د ولسمشر عبدالله ګل د اختر پيغام

ولسمشر عبدالله ګل د يو ليكلي پيغام په خپرولو سره د كوچني اختر د را رسېدلو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له كومي مباركي وويله.

72407
د ولسمشر عبدالله ګل د اختر پيغام

د ولسمشر عبدالله ګل د اختر پيغام
ولسمشر عبدالله ګل د يو ليكلي پيغام په خپرولو سره د كوچني اختر د را رسېدلو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له كومي مباركي وويله.
ګل په خپل پيغام كې د غزې، سوريې او عراق په ګډون په اسلامي هېوادونو كې د روانو ناوخواو او تاوتريخوالي د پاى ته رسېدو هيله وكړه. ګل څرګنده كړه چې ``سږ كال اسلامي نړۍ كوچني اختر په مات زړه ښه راغلاست وايي. ځكه چې په غزه كې د بشريت په وړاندې جنايات ترسره كيږي. دا پداسې حال كې ده چې ددې حالاتو د كنترول په موخه ټولې خواوې ناكامه دي.``
ولسمشر ګل په سيمه كې د وينو او اوښكو د توېېدو د مخنيوي په موخه په ټوله اسلامي نړۍ او نړيوالې ټولنې باندې د هر ډول هلو ځلو د ترسره كولو غږ وكړ.
ګل پر اسراييلو يو ځل بيا غږ وكړ چې ژر تر ژره دې بريدونه پاى ته ورسوي. د عادلې او تلپاتي اوربند د رامنځته كولو، سيمې ته د نړيوالو بشري مرستو د رسولو او حل لارې د رامنځته كولو په موخه تركيه خپلو هلو ځلو ته دوام وركوي.
ولسمشر ګل د پيغام په پاى كې څرګنده كړه چې د روان كال د آګست د مياشتې په ۲۸مه نېټه يې د ولسمشر په توګه د دندې موده پاى ته رسيږي. تر دې وروسته به هم د خپلو خلكو په خدمت كې وي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه