د لومړي وزير اردوغان د اختر پيغام

لومړي وزير رجب طيب اردوغان د كوچني اختر د را رسېدلو له امله پيغام خپور كړ.

72414
د لومړي وزير اردوغان د اختر پيغام

د لومړي وزير اردوغان د اختر پيغام
لومړي وزير رجب طيب اردوغان د كوچني اختر د را رسېدلو له امله پيغام خپور كړ.
اردوغان پخپل پيغام كې په غزه كې روان ناورين ته په اشارې سره وويل چې `` د داسې يو ملت په توګه چې تل يې د ظالم په وړاندې د مظلوم تر څنګ ولاړ دى په غزه كې د روانې عاموژنې په وړاندې چوپه خوله نشو پاتې كېدلى``
اردوغان په پخپل پيغام كې څرګنده كړه چې د روژې د مباركې مياشتې په اوږدو كې د يو ملت په توګه په معنوي فضا كې كې مباركه مياشت تېره كړه. له بدله مرغه چې د روژې مياشت د غزې په ګډون په ځينو سيمو كې بيا د غم او تاوتريخوالي سره مله وه. په ځانګړي توګه د غزې د مظلوميت چيغې زموږ زړونه وداغل.
اردوغان يو ځل بيا څرګنده كړه چې د غزې په وړاندې به چوپه خوله پاتې نشي. `` هغه څه چې د ځان لپاره غواړو د ټولې نړۍ لپاره به يې غوښتلو ته دوام وركړو.``


پيوندونه:

اړوند خبرونه