اردوغان : فتح الله ګولن، پې کاکا او داعش ترهګره ډله ګډ اهداف لري

ولسمشر اردوغان د مکسیکو د تلویزیون سره مرکه وکړه

544547
اردوغان : فتح الله ګولن، پې کاکا او داعش ترهګره ډله ګډ اهداف لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان، پې کاکا ترهګره ډله، په سوریه کې د پې کاکا عسکري څانګې پې وای ډي او وای پي جي   او داعش ترهګره ډله   په یو زیات شمیر برخو کې ګډې ګټې لري.

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې  د مکسیکو د ټیلي ویزا  د تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  د فتح الله ګولن، پې کاکا، پي وای ډي  ، وای پي جي او داعش ترهګرو ډلو د ترکیې په مقابل کې  لاس یو کړی  او په ګډه  ورانکارانه فعالیتونه کوي. ولسمشر ویلي دي دا چا خبره  دوی په خپلو منځونو کې  دندې ویشلي دي.

ولسمشر اردوغان  په مرکه کې  د جولای د ۱۵ مې د کودتا د ناکامې هڅې په اړه وویل چې  « د کودتا  د پيلیدو  نه سمدلاسه وروسته د څلورو تلویزیوني کانالونو له لارې خلکو ته میدانونو ته د راوتو  بلنه ورکړه  چې خلکو هم  په ډیر شهامت او میړانتیا بلنې ته لبیک ووایه او میدانونو ته  راووتل. » ولسمشر اردوغان وویل چې ترک ملت په ډیرې سرلوړۍ  سره  د ډیموکراسۍ نه  دفاع وکړه.

ولسمشر اردوغان زیاته کړه  چې  « د ترکیې په خلکو  افتخار کوم او د هغوې ددې شهامت او میړانتیا  له امله  د هغوې پر وړانډې  سر ښکته کوم. »

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې  د پې کاکا ترهګرې ډلې د جولای د ۱۵ مې په کودتا کې  لاس درلود او که نه  ؟  « وویل ! لکه څرنګه چې مې مخکې هم یادونه وکړه  د کودتا پر مهال  د فتح الله ګولن، پې کاکا، پي وای ډي، وای پي جي  او داعش ترهګرو ډلو  لکه په خپلو منځونو کې چې  دندې ویشلې وي په څیر  حرکت کولو. ولسمشر وویل چې  مونږ  په یو زیات شمیر پیښو کې ددې مسلې  ژوندي مثالونه ولیدل  او یاد شوو ترهګرو ډلو  پخپلو څرګندونو کې پخپله یادونه کړې ده . »

ولسمشر اردوغان  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د عسکري څانګې سره  د امریکا لخوا د وسلو مرستو ته په اشارې سره وویل چې  « څو ځله پخپله د امریکا  ولسمشر باراک اوباما ته ویلي دي چې  د پې وای ډي ترهګرې ډلې ته وسلې مه ورکوئ، کوباني سره  د وسلو مرستې مه کوئ، ځکه که چیرې ددې وسلو  یوه برخه  پي وای ډي  او وای پي جي ته  رسیږي  د نیمايی نه ډیرې  داعش ترهګرې ډلې لاسته  غورځیږي . »

ولسمشر اردوغان زیاته کړه  چې  دا ترهګرې ډلې په ظاهر کې  د یو بل په مقابل کې جنګیږي خو په باطن کې  ټول  سره  یو  دي. د ګډو اهدافو په خاطر جګړه کوي. امریکا چې کله  د پي وای ډي سره د وسلو مرسته کوي ددې وسلو نیمايي داعش لاسته غورځیږي. ترکیې پدې اړه  کره اسناد او معلومات  وړاندې کړي او دا خبره  ترکیې افشا کړې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترهګر  ټول  ترهګر  او ګډې موخې لري. د ترهګرو ترمنځه باید توپیر ونشي. ترهګر ښه  او بد نلري  . ټول شان  دي.

ترکیه  پرته د توپير نه  د ټولو پر خلاف  مبارزه کوي  او ټول غندي.

ولسمشر اردوغان  د لوی ترهګر فتح الله ګولن په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې  په ۱۹۹۹ کال کې امریکا ته تللی دی  او پنسلوانیا په ایالت کې  په نږدې ۴۰۰ جریبه مځکه کې په جوړ شوي  یو کور کې  ژوند کوي. دا مځکه هم  د امریکا لخوا هغه ته ورکړل شوې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیې ته د فتح الله ګولن د سپارولو په اړه امریکا ته  اسناد او شواهد  استول شوي دي. همداشان  په نږدې راتلونکي کې به د ترکیې د بهرنیو چارو او عدلیې د وزیرانو سربیره  یو ځانګړې هیت  امریکا  ته سفر وکړی. د لوی ترهګر فتح الله ګولن اعاده  د ترکیې لپاره حیاتي ارزښت لري.

