اردوغان به ۴ ورځې وروسته د تركيې د ولسمشر په توګه سوګند ياد كړي.

لومړى وزير رجب طيب اردوغان چې د آګست د مياشتې په لسمه نېټه د ولسمشرۍ د ټاكنو په ترڅ كې د تركيې د ولسمشر په توګه وټاكل شو د همدې مياشتې په ۲۸ نېټه به د تركيې په ملي شورا كې د يو زيات شمېر لوړپوړو كورنيو او بهرنيو مېلمنو په حضور كې د تركيې د ۱۲م ولسمشر په توګه سوګند ياد كړي.

101673

پدې مراسمو كې به د ۵۳ هېوادونو او ۷ نړيوالو ټولنو لوړپوړي استازي ګډون وكړي. د سوګند په مراسمو كې به د ۱۵ هېوادونو ولسمشران، د دوه هېوادونو د پارلمان ريسان، د لس هېوادونو لومړي وزيران، د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او يو شمېر نور لوړپوړي چارواكي هم حاضر وي.
سربېره پر دې به ولسمشر عبدالله ګل هم په همدې ورځ د چانكايا په ماڼۍ كې د تركيې نوي ولسمشر ته د شانداره مراسمو په ترڅ كې خپله دنده وسپاري.

پيوندونه:

اړوند خبرونه