امنیتي ځواکونو د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله
د هیواد دښمنانو چې غوښتل د موټر په مټ یو ستر قتل عام ترسره کړي د امنیتي ځواکونو د په وخت مداخلې سره يي مخنیوی وشو.
ترهګرو د هیواد د باتمان په ولایت کې د چاویدونکو توکو نه بار د یو موټر سره غوښتل چې په سلګونو تنه بې ګناه انسانان ووژني. امنیتي ځواکونو موټر کشف او شنډ کړ.
د باتمان ولایت د ښارونو ترمنځه د بسونو د تم ځای ترڅیرمه د چاودیدنکو توکو نه بار یو موټر د برید لپاره اماده شوی وو چې د پولیسو لخوا يي مخه ونیول شوه.
امنیتي ځواکونو د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته په ډیر کم فرصت کې سیمه تر کنټرول لاندې ونیوله او موټر يي ونیو.
موټر د ماینونو د شنډونکو ډلې لخوا په ډیر دقت سره تر کنټرول لاندې وچول شو.
په پیښه کې یو تن هیوادوال د چاودنې له امله سر سري ټپي شو.
امنیتي ځواکونو د موټر د نیولو نه وروسته ټولې لارې د ټرافیک پر مخ وتړلې او خلک يي د سیمې نه لرې کړل.
امنیتي ځواکونو په کنټرولي توګه د نوموړې بم د چاونې سره د یوې سترې فاجعې مخه ونیوله.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.