له دياربكره د اردوغان تاريخي ليدنه

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپريل د مياشتې په ۸مه نېټه  د تركيې په ختيځ كې د دياربكر له ولايته چې د كردانو د اوسېدو مركز بلل كيږي، تاريخي ليدنه وكړه.

709704
له دياربكره د اردوغان تاريخي ليدنه

 

 

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د اپريل د مياشتې په ۸مه نېټه  د تركيې په ختيځ كې د دياربكر له ولايته چې د كردانو د اوسېدو مركز بلل كيږي، تاريخي ليدنه وكړه. د تركانو او كردانو ترمېنځ د ورورلۍ په اړه د اردوغان پيغام د اپريل د مياشتې د ۱۶مې نېټې د ټولپوښتنې تر كمپاين ډېر ارزښت لري.

ولسمشر اردوغان په ۲۰۰۵م كال كې د همدې ولايته د لومړنۍ ليدنې راهيسې تر ننه پورې د كردانو د حقونو د پر ځاى كولو او هغوى ته د ژوند د اسانتياوو د برابرولو په برخه كې هغه څه وكړل چې د تركيې د نږدې سياسي تاريخ په اوږدو كې هېڅ يو سياسي ليډر پرې بريالى شوى نه دى. اردوغان له كردانو د تركي ټولنې د مساوي حق لرونكو غړو په توګه يادونه وكړه او د پې كا كا د ترهګرې ډلې او كردانو ترمېنځ يې مهم توپير ته اشاره وكړه. اردوغان په رسنيو، كمپاينونو او نورو برخو كې پر كردي ژبې لګېدلي بنديزونه لرې كړل او د پې كا كا د ترهګرې ډلې پر وړاندې يې له ټاكنو د مهم بديل په توګه يادونه وكړه. د كردانو په كليو او ښارونو كې يې د پانګې اچوونې بهير چټك كړ او په ميليونونه ډالره پانګه يې واچوله. خلاصه د مساوي حق لرونكي هېوادوال په توګه د كردانو سره چلند د اردوغان د سياسي ميراث يوه نه بېلېدونكې برخه ده.

اردوغان د دياربكر له ولايته د وروستۍ ليدنې پر مهال د وينا په ترڅ كې وويل چې `` موږ د هر هغه چا سره چې د ويلو لپاره څه ولري او د عملي كولو لپاره پروژه ولري، خبرو اترو ته تيار يو. موږ يواځې يو شرط لرو. وسلې بايد پر ځمكه كيږدي او د هېواد او ملت د ويشلو خيالونه سره سره وباسي.`` په ۲۰۱۵م كال كې د پې كا كا لخوا د سولې د بهير د پاى ته رسېدلو وروسته د خلكو د ديموكراتيك ګوند هم د پوتانشيل سياسي ځواك په توګه خپله اغېزه له لاس وركړه. ولسمشر اردوغان د كردانو د ستونزو د آواري په موخه په خپله د كردانو د سوداګرو، د ديني جماعتونو د مشرانو، سياسي څېرو، هېوادوالو او د مدني ټولنې د استازو سره يې جلا جلا ليدنې ترسره كړي دي.

حقيقت دا دى چې كردان نه بايد د پې كا كا بې رحمۍ او د دوى د استبدادي ماركسيست – لينيست اېډيولوژۍ يواځې پرېښودل شي. پې كا كا د امريكا د متحدو ايالتونو او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرې په توګه په رسميت پېژندل كيږي. دا ډله نه يواځې د تركيې د دولت پر وړاندې بلكې د هغو كردانو پر وړاندې چې د دوى د ايډيولوژۍ مخالفت كوي، هم ظالمان دريځ غوره كړى دى. د خلكو ديموكراتيك ګوند  د پې كا كا هغه سياست چې د كردانو په لارو او كوڅو كې د خندقونو د كيندلو سره د دولت مخنيوى كولو خوښ كړ. ددې ګوند استازو چې په ۲۰۱۴م كال كې د ديموكراتيكو ټاكنو پر مهال د يو شمېر ښارونو د ښاروالۍ چارې ګټلې وې، له دې امكاناتو ناوړه ګټه پورته كړله. د ګوند ښارواليو، خلكو ته د خدمت كولو پر ځاى ټول امكانات په لارو او كوڅو كې د دولت د مخنيوي په موخه د خندقونو په كيندولو تېر كړل. د دوى دا دريځ نه يواځې غير قانوني وو، بلكې د ګوند سياسي مشروعيت ته يې هم زيان ورسولو.

د كردانو قاطع اكثريت د پې كا كا او د خلكو د ديموكراتيك ګوند له سياستونه نا امېده شوي دي. دوى د ټولو فشارونو سره سره اوس هم د ثبات او سوكالۍ غوښتونكي دي.

