اردوغان د بهرنیو چارو وزیر داوود اوغلو خپل ځای ناستی وټاکه

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه .

209628
اردوغان د بهرنیو چارو وزیر داوود اوغلو خپل ځای ناستی وټاکه

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه .

د یادولو وړ ده چې احمد داوود اوغلو به  د اګست په ۲۷ د عدالت او پراختیا د واکمن  ګوند  ته  د تایید په موخه  وړاندې شي. د هیواد لومړی وزیر رجب طیب اردوغان  د اګست په ۲۸ نیټه  په ملي شورا کې د لوړې د مراسمو د پرځای کولو نه وروسته  د ولسمشر عبدالله ګل  نه  د ولسمشرۍ دنده  رسمآ تسلمیږي  . د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به  د ولسمشر په توګه د دندې د پيلولو نه  وروسته احمد داوود اوغلو د لومړي وزیر په توګه  وټاکي او د حکومت د جوړولو دنده  به  وسپاري


پيوندونه:

اړوند خبرونه