ولسمشر اردوغان  د جولای د ۱۵ کودتا د ناکامې هڅې  د ځاني زیانونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  پدې خونړۍ کودتا کې  ۲۳۷ تنه په شهادت رسیدلي  او ۲۱۹۱ تنه  نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې کودتاچیانو  د کودتا پر مهال  د ترکیې په ولسي جرګې، د ولسمشرۍ په ماڼۍ، صدارات، د امنیې په قومندانۍ، د ځانګړو ځواکونو  په قرارګاه یو زیات شمیر نورو سیمو  هوايي بریدونه کړي.

یواځې  د ځانګړو ځواکونو په قرارګاه د هوايي بریدونو په پایله کې  ۵۲ تنه پولیس په شهادت  رسیدلي دي.

ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د بیړني حالت د اعلانیدو په اړه  د نړۍ د ځینو برخو د نیولو په اړه  د پوښتنې په ځواب کې وویل چې  « په یو هیواد کې چې کودتا  ترسره کیږي  او پدې اندازه  مرګ ژوبله رامنځته کیږي  ایا دا هیواد د بیړني حالت د اعلانولو حق نلري؟ پس  بیړنی حالت په کوم وخت کې اعلانیږي؟ کله چې  ترکیه په کامله توګه  ډوبه شوه د هغې نه وروسته يي اعلان کړي؟ دا نیوکې ټولې  بې ځایه دي. دا د ترکیې کورنۍ مسله ده . ترکیه  د خپلو کورنیو مسلو په اړه  پخپله پریکړه کولی شي. ولسمشر اردوغان وویل چې  اوسمهال  په فرانسه کې بیړنی حالت دوام لري. فرانسې د تیر کال د نوامبر په میاشت کې د رامنځته شوو ترهګرو بریدونو نه وروسته  بیړنی حالت اعلان کړ  او څو ځله يي  د بیړني حالت  موده  وغځوله.

فرانسې  د بیړني حالت د اعلانولو په خاطر  د اروپا د بشري حقونو محکمې ته مراجعه وکړه. د بشري حقونو د محکمې  د میثاق  د ۱۵ ماتو په اړه يي مراجعه کړې وه. محکمې  د هغوې غوښتنه او وړاندیز پر ځای وباله  . ترکیې هم  ورته ګام پورته کړی دی .

ولسمشر اردوغان په لویدیځو هیوادونو د دوه مخۍ  له امله سختې نیوکې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل « کله چې په فرانسه کې ۳، ۵، ۷ یا لس تنه  په ترهګریزو بریدونو کې  ووژل شول  نړۍوالې ټولنې د نړۍ ټولو سیاسي مشرانو ته  فرانسې ته د تګ  او فرانسې نه د ملاتړ بلنه ورکړه. د نړۍ ډیری سیاسي مشرانو په فرانسه کې د ترهګرۍ د غندنې په موخه په لاریون کې ګډون وکړ. په ترکیه کې  لویه کودتا وشوه . د مشروع حکومت او دولت  د نسکورولو هڅه وشوه. ایا  ددوی نه کوم  یو  ترکیې ته راغی  او په واقعیت سره يي د ډیموکراسۍ نه ملاتړ اعلان کړ.

مونږ ته یواځې د ټیلیفون په کرښه خواشیني یو، د ډیموکراسۍ په مبارزه کې ستاسې تر څنګ ولاړ یو  او یا  د تسلیت او خواخوږۍ  پیغامونه  رالیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې دا په ښکاره توګه توپیر کول دي. زمونږ په اند  دا ډول چلند او دریځ  غلط  دریځ  دی.

ولسمشر اردوغان  د مرکې په پای  کې په سوریه کې د روانو پرمختګونو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې .

ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې  د یو پلو نه د اسد د رژیم  او د بل پلو نه د ترهګریزو سازمانونو پر خلاف مبارزه دوام لري. له بده مرغه چې  نن ورځ په نړۍ کې  د ترهګرو  ترمنځه  هم  توپیرونه شتون لري. د بیلګې په توګه هغه ترهګرې ډلې چې تش په نامه  د داعش پر خلاف مبارزه کوي هغوې د ښو ترهګرو په توګه  منل شوي. په نړۍ کې د ترهګرو تعریف  شتون لري. مونږ په کراتو مراتو په نړۍوالې ټولنې غږ کړی دی  راځئ چې د ترهګرو  تعریف  معلوم کړو. یو له سره تعریف کړو. که چیرې  د ټولو لخوا له سره  ترهګر تعریف شي  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې به هم ګډ ساختار  جوړ شي. نن ورځ له بده مرغه چې  دا شی شتون لري. ځیني یو شان او ځیني بل شان  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي. د ځینو  سره د  ښه ترهګر  او ځینو سره  د بد ترهګر معامله کیږي.

د همدې امله د ترهګرۍ پر وړانډې مبارزه تل د ناکامۍ سره مخامخیږي.


پيوندونه: #اردوغان , #مکسیکو

اړوند خبرونه