وركولو په موخه د ټولو هېوادوالو له هلو ځلو مننه كوو.

نوموړي وويل چې د تركيې د ټول هېوادوالو حقونه به خوندي شي او ديموكراسي به لا زياته پياوړې شي.

اړوند خبرونه