په ترکیه کې د ناقانونو کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

د ترکیې د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ د اک یارلر په سیمه کې د ناقانونو کډوالو کښتۍ چې د یونان د اسکان کوی ټاپو ته روانه وه په سمندر کې ډوبه شوه.

332455
په ترکیه کې د ناقانونو کډوالو کښتۍ ډوبه شوه

ویل کیږي په کښتۍ کې ۲۹ تنو شتون درلود چې پنځه تنه يي مړه او ۲۴ تنه نور يي ژوندي ژغورل شوي دي.
د بودروم ولسوالۍ د امنیتي سرچینو له مخې ناقانونه کډوال چې د غیرې قانوني لارو څخه ترکیې ته راغلي وو او ترکیې نه يي یونان ته د تلو هڅه کوله د اک یارلر په سواحلو کې کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه. د هیواد د سواحلو امنیتي ځواکونو چې په سیمه کې ګزمه کوله د اوبو په منځ کې کډوال چې د مرستې نارې او سورې وهلې ولیدل او سمدلاسه يي مداخله وکړه.
د مداخلې په پایله کې ۲۴ تنه کډوال ژوند وژغورل شول او ۵ تنو چې ژوند د لاسه ورکړی وو مړي د اوبو نه راوویستل شول.
په ژغورل شوو کسانو کې ماشومان هم شتون لري. ژغورل شوي کسان سمدلاسه په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال کړې شول.
ویل کیږي مړي د هویت د تثبیت په خاطر د عدليي طب ادارې ته استول شوي دي.

 

 

 

 

 

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه