اردوغان : په نړۍ کې د اسلام سره د دښمنۍ ستونزه یواځې د اتحاد او اتفاق سره له منځه وړی شو

اردوغان : د پردو په لمڅونونو باید فریب ونه خورو

592350
اردوغان : په نړۍ کې د اسلام سره د دښمنۍ ستونزه یواځې د اتحاد او اتفاق سره له منځه وړی شو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  ، د ترهګریزو سازمانونو سره  قوي  مبارزه  د نړۍوالې ټولنې ترمنځه  د قوي همکاریو سره  د امکان  وړ ده .

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د سازمان د پارلمانونو ټولنې د اجرایوي کمیټې په ۳۶ مه غونډه کې د ګډون کوونکو په ویاړ په جوړه کړې میلمستیا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان  په میلمستیا کې ګډون کوونکو ته په خطاب کې وویل « په نړۍ کې د اسلام دښمنۍ  او اسلام فوبیا ستونزې  یواځې او یواځې  د یووالي ، اتحاد او اتفاق سره  له منځه وړلی شو. »

هغه زیاته کړه «  لا زیات باید کار  وکړو، د هر ډول فتنو او فریبونو پر وړاندې باید هوښیار اوسو. د ننۍ غونډې په څیر  د سلامشورو رسم او رواج باید  لا غښتلی کړو  او د هرو ستونزو په اړه د خبرو کولو په خاطر باید مشورتي غونډې وکړو. »

ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې نن ورځ په نړۍ کې  د افریقا تر منځني ختیځه، د اسیا نه تر امریکا پورې پدې لویه  جغرافیه کې میشت مسلمانان د ډول ډول ستونزو او جنجالونو سره  لاس او ګریوان  دي. د شپږو کلونو راهیسې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې په سوریه کې په بې ګناه او مظلومو انسانانو د بیلري ، خوشه او کیمیايي موادو بمونو بریدونه کیږي. د مدرنۍ وسلې  پدې بې ګناه انسانانو ازمایل کیږي.

همداشان په عراق او یمن کې  د مذهبي  نښتو لمبې  بلې دي. د اسلام دښمنان   پدې هیوادونو کې مذهبي نښتو ته  لمن وهي.

د همدې امله باید د هوښیارۍ نه کار واخلو  او د نورو په لمڅونونو  فریب ونه خورو.



اړوند خبرونه