په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو په کښتې کې اورلګیدنې ۱ تن وواژه
د ترکیې د موغلا په ولایت کې د ناقانونه کډوالو په کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله یو تن مړ او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د ترکیې د موغلا په ولایت کې د ناقانونه کډوالو په کښتۍ کې د اورلګیدنې له امله یو تن مړ او ۴ تنه نور ټپیان شول.
د موغلا ولایت د داتچا د سواحلو سویل لورې ته په شل میلو واټن کې د ناقانونو کډوالو یوې کښتۍ چې ۸۲ تنه پکې سپاره ول د نامعلومو لامل له امله اورلګیدنه رامنځته شوه .
په کښتۍ بعضو ناقانونو کډوالو د اور لګیدنې له امله ځانونه سمندر ته ګوزار کړل. د پیښې د رامنځته کیدو سره سم د هیواد سمندري پولیسو سمدلاسه مداخله وکړه او ۸۱ تنه ناقانونه کډوال يي وژغورل او د داتچا سیمې ته يي یوړل. په پیښه کې وژل شوي یو تن مړی د یونان د سمندري پولیسو لخوا د سمندر نه راوویستل شو.
د هیواد د سمندري پولیسو د قومندانۍ اړوند یوه الوتکه د لا زیاتو پلټنو په موخه سیمې ته واستول شوه.
په پیښه کې د وژل شوي ناقانونه کډوال هویت معلوم ندی .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.