اردوغان د ددوى د همدې غوښتنې د پوره كولو لپاره په ديار بكر كې وو. نوموړي په خپله وينا كې وويل چې `` لكه څرنګه چې تركيه د استانبول، ايزمير، ترابزون، انتاليا او ارضروم له ښارونو پرته ناتمامه ده، همداسې د دياربكر پرته هم ناقصه ده.`` د تركيې جمهوريت د تركانو، عربانو او نورو قومونو هومره د كردانو دولت هم دى. اردوغان يو ځل بيا وښودله چې د ترهګرو سره د جګړې ترڅنګ په هېڅ ډول به  كردي هېوادوالو د حقونو نه د دفاع او ساتنې په برخه كې دوى پاتې رانشي. د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا له اقدام وروسته په هېواد كې د بېړني حالت سره سره د كردانو په خوښه په اصلاحاتو كې هېڅ ډول ځنډ نه دى رامنځته شوى. حكومت د دياربكر د سور په ولسوالۍ كې د پې كا كا لخوا د ويجاړ شوي تاريخ ښار د بېرته جوړولو په موخه په ميليونونو ډالره پانګه اچوونه كې ده.

ولسمشر اردوغان د پې كا كا هغه سياست ردوي چې په يو لاس كې يې وسله او بله لاس كې يې سياسي اجندا وي. اردوغان همداراز د خلكو د ديموكراتيك ګوند هغه سياست هم ردوي چې د كردانو د استازيتوب پر ځاى د پې كا كا استازيتوب كوي. حقيقت دا دى چې د خلكو ديموكراتيك ګوند هېڅكله هم دا جرائت ونه موند چې د كردانو په اړه د اردوغان له سياستونو ملاتړ وكړي.

د پې كا كا له شره د كردانو ژغورل په دې معنى نه دي چې د هغوى حقونه په رسميت وپېژندل شي او د ژوند شرايط يې اسانه شي. دا په عين حال كې پدې معنى هم ده چې په عملي ډګر كې پې كا كا بايد په ګونډو شي. د دياربكر، حكاري او شرناك په ګډون د كردانو په سيمو كې عام وګړي د دولت لخوا د نيول شوو امنيتي تدابيرو نه ملاتړ كوي. دا ځكه چې د لومړى ځل لپاره دا خلك د نورمال ژوند د ترسره كولو امېد لري.

د اروپا يو شمېر هېوادونه چې د پې كا كا د ترهګرې ډلې غړو ته د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابروي او د تركيې پر وړاندې له هغوى ګټه پورته كوي، نه يواځې د خپلو اساساتو خلاف عمل كيږي په عين حال كې له داسې ستراتېژۍ ملاتړ كوي چې د ناكامۍ سره مخ ده. د امريكا متحده ايالتونه هم په سوريه كې د د داعش سره د مبارزې په بهانه د پې كا كا د څانګې پي واى ډير سره اړيكې لري. امريكا په سيمه كې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره له دې ترهګرو د يوې وسيلې په توګه ګټه پورته كوي. د پې كا كا له ترهګرې ډلې او يا هم په اروپا او يا سوريه كې د دوى له پلويانو ملاتړ كول د سيمه ايز امنيت او ثبات لپاره جدي زيانونه لري.

د بله پلوه د كردانو يوه زياته برخه نور د بهرنيو ځواكونو لخوا د هغوى د ګټو په موخه له دوى نه د يوې وسيلې په توګه د كاورنې له سياسته په تنګ شوي دي. دوى همداراز د لوېديځې مېډيا له هغو څرګندونو هم په تنګ شوي دي چې يواځې د پې كا كا او د خلكو د ديموكراتيك ګوند د استازو سره خبرې كوي او له عامو وګړو د نظر پوښتنه نه كوي. كردان د ماركسيستي – ليننستي ايډيولوژۍ په چوكاټ كې د بهرنيانو لخوا د يوې وسيلې په توګه د كارول كېدلو له سياسته هېڅ خوشاله نه دي.  كردان په سياسي ډګر كې د دوى په استازيتوب د پې كا كا د ترهګرو لخوا له څرګندونو نفرت لري.

د يو لړ نظر پوښتنو پر بنسټ د كردانو قاطع اكثريت په ټولپوښتنه كې د اساسي قانون له بدلونه ملاتړ كوي. ځكه دوى په دې پوهيږي چې نوى سيستم به په هېواد كې د ايتلافي حكومتونو كړكېچنه موده پاى ته ورسوي او پراخ اقتصادي پرمختګ لپاره به لار هواره كړي.

د اردوغان لپاره د جمهوريت د مساوي حقونو د خاوندانو په توګه د كردانو سره د مرستې سياست په ۲۰۰۳م كال كې پيل او د اپريل د ۱۶مې نېټې د ټولپوښتنې وروسته به هم دوام ومومي.



اړوند خبرونه