د څلور اړخیزې سرمشریزې نه وروسته  د سوریې حالات !

د څلور اړخیزې سرمشریزې نه وروسته  د سوریې حالات !

1080614
د څلور اړخیزې سرمشریزې نه وروسته  د سوریې حالات !

 

د ترکیې  د استانبول  په ښار کې  د فرانسې، جرمني، روسیې  او ترکیې  په ګډون  د سوریې په اړه  څلور اړخیزه سرمشریزه  وشوه. پدې سرمشریزه کې  په سوریه کې د سولې  او اساسي قانون د کمیټې د جوړولو په څیر  د مسلو په اړه  مهمې پریکړې وشوې. سره ددې چې دا پریکړې ډیرې مهمې دي خو بیا هم  پدې هیواد کې  ډیرې  زیاتې مهمې  ستونزې دوام لري.

د نوموړو  ستونزو نه د سوریې او عراق ترمنځه  په پولو کې  د داعش او وای پ جي ترهګرو ډلو ترمنځه  نښتي ، د سوریې  او ترکیې په پوله کې د وای پ جي ترهګرې ډلې لخوا د ترکیې په خاوره  بریدونه او ددې په مقابل کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په سوریه کې د وای پ جي ترهګرې ډلې په مواضعو  د توپخانې بریدونه او  د ادلب په سیمه کې د موجودو ډلو ترمنځه  نښتې ددې ښکارندويي کوي چې  په سوریه کې د سولې او ثبات د راوستو په خاطر  باید  لا جدي او مهم  ګامونه اوچت کړی شي.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو د وقف محقق او لیکوال  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

جان اجون وايي چې  په استانبول کې جوړه شوې د سوریې په اړه په څلور اړخیزه سرمشریزه کې د نوموړي هیواد په اړه ډیرې مهمې پریکړې وشوې. په ځانګړې توګه  د اوږدې مودې راهیسې  د جوړولو په اړه يي خبرې روانې  د سوریې د اساسي قانون د کمیټې د جوړولو په اړه. په سوریه کې  نوی  اساسي قانون  ددې هیواد د راتلوونکي لپاره ډیر مهم  دی.

همداشان سره ددې چې د نوي اساسي قانون  لیکل  د سوریې لپاره  ډیر زیات اهمیت لري خو  د سوریې د روانې ستونزې  مطلق  حل  نه بلل کیږي . ځکه  چې د اساسي قانون لیکل  او بیا  دا د سوریې د خلکو لخوا د ټولپوښتنې په ترڅ کې  منل  ډیر زیات پړاونه لري. همداشان  دا مسله  په مخکې ډیر زیات خنډونه هم  لري.

دا ځکه چې  په میلیونونو تنه  سوري وګړي  د هیواد نه بهر د کډوالۍ ژوند تیروي، په میلیونونو تنه  پخپله په هیواد کې دننه  د خپلو کور او کلو نه  نورو سیمو ته کډه شوي دي  او تر ټولو  مهم  د سوریې د پاسپورت  او هویت  د تذکرې په څیر  د مهمو سندونو  ورکول د اسد رژیم لخوا  منع  شوي دي. پداسې  یو حالت کې څه ډول کیدای شي چې ټولټاکنې  او یا ټولپوښتنه ترسره شي. که چیرې ترسره هم  شي  په کومه  اندازه به مشروعیت ولري. تر کومه اندازه به پکې  خلکو ته د ګډون  اجازه ورکړ شي. دا ټول هغه خنډونه  دي چې  په مخکې پراته  دي.

همداشان  ددې سربیره  په ادلب کې د روان اوربند  تداوم  او د ترهګرو ډلو پر خلاف د مبارزې  د دوام  په اړه هم  پریکړه وشوه.

د بله پلوه  په سوریه کې د وای پ جي ترهګرې ډلې  چې د نوموړي هیواد  ملي یوالي او ارضي تمامیت ته  تر ټولو ستر خنډ جوړ کړی دی د شومو اهدافو د پلي کولو د مخنیوي په خاطر  د ترکیې  هلو ځلو  هم  نتیجه ورکړې ده . همداشان  ترکیې پدې اړه  قوي ډیپلوماسي  روانه کړې ده  چې  ډیپلوماسۍ  هم  مثبته  نتیجه  ورکړې ده .

په سوریه کې  بل پرمختګ  د سوریې او عراق  په پولو کې د وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو ترمنځه  نښتي دي.

د وای پ جي ترهګرې ډلې  د میاشتو راهیسې  د امریکا، ایټالیا او فرانسې د ځانګړو ځواکونو  په مرسته  د هاچین  په سیمه کې د داعش  پر خلاف مبارزه  پیل کړې ده . وای پ جي   دا سیمې نیولې وې خو  داعش ترهګرې ډلې  د شګو د توفان نه په استفادې سره  دا ټولې سیمې  د څو ورځو په دننه کې بیرته د وای پ جي ترهګرې ډلې ونیولې.

