د هیواد دښمنانو یو ځل بیا درې تنه اتل سرتیري په شهادت ورسول.
د پې کاکا ترهګریزې ډلې ترهګرو یو ځل بیا د هیواد د حکاري ولایت د یوکس قوا په ولسوالۍ کې په امنیتي سرتیرو برید وکړ.
ترهګرو د سیمې د جاندارما د ځانګړو ځواکونو په ټیم د ګزمې پر مهال د درندو وسلو بریدو کړ چې له امله يي درې تنه سرتیري شهیدان او ۶ تنه نورټپیان شول.
د برید نه وروسته نښته پیل شوه . د پیښې ټپیان سمدلاسه په چورلکو کې روغتونونو ته واستول شول.
د هیواد لوی درستیزوالۍ مطبوعاتي مرکز په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د اګست په ۱۴ نیټه د مازیګر په ۴ بجو او ۴۰ دقیقو د پې کاکا ترهګریزې ډلې غړیو د حکاري ولایت د یوکس قوا په ولسوالۍ کې د هیواد په اتلو وسله والو ځواکونو خایینانه برید وکړ.
د برید نه وروسته نښته پیل شوه . ترهګر په درندو وسلو سمبال ول . په برید او نښته کې ۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ټپیان په چورلکو کې سمدلاسه روغتونونو ته انتقال شوي دي. سیمې ته تقویتي پرسونل استول شوی او د ترهګرو د لمنځه وړ په خاطر چاڼیز عملیات پيل شوي دي.
د پیښې نه وروسته د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان لوی درستیز ستر جنرال نجدت اوزل نه د ټیلیفون په کرښه د پیښې اړوند معلومات واخیستل او هغه ته يي تسلیت وړاندې کړ.
ولسمشر اردوغان پدې اړه په خپور کړي پیغام کې شهیدانو ته د الله د دربار څخه د مغفرت او رحمت ، کورنیو او ترک ملت ته د جمیل صبر غوښتنه کړې ده . ولسمشر اردوغان د ټپیانو لپاره د بیړنۍ شفاء غوښتنه کړې ده .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.