د تركيې – أفغانستان د پانګې اچوونې غونډه تېر ماښام په استانبول كې ترسره شوه.

د تركيې – أفغانستان د پانګې اچوونې غونډه تېر ماښام په استانبول كې ترسره شوه.

423608
د تركيې – أفغانستان د پانګې اچوونې غونډه تېر ماښام په استانبول كې ترسره شوه.




په دې غونډه كې چې د أفغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مل پلاوي هم ګډون كړى وو په كې د تركي پانګه والو نه غوښتنه وشوه چې په أفغانستان كې په ځانګړي توګه د كرنې په برخه كې پانګه اچوونه وكړي.
ولسمشر غني غونډې د وينا پر مهال وويل چې تركيه د أفغانستان لپاره يوه ښه بېلګه ده. د أفغانستان د نفوسو ۶۰ سلنه برخه ځوانان دي چې د بشري ځواك په توګه ترې په هېواد كې دننه او له هېواده بهر ګټه پورته كېدلى دى.
ولسمشر اشرف غني همداراز هېواد ته د پانګې اچوونې د جذبولو او په اغېزمنه توګه ددې پانګې د كارولو په برخه كې به د تركيې د تجاربو نه هم ګټه پورته كړي.
ولسمشر غني له أفغانستانه د سوداګرۍ د څلور لاري په توګه په يادونې سره څرګنده كړه چې موږ په هڅه وكړو چې هېواد يو ځل بيا د سيمه ايز ترانزيت او د سيمې د نښولو په مركز بدل وكړو. د ولسمشر په وينا د أفغانستان اوبه، كانونه او نور إمكانات د استخراج او پانګې اچوونې لپاره تيار دي.
ولسمشر همداراز د أفغاني محصولاتو په كيفيت باندې هم ټينګار وكړ او زياته يې كړه چې يو شمېر ګاونډي هېوادونه په دې محصولاتو باندې ماليه نه وضعه كوي او اروپايي هېوادونه هم پرې ډېره لږه ماليه وضعه كړې ده. ددې په پايله كې د أفغاني محصولاتو صادارات ګټوره سوداګري بلل كيږي.
ولسمشر د پانګې اچوونې د امنيت په موخه د نړيوال بانك او د اسيا د پراختيايي بانك سره د مذاكراتو د پيل خبر وركړ او زياته يې كړه چې د بهرنۍ پانګې اچوونې د امنيت د ساتنې په موخه ټولو ته تضمين وركړل شي.
پدې غونډه كې د تركيې د اقتصاد وزير مصطفى ايليتاش هم ګډون كړى وو چې د خپلې وينا په ترڅ كې يې وويل چې په دې وروستيو څو كلونو كې أفغانستان په اقتصادي اوسياسي ډګر كې د پام وړ پرمختګ كړى دى او د پانګې اچوونې پراخه برخې لري.
د اقتصاد وزير زياته كړه چې د دواړو هېوادونو د خصوصي سكتور ترمېنځ د اړيكو د پراختيا او همداراز د انرژۍ، كانونو او كرنې په برخه كې به په أفغانستان كې پانګه واچوي. د نوموړي په وينا تركيه به همداراز د أفغانستان د كاري ظرفيت د لوړولو په موخه هم يو لړ پروژې عملي كړي.



اړوند خبرونه