د پې کاکا ترهګرې ډلې دوه تنه ترکي سرتیري په شهادت ورسول
د ترکیې د حقاري ولایت د شیمدینلي ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوي ترهګري برید په پایله کې دوه تنه سرتیري شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې د حقاري ولایت د شیمدینلي ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د ترسره شوي ترهګري برید په پایله کې دوه تنه سرتیري شهیدان او ۴ تنه نور ټپیان شول.
ټپي شوي سرتیري په چورلکو کې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د پې کاکا ترهګرې ډلې د شمدینلي په ولسوالۍ کې په عسکري هډې برید وکړ چې وروسته نښته پیل شوه.
په برید کې دوه تنه سرتیري په شهادت ورسیدل. همداشان د برید او نښتې نه وروسته په سیمه کې د ترهګرو د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات پیل شول.
همداشان ترهګرو د هیواد د تونجیلی ولایت د اواجیک په ولسوالۍ کې هم د جاندارما ځواکونو په قومندانۍ راکټي بریدونه کړي دي.
د برید نه وروسته امنیتي ځواکونو سمدلاسه په متقابل برید پيل وکړ چې نښته پیل شوه. ترهګر د برید نه وروسته په تیښته بریالي شوي دي چې د نیولو په خاطر يي عملیات دوام لري.