اوس دې جدايي طلبه ترهګره ډله تاسې خلاص كړي!

ولسمشر رجب طيب اردوغان د خلكو د ديموكراتيك ګوند ``HDP `` د نيول شوو مشرانو او د پارلمان د وكيلانو په اړه وويل چې `اوس دې جدايي طلبه ترهګره ډله تاسې خلاص كړي.`

607237
اوس دې جدايي طلبه ترهګره ډله تاسې خلاص كړي!

 

 

اردوغان چې په استانبول كې يوې غونډې ته وينا اوروله ددې ګوند د ځينو وكيلانو هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې پخوا يې ويلي ويل`` موږ پر پې كا كا، پي واى ډي او واى پي جي  ترهګرو ډلو تكيه كوو.``، څرګنده كړه چې ترهګره ډله دې اوس راشي او دوى دې خلاص كړي.

اردوغان زياته كړه چې ``تركي ملت د دوى پر مخ  د ملي شورا دروازې پرانيستلې تر څو دوى دلته سياست وكړي خو دوى په ملي شورا كې دولت ته چلنج وركوي او وايي چې تاسې موږ نشئ محاكمه كولاى. حال دا چې د ملي شورا لخوا د دوى قضايي مصنويت رفع شوى دى او د قضايي مصنويت د رفع كېدلو نه وروسته د  عادي هېوادوال او دوى ترمېنځ توپير نشته دى. د نورو سياسي ګوندونو مشران لاړل د محكمې پوښتنو ته يې ځوابونه وويل. تاسې به هم همداسې كړى واى. خو برعكس تاسې چلنج وركړ. تاسې وويل چې موږ پر پې كا كا، پي واى ډي او واى پي جي تكيه كوو. اوس دې راشي تاسې دې وژغوري.

اردوغان پدې برخه كې پر اروپايي ټولنې باندې د سختو نيوكو په ترڅ كې وويل چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې هر ډول اقدامات كوي او تر ټولو سخت تدابير نيسي خو د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې بيا د تركيې د ولس مخنيوى كوي.

ولسمشر د اروپايي ټولنې مشرانو ته په خطاب كې وويل چې `` دوى له شرمه پرته بيا وايي چې ` د تركيې – اروپايي ټولنې ترمېنځ پر مذاكراتو له سره غور كيږي.` زما په اند اوس يې هم ناوخته كړى دى. ژر تر ژره دې پرې غور وكړي. خو پدې برخه كې بايد پرېكړه هم وكړي. كه چېرې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې د تركيې د افتخار وړ دريځ باندې غور كوئ نو ژر تر ژره يې وكړئ. ځكه چې موږ د ترهګرۍ سره تر پايه مبارزه وكړو.``

ولسمشر اردوغان زياته كړه چې اروپايي مشران اوس اندېښنه لري چې كه چېرې د اروپايي ټولنې – تركيې ترمېنځ خبرې اترې پاى ته ورسيږي نو تركيه به ۳ ميليونه كډوال اروپا ته وليږي.

`` د لوېديځ هغه وجدان ته خطاب كوم چې موږ ګويا د بشري حقونو او ديموكراسۍ درس راكوي. آيا دوى د كلونو راهيسې د مديترانې او اژې د بحيرو په څپو كې د زرګونو كسانو د وژل كېدلو له امله يوه اوښكه هم توى كړې ده؟ دوى د هغو كډوالو په برهخ كې چې اروپا ته د رسېدلو په موخه هر ډول ذلت پر ځان مني هېڅ اقدام نه كوي خو زموږ په اړه يې بيا بې ځايه څرګندونې كوي. دوى د هېڅ ډول شرمه پرته او هغې وينې ته چې د دوى لاسونه پرې ككړ دي د نه كتلو سره موږ د نازيانو سره پرتله كوي. نازيان تاسې پخپله ياست.``

ولسمشر رجب طيب اردوغان د لوېديځ لخوا د ترهګرې ډلې منسوبينو ته پناه وركول هم وغندل او زياته يې كه چې `` له يوې خوا پې كا كا د ترهګرې ډلې په توګه اعلانوئ او د بله پله د همدې ترهګرې ډلې منسوبينو ته د اروپا د پارلمان دروازې پرانيزئ. آيا داسې صداقت امكان لري؟ دا دوه مخي ده. صداقت زده كړئ. پر صداقت ولاړ سياست وكړئ. د دوى ولسمشران، لومړي وزيران، وزيران او نور سياستوال له تركيې تښتېدلو ترهګرو ته خپلې دروازې پرانيزي. دا ترهګر به يوه ورځ تاسې هم وچيچي.



اړوند خبرونه