اردوغان او پوتین د سوریې د اوربند په مسلې خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د سوریې د اوربند په اړه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

640436
اردوغان او پوتین د سوریې د اوربند په مسلې خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د سوریې د اوربند په اړه د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

په نوموړو ټیلیفوني خبرو کې  په سوریه کې د نن شپې نه په اعتبار سره د اوربند د ټینګیدو  او په قزاقستان کې د سوریې د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.

د ترکیې د ولسمشر ویاند  ابراهیم قالن  خبري رسنیو ته وویل چې  « ولسمشر اردوغان د ولسمشر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې په سوریه کې د نن شپې نه په اعتبار سره د اوربند د ټینګیدو او په استانه کې د سوریې د سولې د مذاکراتو په مسلې هر اړخیزې خبرې وکړې. »

هغه وویل چې د حلب په ختیځ کې اعلان شوی  اوربند به د نن شپې نه په اعتبار سره  ټولې سوریې ته  وغځیږي. د نوموړي  اوربند اصلي  موخه  د بشري اړیکو  ټینګول  او د سیاسي حل لارې  د بهیر راژوندي کول  دي.


پيوندونه: #ترکیه , #روسیه

اړوند خبرونه