اوس وار د روغتيايي سكتور دى.
په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت جوړښت `FETO/PDY` لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته په دولتي سيستم كې ددې جوړښت د غړو د تصفيې لړۍ روانه ده.
په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت جوړښت `FETO/PDY` لخوا د جولاى د ۱۵مې نېټې د ناكامې كودتا نه وروسته په دولتي سيستم كې ددې جوړښت د غړو د تصفيې لړۍ روانه ده.
د روغتيا وزير رجب اكداغ وويل چې په وزارت كې ددې ډلې د منسوبينو د تصفيې په موخه چټكې هلې ځلې روانې دي.
د عامه امنيت د ساتنې په موخه ددې ترهګرې ډلې د منسوبينو د تصفيې په موخه د روغتيا په وزارت كې تر اوسه پورې ۵ زره ۵۸۱ تنه له دندو ګوښه شوي دي چې ددې له جملې نه يې ۱۱۵ تنه مديران او ريسان دي او ۱۵۰۴ تنه يې ډاكټران دي.
اكداغ دا هم وويل چې ``د كودتا په شېبو كې د روغتيايي مركزونو د فوق العاده خدماتو له امله له ټول پرسونله مننه كوم. په پېښه كې شهيدانو ته د خداى ج نه د رحمت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا هيله لرم. همداراز تركي ملت ته تسليت وايم.``
د يادولو وړ ده چې د تركيې په ټول دولتي سيستم كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د موازي دولت د جوړښت د منسوبينو تصفيه روانه ده.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.