پر اسلامي حجاب وروستى بنديز هم لرې شو.

د تركيې د يوې نظامي محكمې د پرېكړې له مخې د وسله والو ځواكونو په نظامي هډو، رسمي دفترونو او د استوګنې په بلاكونو كې پر پړوني باندې لګېدلى بنديز لرې كړ.

277563
پر اسلامي حجاب وروستى بنديز هم لرې شو.

د تركيې د يوې نظامي محكمې د پرېكړې له مخې د وسله والو ځواكونو په نظامي هډو، رسمي دفترونو او د استوګنې په بلاكونو كې پر پړوني باندې لګېدلى بنديز لرې كړ. محكمې د تركيې د وسله والو ځواكونو د تشكيلاتو د قانون هغه ماده باطله كړه چې له مخې يې په ځانګړو سيمو كې پر پړوني بنديز لګول شوى وو.
د وسله والو ځواكونو د يو تن افسر مېرمن چې غوښتل يې د حجاب سره د استوګنې بلاكونو ته ننوځي د مقاماتو د مخالفت سره مخامخ شوه. نوموړې هم محكمې ته د مراجعې په كولو سره څرګنده كړه چې په هېواد كې په ټولو ملكي ادارو كې پر پړوني او حجاب باندې بنديز لرې شوى دى.
په انقره كې د تركيې نظامي محكمې د نوموړي افسر د حجاب لرونكې مېرمن په ګټه فيصله وكړه او د قانون هغه ماده يې هم باطله كړه چې له مخې يې په نظامي سيمو كې پر حجاب بنديز لګول شوى وو.
پدې دې ډول په تركيه كې پر حجاب باندې لګېدلي ټول بنديزونه لرې شول.


پيوندونه:

اړوند خبرونه