تركيه د سوري كډوالو لپاره پوهنتون جوړوي.
تركيه په پام كې لري چې په هېواد كې د شاوخوا ۲ ميليونو سوري كډوالو د لوړو زده كړو په موخه يو پوهنتون جوړ كړي.
تركيه په پام كې لري چې په هېواد كې د شاوخوا ۲ ميليونو سوري كډوالو د لوړو زده كړو په موخه يو پوهنتون جوړ كړي.
دا پوهنتون چې د تركيې او قطر د هېوادونو د متقابلې همكارۍ په پايله كې به جوړ شي، سوري كډوالو ته به پكې په عربي ژبه زده كړې وركړل شي.
د تركيې د پوهنې وزير نبي آوجي پدې اړه خبريالانو ته وويل چې د `` تركيې – قطر د نړيوال پوهنتون`` په نامه پوهنتون كې به په نړيواله سطحه سوري كډوالو ته زده كړې وركړل شي.
آوجي همداراز وويل چې تر اوسه پورې يې د سوري ماشومانو لپاره بېلابېل ښوونځي هم جوړ كړي دي چې تعليمي نصاب يې د سوريې سره برابر دى. همداراز زده كوونكي په اونۍ كې ۵ ساعته تركي ژبه هم زده كوي.
تمه كيږي چې د كډوالو د ښوونيزو ستونزو د آواري په موخه به يو لړ نور اقدامات هم وشي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.