د كورنيو چارو وزير افكان اعلى هم اسراييل وغندل.
د كورنيو چارو وزير افكان اعلى څرګنده كړه چې څه باندې ۵۰۰ كاله وړاندې عثماني امپراتورۍ د اسپانيا نه شړل شوو يهودانو ته خپله غېږه پرانيستله. موږ د عثمانيانو د لمسيانو په توګه له اسراييلو هيله لرو چې ددې نيكۍ په مقابل كې دې په غزه كې روانو ظلمونو ته د پاى ټكى كيږدي.

اعلى چې د ارضروم په ښار كې په ښار كې د اختر د لمانځه نه وروسته د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ويل څرګنده كړه چې د اسراييلو لخوا ژر تر ژره د بريدونو د پاى ته رسولو په موخه د تركي ملت په استازيتوب غوښتنه كوم چې د اوربند اعلان كړي. اعلى څرګنده كړه چې هغه مهال چې د اسراييلو نېكونه د اسپانيا د حكمدار لخوا له هېواده وشړل شول زموږ نېكونو ورته په خپل هېواد كې غېږه پرانيستله. موږ د همدې نېكونو د لمسيانو په توګه په غزه كې د روانو بريدونو د پاى ته رسولو غوښتنه كوو. اعلى زياته كړه چې عثمانيانو درې لويې وچې د ظلم په واسطه نه بلكې د عدالت په واسطه اداره كولې. اسراييل هم بايد د ظلم په واسطه نه بلكې د عدالت په واسطه حاكميت وكړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718742419)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/cf40/85da/3642/666855ba58df0.jpg?time=1718742419)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن د جي ۷ سرمشریزه کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون وکړي.
د نړۍ د اوو پرمختللي اقتصاد لرونکو هیوادونو (G7) سرمشریزه د ایټالیا په کوربه پيل شوه.