احمد داوود اوغلو د ترکیې راتلونکی لومړی وزیر وټاکل شو.

لومړي وزیر رجب طیب اردوغان خپل ځای ناستې نن رسمآ اعلان کړ.

99103
احمد داوود اوغلو  د ترکیې راتلونکی  لومړی  وزیر  وټاکل شو.

احمد داوود اوغلو  د ترکیې راتلونکی  لومړی  وزیر  وټاکل شو. 

لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  خپل ځای ناستې نن  رسمآ اعلان کړ. لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  د بهرنیو چارو وزیر احمد داوود اوغلو د عدالت او پراختیا واکمن ګوند  مشر  او راتلونکی  لومړی وزیر  وټاکه. 

لومړي وزیر رجب  طیب اردوغان  نن  د  عدالت او پراختیا ګوند  د اجراییوي شورا  د غونډې نه وروسته  په خبري غونډه کې ګډون وکړ.  لومړي وزیر رجب طیب اردوغان  وویل  په ملي شورا کې د قونیې د خلکو استازی  احمد داوود اوغلو د عدالت او پراختیا د ګوند  مشر  او د لومړي وزیرۍ د څوکۍ لپاره زموږ  نوماند دی. لومړي وزیر زیاته کړه چې زه پوره باور لرم چې د داوود اوغلو په مشرۍ کابینه به په همدې  ارادې  سره  خپل کار ته  دوام  ورکړي . لومړي وزیر وویل چې  د دولت په منځ کې د دولت پر خلاف  او  د سولې د بهیر  په مسله کې زه  د ولسمشر په توګه  د داوود اوغلو نه پوره ملاتړ کوم  .

لومړي وزیر اردوغان  زیاته کړه  چې  وزیر داوود اوغلو په بهرني سیاست کې  تل خپل وجدان  ته لومړیتوب  ورکړی دی . د عدالت او پراختیا  ګوند  د نومونو له مخې نه  بلکې د اهدافو  له مخې  پرمختګ کوي.

لومړي وزیر اردوغان  زیاته کړه چې  د عدالت او پراختیا  لویې فوق العاده  غونډې ته  ټولې تیارۍ پایته رسیدلي دي . هر چا ته  خپله دنده  سپآرل شوې ده . د اګست په ۲۷ نیټه  به  انشاالله چې وزیر داوود اوغلو  د لومړي وزیر په توګه  ګوند ته  معرفي کړو او د ګوند  د غړیو تایید په واخلو.

لومړي وزیر رجب طیب  اردوغان  وزیر  داوود اوغلو ته  په نوې  دنده کې  د بریالیتوب هیله وکړه .

د بله پلوه  ولسمشر عبدالله ګل  وزیر داوود اوغلو ته  د ټيلیفون په کرښه  د نوې دندې  له امله  مبارکي وویله . 


پيوندونه:

اړوند خبرونه