د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې نوی پاڼه پرانیستل شوه
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره خبرې وکړې
د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې رامنځته شوي یخونه په ویلې کیدو دي.
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د الوتکې د ویشتو د بحران نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه او دواړو د اوږدې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې دا ټیلیفوني خبرې په ډیره مثبته فضا کې تیرې شوې او دواړو مشرانو د راتلونکي سپټمبر په میاشت کې د مخامخ لیدنې پریکړه وکړه.
دواړو مشرانو په اړیکو کې د یوې نوې پاڼې د پرانیستو پریکړه وکړه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفوني خبرو نه سمدلاسه وروسته د ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو د هر څه ژر د جوړولو امر کړی دی . همداشان پوتین په روسي ګرځندویانو روسیې ته د سفر بندیز هم لرې کړ.
د یادولو وړ ده چې ترکیې د تیر کال د نوامبر د میاشتې په ۲۴ مه نیټه د روسیې د وسله والو ځواکونو اړوند یوه جنګي الوتکه د ترکیې په هوايي حریم د تیري له امله د مکررو خبرداریو نه وروسته راوغورځوله.
دې پیښې د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې د پام وړ خبرابې کړې. د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو د بیرته رغولو په خاطر لومړی ولسمشر اردوغان د روسیې د خپلواکۍ د ورځې له امله ولادیمیر پوتین ته د مبارکۍ پیغام واستوه.
ولسمشر اردوغان ددې ګام نه وروسته د روانې اوونۍ په ترڅ کې د روسي الوتکې د ویشتو له امله روسیې ته د خواشینۍ پیغام واستوه. ولسمشر اردوغان پدې پیغام کې د یادې شوې پیښې په اړه خواشیني څرګنده کړه او په پیښه کې د وژل شوي روس پیلوټ کورنۍ ته يي یو ځل بیا تسلیت وړاندې کړ.
دې پیغام د دواړو هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې د نوې پاڼې د پرانیستو لپاره مځکه اواره کړه. د ولسمشر اردوغان ددې صمیمانه ګامونو او اقداماتو په مقابل کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تیره ورځ د ولسمشر اردوغان سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړه او د هغه نه يي مننه وکړه.
د روسیې ولسمشر پوتین پرون د غرمې په ۱۲ بجو ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفون له لارې اړیکه ټینګه کړه . دې ټیلیفوني خبرو ۱ ساعت دوام پیدا کړ.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د الوتکې د ویشتو په اړه یو ځل بیا خواشیني څرګنده کړه او ترکیې او روسیې په تاریخي او ژورو اړیکو يي ټینګار وکړ.
مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکې عادي حالت ته د راګرځولو په خاطر هر څه ژر د چټکو ګامونو د پورته کولو په مسلې تفاهم وکړ.
دواړو مشرانو د سیمې د سیاسي ، اقتصادي او انساني بحرانونو په مقابل کې د همکارۍ په اهمیت ټینګار وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لیدنه کې لومړی د استانبول د اتاترک هوايي ډګر منفوره پیښه په کلکو ټکو وغندله . هغه وویل چې په خپل او د روسیې د خلکو په استازیتوب د نوموړې پیښې له امله د ترکیې دولت او ملت ته تسلیت وړاندې کوم او غم کې ځان شریک بولم.
پوتین ولسمشر اردوغان ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې تیره شپه ستاسې د څرګندونو او پیغامونو نه پوره ملاتړ کوم. دواړو مشرانو د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په مسلې ټینګار وکړ.
روس مشر پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې او روسیې ترمنځه په اړیکو کې موجود حالت د دواړو هیوادونو په زیان دی. هغه د یوې نوې پاڼې د پرانیستو غوښتنه وکړه.
هغه د ولسمشر اردوغان سره یو ځل بیا د خبرو کولو له امله خوښي څرګنده کړه او وویل چې په سیمه کې د دوه لویو هیوادونو په توګه یو زیات شمیر ګامونه زمونږ انتظار باسي.
همداشان دواړو مشرانو د راتلونکې سپټمبر په میاشت کې په چین کې جوړیدونکي د جي شل سازمان د غونډې په چوکاټ کې د مخامخ لیدو پریکړه وکړه.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.