ولسمشر اردوغان: نړۍواله ټولنه دوه مخې ده

د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان د جي شل د سرمشریرې په چوکاټ کې جوړه شوې د 20 سرمشریزه پرانیسته.

354864
ولسمشر اردوغان: نړۍواله ټولنه دوه مخې  ده

ولسمشر اردوغان پدې سرمشریزه کې په پرانیست وینا کې نړۍواله ټولنه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې په دوه مخۍ تورنه کړه. ولسمشر اردوغان وویل چې پدې مبارزه کې سره ددې چې د ترکیې په کافي توګه ملاتړ نکوي حتا د ځینو ترهګریزو سازمانونو نه ملاتړ کوي او د هغوې سره مرستې کوي. ولسمشر اردوغان په نړۍوالې ټولنې غږ وکړ چې پدې سیمه کې هر ډوله ستونزه او فلاکت په اصل کې په ټوله نړۍ کې د فلاکت او ستونزو په معنا دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې موږ ته د داعش، پې کاکا او د پې کاکا څانګې یو شان ترهګر دي او ټول د انسانیت او بشریت پر خلاف دي او د ټولو پر خلاف مبارزه کوو.
ولسمشر اردوغان وویل چې پدې مبارزه کې سره ددې چې د ترکیې نه پوره ملاتړ نه کیږي برعکس د ترهګریزو سازمانونو سره مرستې کیږي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا ډول کړنۍ په اصل کې نړۍ د فلاکت پر لورې راکاږي.
ولسمشر اردوغان په نړۍوالې ټولنې د نیوکې سره وویل چې په یو برخه کې نه بلکې په هره برخه کې دوه مخي کوي. ولسمشر اردوغان د نوبل د جایزې نه د مثال په توګه یادونه وکړه.
ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ حتا د نوبل جایزه هم د سیاسي ملهوظاتو او سپارښتنو په اساس ورکول کیږي.
ولسمشر اردوغان وویل ډیره د حیرانیتا وړ خبره ده ، د اروپا مشران چې یواځې د ۳۰ یا ۴۰ زرو تنو کډوالو د منلو نه یادونه کوي او یا وايي چې پلان لرو چې ۳۰ یا ۴۰ زره تنه کډوالو ته پناه ورکړو، هغوې د نوبل جایزې ته هم نوماند کیږي او اتلان هم معرفي کیږي. پداسې حال کې چې ترکیې نږدې دوه نیم میلیونو تنو کډوالو ته پناه ورکړې او د هغوې ټولې اړتیاوې پوره کوي د ژوند هر ډول اسانتیاوې ورته برابرې کړي دي څوک يي نوم په نومونو کې نه اخلي. نه يي څوک نوبل ته نوماندوي او نه هم بل څه .
دا ځکه چې د نوبل جایزه هم د سیاسي ملهوظاتو او سپارښتنو په اساس ورکول کیږي.
کیداي شي چې تاسې پدې اړه چې د نوبل جایزې چا ته ورکول کیږي معلومات ولرۍ خو له بده مرغه چې نن ورځ دا جایزې هم سیاسي شوي دي.
نن ورځ د نوبل جایزې د سپارښتنو له مخې ورکول کیږي.
ولسمشر اردوغان وویل چې موږ د خپلو سوري ورورنو سره مرسته د جایزې او یا هم د نامه په خاطر نه کوو ، موږ یواځې د الله او د خپل انساني مسولیت د ادا کولو په خاطر دا مرسته کوو. ولسمشر اردوغان وویل چې د سوریې مسله دا ګړم د کورنۍ جګړې او یا هم د مخالفتونو نه وتلې د ازادۍ په جګړې بدله شوې ده .
ترکیې چې پخپله د ازادۍ په جګړه کې ډیرې سختې او تنګې ګاللي دي نن ورځ د خپلو سوري ورونو سره هم د همدې په خاطر مرسته کوي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د سوریې د خلکو نه د ازادۍ پدې جګړه کې تر وروستۍ شیبې مرسته او ملاتړ وکړي

 

 



پيوندونه:

اړوند خبرونه