ترکیه د روهینګا مسلمانانو د حقونو نه د دفاع په برخه کې مبارزې ته دوام ورکوي

ترکیې  د روهینګا  مسلمانان  یواځې نه پریږدي . دا څرګندونې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو  وکړې.

510398
ترکیه د روهینګا مسلمانانو د حقونو نه د دفاع په برخه کې مبارزې ته دوام ورکوي

ترکیې  د روهینګا  مسلمانان  یواځې نه پریږدي . دا څرګندونې  د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  مولود چاوش اوغلو  وکړې. هغه وویل چې  ترکیې د روهینګا د مسلمانانو د حقونو نه د دفاع په برخه کې  ځیني ګامونه پورته کړي  او د تازه ګامونو په پورته کولو يي پیل کړی دی .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د روهینګا د مسلمانانو حالت د نږدې نه د لیدو په خاطر  میانمار ته  سفر وکړ. چاوش اوغلو د روهینګا مسلمانانو د حالاتو او حقونو په اړه د میانمار د چارواکیو سره خبرې وکړې. 

وزیر چاوش اوغلو  په میانمار کې د رسمي لیدو کتو وروسته  روهینګا  سیمې  نه لیدنه وکړه.

چاوش اوغلو  د روهینګا  د سیتوې په ښار کې  د مسلمانانو د کلي نه چې  په تجرید کې  ژوند کوي  لیدنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې  په ۲۰۱۲ کال کې  په سیمه کې  د مسلمانانو او بودستانو ترمنځه د خونړیو نښتو نه وروسته د اراکان په سیمه کې  د اونا مینار په نامه  یواځنۍ  سیمه ده چې مسلمانان  پکې  میشت دي. ددې سیمې خلک په کامله توګه تجرید شوي  دي  او د سرخلاص  زندان  په څير  ده .

ددې سیمې خلک  په اصل کې په یو سرخلاص  زندان کې  ژوند کوي. ددې سیمې په مسلمانانو  بهر ته وتل ، کار کول، ښوونځیو ته  تګ  او حتا  روغتون ته  د ناروغانو په وړولو  هم  بندیز  لګول  شوی دی .

ددې سیمې خلک  یواځې او یواځې  د ترکیې په مرستو ژوند تیروي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  ددې سیمې خلکو ته  ډاډ ورکړ چې  ترکیه به تاسې هیڅوخت  یواځې پرنږدي. د ترکیې دولت او ملت  تل  ستاسې ترڅنګ  دی.

هغه د سیمې خلکو ته وویل چې تاسې ته مې  د ولسمشر رجب طیب اردوغان او لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  سلامونه راوړي دي. ترکیې  هیڅکله هم  د روهینګا مسلمانان  هیر کړي ندي  او نه به يي کله هم هیر کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  د سیمې خلکو ته  د ښوونځي  او روغیتايي کلینیکونو د جوړولو  زیری  ورکړ. هغه وویل چې  د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ  اژانس تیکا به  ددوی لپاره ښوونځي  او روغتیايي کلینیکونه جوړ کړي.

مولود چاوش اوغلو د سیمې نه د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې  ددې سیمې خلک  د سرخلاص  زندان  په څیر  په سیمه کې ژوند کوي. هغه وویل چې ترکیې  ددې ستونزې د حل په خاطر  په هلو ځلو پیل کړی دی .

ترکیې  دې خلکو ته  ددوی د مسلم حق  د میانمار  د تابعیت  د حق  په څیر  د حقونو  د ترلاسه کولو په خاطر  په هلو ځلو پيل کړی دی . په نږدې راتلونکي کې به پدې اړه  جدي ګامونه پورته شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  روژه ماتې  د روهینګا  مسلمانانو سره  په ګډه وکړ.

د ترکیې سفارت  په سیمه کې  ۴ زرو تنو ته  روژه ماتې  جوړ کړی وو. د روژې ماتې نه وروسته ټولو په ګډه توګه  د سولې  او ثبات په خاطر دعاګانې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  په اراکان  کې  د مسلمانانو سربیره  د بودیستانو سره هم  لیدنه وکړه.

وزیر چاوش اوغلو  د ترکیې لخوا په سیمه کې  د جوړې شوې یتم خانې  او د ځوانانو د مرکزونو نه هم  لیدنه وکړه.



اړوند خبرونه