تركيه په بحر كې د ډوبو شوو افغانانو په وير ژاړي.

پرون سهار هغه كيښتۍ چې افغان ناقانونه كډوال پكې سپاره ول د استانبول په سواحلو كې ډوبه شوه.

179983
تركيه په بحر كې د ډوبو شوو افغانانو په وير ژاړي.

د وروستيو راپورونو له مخې په كيښتۍ كې ټول ۴۲ تنه افغانان سپاره ول چې ۲۴ تنه يې مړه شوي او ۱۲ تنه يې لا هم ترى تم دى. پاتې شپږ تنه يې ژغورل شوي دي.
دا پېښه پرون سهار وختي رامنځته شوه. د پېښې يو تن عيني شاهد چې د كب نيونې لپاره تللى وو په اوبو كې يې د دوو تنو د جسدونو په ليدونو سره د تركيې د ساحلي امنيت چارواكو ته خبر وركړ. هغه وايي چې سهار شاوخوا ۶ بجې پداسې حال كې چې د كب نيونې لپاره د خپلو ملګرو سره روان وو يوه كيښتۍ چې په بل مخ اوښتې وه وليدل. شاوخوا يې دوه – درې جسدونه، بيكونه، بوټان او داسې نور شيان هم پراته وو. دوه درې تنه بيا ژوندي پاتې وو.
سيمې ته په لومړي سر كې د ساحلي امنيت د ژغورنې دوه ګړندۍ كيښتۍ او طبي لوازم ولېږل شول. وروسته د مرمرې د بحري د قوماندانۍ اړوند اوه كړنګۍ كوچنۍ كيښتۍ، د پلټنې او ژغورنې دوه لويې كيښتۍ، يوه چورلكه، دوه لامبو وهونكي ټيمونه او په بيړنيو روغتيايي لوازمو بار يوه كيښۍ هم د پېښې سيمې ته ورسېدله. د څو ساعتونو هلو ځلو په پايله كې د ۲۴ تنو افغانانو جسدونه چې ډيرى يې ماشومان دي موندل شوي دي. د ساحلي امنيت ځواكونو يواځې ۶ تنه ژغورلي دي او پاتې ۱۲ تنه اوس هم ترى تم دي.
د داوود اوغلو څرګندونې
د تركيې لومړي وزير احمد داوود اوغلو د پېښې په اړه وويل چې د كډوالو مړينې زموږ زړونه وداغل.`` د ناقانونه كډوالو ستونزه زموږ سربېره د ټولې اروپا او په ځانګړي توګه د مديترانې د بحيرې د ساحلي هېوادونو ګډه ستونزه ده. د پېښې په اړه جدي څېړنې پيل شوي دي او په راتلونكو كې د ورته پېښو د مخنيوي لپاره هلې ځلې كوو.``
كيښتۍ لس كسيزه وه.
په سيمه كې كب نيوكي وايي چې ډوبه شوې كيښتۍ ۱۲ متره اوږدوالى لري او يواځې د ۱۰ تنه سپرلۍ د انتقال وړتيا لري. ټپي شوي افغانان وايي چې د قاچاقچيانو سره يې د رومانيا هېواد ته د تګ لپاره د ۷ زره يورو په بدل كې خبره وكړه.


پيوندونه:

اړوند خبرونه