ددې سره  د داعش ترهګرې ډلې  جنګیالي  یو ځل بیا د عراق  پولو ته  ځانونه  ورسول. عراق  د داعش  ترهګرې ډلې  د احتمالي بریدونو په اړه  پوره تدابیر نیولي  او سیمې ته  د حشدالشعي  جنګیالي استولي دي.

وای پ جي ترهګرې ډلې تر اوسه پورې  پدې نده  توانیدلې چې   د نړۍوال ایتلاف  د مرستې او ملاتړ سره سره تر د   داعش ترهګرې ډلې  د پرمختګ  مخه ونیسي.

د وای پ جي ترهګره ډله  چې د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د مبارزې په بهانه  ځان ته  د مشروعیت ورکولو هڅه کوي  په واقعیت کې  د داعش پر خلاف  لکه څرنګه چې لازم  ده  مبارزه نکوي. دا ترهګره ډله  نه غواړي چې داعش په کامله توګه له منځه ولاړ شي. ځکه چې ددوې  ګټې  په داعش کې  نغښتي دي.

د بله پلوه  د وای پ جي ترهګرې ډلې  د سوریې په سویل ختیځ کې د داعش پر خلاف  په مبارزه کې  ډیر سخت ځاني زیانونه لیدلي دي.

 دا  ترهګرې ډله  د سوریې په شمال کې بیا د خپل ریښو د ځغلولو هڅه کوي.  د بله پلوه  وخت نا وخته  د ترکیې پر لورې  بریدونه کوي. د ترکیې د وسله وال پوځ سره  نښتې  کوي.

یاده شوې ترهګره ډله  د سوریې په شمال کې د عین العرب د سیمې د ټولو حاکمو تپو  او لوړو نقطو د پاسه  د موضع ګانو او وسلو او مهماتو د ډیپوګانو په جوړولو سره  ترکیې ته تهدید جوړ کړی دی. ترکیې وسله وال پوځ  بیا د دې تهدید د مخنیوي په خاطر  د ترکیې نه ددوې په پټنځایونو  او مواضعو  د توپخانې بریدونه کوي. ترکیې تر اوسه پورې ددې ډلې  مهمې موضعګانې ټوې له منځه وړي دي.

د ویلو ده چې  لنډه موده مخکې  د عین العرب  په لویدیځ کې  د تل ابیض  په سیمه کې  د ترکیې د وسله والو ځواکونو او نوموړو ترهګرو ترمنځه  نښته وشوه. ددې نښتې نه یوه ورځ  وروسته  ترهګرو  د عین العرب په لویدیځ کې  د خپلو پټنځایونو نه  د ترکیې په وسله والو ځواکونو  د ټانک  ضد  توغندي  برید وکړ.

وای پ جي ترهګرې ډلې  ددې برید  ویدیو هم  د ټولنیزې مډیا له لارې خپره کړې وه. د بله پلوه  یادې شوې ترهګرې  ډلې  د هاچین  په سیمه کې د خپلې ماتې  پړه  په ترکیې اچولې ده . یادې شوې ترهګرې ډلې ویلي دي چې  په هاچین سیمه کې د ترکیې د هوايي بریدونوله امله  نشي کولای چې د داعش پر خلاف  جګړه وکړي. خو دا خبره  په اصل کې  د  وای پ جي  ترهګرې ډلې اصلي څیره  او درواغ ټولو ته  په ډاګه کوي. وای پ جي  په هاچین کې په لوی لاس  د داعش پر خلاف  لازمه  مبارزه نکوي. هغوې  خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر  د داعش نه هم  استفاده کوي. یوه لنډه موده مخکې داسې اسناد او شواهد ترلاسه شول چې  وای پ جي ترهګرې ډلې د یو زیات شمیر داعشیانو په روزنه پیل کړی دی.

د استانبول د څلوراړخیزې سرمشریزه  بله مهمه  مسله  د ادلب  مسله ده. ترکیې د روسیې سره  د سوچي  د مطابقت  سره  په ادلب کې  د احتمالي  قتل عامونو مخه ونیوله.

د بله پلوه  څه موده مخکې په ادلب کې  د هیت التحریر الشام  تندلارې مخالفې ډلې  او د نورالدین زنګي  د غورځنګ د جنګیالیو ترمنځه  نښتې شوې وې.

سره ددې چې دې جګړې  د اوږدې مودې لپاره دوام ونکړ خو بیا يي هم  په سیمه کې  یو زیات شمیر حساسیتونه  ښکاره کړل.

د یادولو وړ ده چې په سوریه کې د سولې د راوستو په خاطر  د ادلب  اوربند دوام  ځانګړی اهمیت لري.   



اړوند خبرونه