اردوغان : ترکیه په نړۍ کې په مهم او ډامند بندر بدل شوی هیواد دی

اردوغان : هیواد به د ترهګرۍ د شر نه خلاص کړو

709855
اردوغان : ترکیه په نړۍ کې په مهم  او ډامند بندر بدل شوی هیواد دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې ترکیه  د هر پلوه په ډاډمند بندر  بدل شوی هیواد دی. هغه  وویل چې ترکیه ددوې د واکمنۍ پر مهال په ډاډمند هیواد بدل شوی دی .

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د ټي آر ټي  اف ام  او کرال اف ام راډیوګانو  ګډې خپرونې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان  د اپریل په ۱۶ مه نيټه په ترکیه کې  د اساسي قانون د بدلون په موخه  ترسره کیدونکې  ټولپوښتنې ته په اشارې سره وویل « اروپا  د ترهګرو سازمانونو سره  یو ځای ددې ټولپوښتنې د مخنیوي په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې وکړې خو بریالي نشو. د پې کاکا او فتح الله ګولن ترهګرو سازمانونو  د خلکو د ګواښلو په ګډون د ټولپوښتنې پر وړاندې د خنډ جوړولو په خاطر  د هرې لارې نه کار واخیست خو بریالي نشو. دوی د ترکیې لپاره  روښانه راتلوونکی  نه غواړي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه ددوې د واکمنۍ په دوره کې په ډاډمند  بندر بدل شوی هیواد  دی.

دم ګړۍ په ترکیه کې  کورني او بهرني پانګه وال  پرته ددې چې  د دولت په اوږو  بار  شي  پخپله په هره برخو کې  پانګه اچونې کوي. دا مسله  د قوي مالي سیستم  او پيسو  د قوي ادارې په پایله کې  رامنځته شوې ده .

ولسمشر اردوغان  د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل ، په ترکیه کې  د تیرو ۳۵ کلونو راهیسې  د ترهګرۍ پر خلاف  مبارزه دوام لري  خو انشاالله چې  ترهګرۍ ستونزه  به  زمونږ  عظیمه  او قوي اراده  له منځه وړي. هیواد به ددې شر نه  خامخا  وژغورو.

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د ټولپوښتنې نه وروسته  د دورې په اړه هم  لنډ معلومات ورکړل. هغه  د ټولپوښتنې نه وروسته  په ټولټاکنو کې د ګوندونو لپاره لس سلنه رایو  نصاب اړین  وباله  او زیاته کړه چې پدې اړه به کوم تغیر رانولي . ځکه چې په ټاکنو کې د ګوندونو لپاره  لس  سلنه نصاب  د هیواد  د استقرار په خاطر  مهم  دی.



اړوند خبرونه