د ترکیې  سرپرست  لوی درستیزوال : د کودتاچیانو د کودتا تشبص ناکامه شو

د ترکیې  سرپرست  لوی درستیزوال : په ترکیه کې د کودتاګانو دوره داسې  تړل شوې ده  چې بیا به کله هم  پرانه نیستل شي

530509
د ترکیې  سرپرست  لوی درستیزوال : د کودتاچیانو د کودتا تشبص ناکامه شو

د ترکیې  سرپرست  لوی درستیزوال  ستر جنرال امید دوندار وویل چې په ترکیه کې د کودتاګانو دوره  په کامله توګه  تړل شوې ده .

هغه وویل چې ملت  دې اندیښنه نه کوي، په ترکیه کې د کودتاګانو دوره داسې  تړل شوې ده  چې بیا به کله هم  پرانه نیستل شي

هغه وویل « غواړم  تاسې سره  ځینې معلومات بیان کړم، د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه د شپې د لسو بجو نه په اعتبار سره  د استانبول او انقرې په ګډون د هیواد په یو زیات شمیر ښارونو کې د وسله والو ځواکونو د مشرتابه د معلوماتو پرته  عسکري حرکات  پيل شوي دي. د لنډو څیړونو نه  وروسته  دا معلومه شوه چې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو په منځ کې ځای په ځای شوو یوې ډلې  عسکرو لخوا  د کودتا اقدام   پیل شوی دی .  

د کودتا متشبصینو  لومړی  د لوی درستیزوالۍ  او ځینو نورو امنیتي مرکزونو  نه  ستر درستیزوال په ګډون  یو زیات شمیر قومندانان  یرغمل کړل   او نامعلوم  ځای ته يی بوتلل.

د کودتا متشبصینو د  انقرې او استانبول  په ګډون  په یو زیات شمیر ښارونو کې  د دولتي ارګانونو او اداراتو د نیولو هڅه کړې ده .

هیواد د هوايي ځواکونو د قومندانۍ، د جاندارما د قومندانۍ  او ځینو زریهدارو قومندانیو د پرسونل دا  د کودتا اقدام  د لومړۍ شیبې نه په اعتبار سره  د وسله والو ځواکونو د مشرتابه  لخوا  رد شوی دی .

همداشان  په لنډه موده کې  په خبري رسنیو، ټولنیزې مډیا او نورو برخو کې  د کودتاچیانو د تبلیغاتو مخه  ونیول شوه.

د هیواد ولسمشر او اعلی سرقومندان، لومړي وزیر ، وزیرانو، د پارلمان وکیلانو د وسله والو ځواکونو سره  په پوره همغږۍ کې  د حقوقو د دولت ترڅنګ  ځای نیولی  او ددې کودتا مخه يي نیولی ده.

د کودتا په تشبص  د پوهیدو نه په اعتبار سره  ملت  لارو او میدانونو ته  په وتو او د ټانکوونو په مخ کې د ځانونو د اچولو سره  د هیواد د دیموکراسۍ  او جمهوریت نه  دفاع کړې ده .

د هیواد  امنیتي ځواکونو  او قضايي ارګانونو په چټکۍ سره د کودتا د مخنیوي تدابیر نیولي  او په هیواد کې د کودتا مخنیوی کړی دی  .

په ترکیه کې ملت او دولت  لاس په  لاس کې  د ورکولو سره  پوره همغږي  ښودلې  او کودتا يي ناکامه کړې ده .

خو له بده مرغه چې  پدې بهیر کې  ترکیې  د یوې ډلې  چې په  خپل پارلمان  او دولتي اداراتو  د بمبارۍ وکړې  او په خپلو هیوادوالو يي ډزې وکړې  د لیونتوب  شاهدي وکړه.

دا ملت  به  هغه پستان  چې د وطن  د دفاع په خاطر يي ورته  ورکړو  امانت   وسلو میلونه پخپله د ملت  په لورې  رااړولي دي  هیڅوخت  هیر نکړي.

د هیواد د هر وګړي نه  د پوره عظم  او قوي ارادې سره  يي د وطن او دولت نه  دفاع کړې ده مننه کوو.

ملت  دې اندیښنه نه کوي، په ترکیه کې  د کودتاګانو  دوره  داسې  تړل شوې ده چې بیا به کله هم  پرانه نیستل شي.

د کودتا د تشبص  پر مهال  تر اوسه پورې  ۴۱ تنه پولیس، ۲ تنه عسکر او ۴۷ تنو ملکي وګړو په ګډون  ۹۰ تنه په شهادت رسیدلي دي. ۱۱۵۴ تنه  ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې  تثبیت شوي   په انقره کې  د جاندارما د ښوونځیو قومندان تورن جنرال صادق  کور اوغلو  او په استانبول کې  دویم زریهدار غنډ قومندان  تورن جنرال اوزکان ای دوغلو په ګډون  جمعآ  ۱۵۶۳ کودتاچي عسکر  نیول شوي دي.

همداشان  ۱۰۴ تنه  کودتاچیان  د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې  وژل شوي دي.

ترکیې ددې خیانت  د تشبص  مخه نیولې  او د حقوقو دولت  ته يی خپل صداقت  ټولې نړۍ ته  ښودلی دی.

د ترکیې  د وسله والو ځواکونو په توګه  ژمنه کوو چې  د ملت سره  به په ګډه ټول هغه کسان  چې دې  کودتا سره  تړاو ولري  او د موازي  دولت  غړيتوب ولري  د پوځ  تصفیه کړو  .

دولت او ملت خاینین هیڅوک به پرته  د سزا  پاتې نشي. د ترکیې وسله وال ځواکونه  د حقوقو د یو دولت د امر په څیر  د خپل دولت او ملت په خدمت کې  خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د ډیموکراسۍ  او ملي ارادې  نه ملاتړ کوونکو ټولو سیاسي ګوندونو او خبري رسنیو نه  مننه کوو.



اړوند خبرونه