ترکیې ته د درملنې په موخه فلسطیني ټپیانو د انتقال لړۍ پیل شوه .

په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ټپي شوي فلسطینیان د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل کیږی.

90408

د ویلو ده چې پدې چوکاټ کې پرون د ۵ تنو ماشومانو او یوې میندوارې میرمنې په ګډون ۱۸ تنه فلسطیني ټپیان په یوې عسکري الوتکه کې ترکیې ته راوړل شول.
د یادولو وړ ده چې د ټپیانو د بعضو چې روغتیايي حالت يي باریکه دی لومړی په هوايي دګر کې د بیړنۍ مداخلې په څانګه کې د درملنې لاندې ونیول شول او وروسته روغتونونو ته واستول شول.
د ټپیانو نه د انقرې په هوايي ډګر کې مرستیال لومړي وزیر بشیر اتلای او د روغتیا وزیر محمد موذن اوغلو هر کلی وکړ.
وروسته د هیواد د دولتي روغتونونو مشر ظفر چکوروا د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل چې د ۱۸ تنو فلسطیني ټپیانو نه یو تن يي په عاجل سرویس او بل يي سمدلاسه عملیات شو او نور په بیلابیلو واټونو کې د درملنې لاندې قرار لري.
نوموړي وویل په پام کې ده چې ۱۹ تنه نور فلسطیني ټپیان نن ترکیې ته راوړل شي.

پيوندونه:

اړوند خبرونه