د ترکیې د اجندا تحلیل

د ترکیې د اجندا تحلیل

1106452
د ترکیې د اجندا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د تیرې څه مودې راهیسې  په سر کې په فرانسه او وروسته په هالنډ او بلجیم کې  پراخه مظاهرې  پيل شوې وې. پداسې حال کې چې په هالنډ او فرانسه کې  د زیړوواسکټ لرونکو  مظاهرې  یو اندازه  کم رنګه وې خو په فرانسه کې بیا  په ډیره  لویه کچه  مظاهرې  وشوې. د ویلو ده چې  د فرانسې  پولیسو ۱۷۰۰ تنه مظاهره کوونکي نیولي  او د مظاهره کوونکو پر خلاف يي  د ډیر سخت چلند  نه کار اخیستی دی خو ددې سره سره  د نړۍ په مطبوعاتو کې لکه څرنګه چې لازم  دی هغه ډول انعکاس ندی ورکړی.

د ویلو ده چې د فرانسې  پدې مظاهرو کې  د پ ک ک ترهګرې ډلې  پلوي ډلو  او نورو وندالیزم ډلو  هم  برخه اخیستې وه.

همداشان  د فرانسې  ولسمشر امانویل ماکرون بیا  فرانسې خلکو ته په خطاب کې په وینا کې  د مظاهره کوونکو د قهر او غصې د سړولو په خاطر ډیرې مهمې څرګندونې  او په خپلو کمیو  اعتراف وکړ.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو تحقیقاتو د وقف یو تن محقق او لیکوال جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د فرانسې  امنیتي ځواکونو  په نوموړي هیواد کې  د مظاهره چیانو پر خلاف د داسې شدت  او سختې مداخلې نه کار واخیست  چې  د چاخبره  د فرانسې هر سړک د جګړې په ډګر  بدل شو.

همداشان  د پولیسو  د مداخلې او شدت په پایله کې په سلګونو تنه  مظاهره کوونکي  ټپيان شول.

د ویلو ده چې  د فرانسې  د امنیتي ځواکونو په منځ کې  د ملکي جامو لرونکو  پولیسو د مظاهره کوونکو د نیولو پر مهال  د ډیر سخت  شدت نه کار اخیستو . د فرانسې د پولیسو لخوا په مظاهره کوونکو  د پلاستیکي  مرمیو مخامخو  بریدونو، اوښکې بهونکو او ترخو ګازو نه  کار اخیستل  او د زریهدارو ګاډو سره مداخله  د هغوې پر خلاف    د کارول شوي  شدت  ښکاره  بیلګه ده.

خو  د فرانسې  د امنیتي ځواکونو  لخوا د مظاهره کوونکو پر خلاف  ترسره شوی دا ټول  شدت، د بشري حقونو نه  سرغړونو، د ډیموکراسۍ  او نړۍوالو حقوقو د خپو لاندې کولو سره سره د لویدیځې نړۍ  او اروپا  په مطبوعاتو کې  هیڅ  انعکاس  ندی موندلی.

د لویدیځ  او په ځانګړې توګه  د اروپا مطبوعاتو چې په تل  د نړۍ په نورو هیوادونو کې  پر مظاهره کوونکو هر ډول مداخله  په کلکو ټکو غندله، سخت غبرګون به يي ښودلو او د شدت  خبرونو ته به يي په خپلو لومړنیو  پاڼو کې  د ډیرو لویو لویو عنوانونو سره  ځای ورکولو  خو په فرانسه کې د پولیسو په شدت  او ناوړه  کړنو  د چا خبره  په کامله توګه  سترګې ړندې کړې   او غوږونه  ټپ کړي وو. د نوموړو  دا  ډول  د یو بام  او دوه  هوا  چلند  د ټولو دقت  جلب کړی وو.

د بله پلوه  زیړو واسکټ لرونکو مظاهرو ته  په کامله توګه  سوله ایزو مظاهرو ویل هم  ناممکنه خبره ده. د مظاهره چیانو ترمنځه  یو زیات شمیر ورانکاره او وندالیزمیانو ګډون  کړی وو.

د مظاهره کوونکو لخوا د موټرو او دوکانونو سوځولو ، دوکانونو او مغازو  لوټولو او بیت المال  مالونو ته  زیان رسولو په عملونو هم  سخت غبرګونونه پارولي دي.

همداشان د فرانسې په مظاهرو کې  دمظاهره چیانو لخوا  په دیوارونو شعارونه لیکل  او د ټولنیزې مډیا لارې  د پ ک ک ترهګرې ډلې سره  اوږه په اوږه حرکت کول  هم  ټولو ته دا وښودل  چې ددوې په منځ کې  ورانکاره  او ترهګرو ډلو پلویانو هم  کافي  لاس درلود. خو تر تولو مهمه خبره داده چې ایا  د فرانسې  حکومت به د نوموړو ورانکاره ډلو پر خلاف  څه ډول  غبرګون وښايي.

د بله پلوه   د زیړو واسکټ لرونکو مظاهره چیانو  استازي  د فرانسې د تلویزیون سره  په مرکه کې  په مظاهرو کې د بعضو کسانو لخوا د لوټمارۍ او ورانکارۍ  پړه  د ترهګرو په پلوي ډلو واچوله  او  دوې ته  د قانون په ړنا کې د سزا ورکولو غوښتنه وکړه. په اصل کې دا خبره  ډیره مهمه ده.

بله مهمه  خبره  د فرانسې د حکومت لخوا  په نوموړي هیواد  په  مظاهرو کې د بهرنیو هیوادونو  مداخله  په ګوته کول دي. فرانسې  د نوموړو مظاهرو تر شا د امریکا  او روسیې  لاس لرو ته اشاره وکړه.

په فرانسه کې مظاهرو ، ورانکارۍ او وندالیزم  نه وروسته  د نوموړي هیواد  ولسمشر  امانویل ماکرون ملت ته په خطاب په خپله وینا کې  هم  په مظاهره کوونکو او هم  په خپل ځان  نیوکې وکړې. هغه  په اصل کې د حکومت  په کمیو  اعتراف وکړ.

ماکرون  د مظاهره کوونکو  سره  د نوو ژمنو سره  د مظاهره چیانو د قهر او غصې  د سړولو هڅه وکړه.

د ویلو ده چې  په فرانسه کې  د ولسمشر امانویل ماکرون  محبوبیت او خلکو ملاتړ  په کافي توګه د لاسه ورکړی دی. د نظرسنجیو  له مخې  د فرانسې ولسمشر ماکرون  ملاتړ  ۲۶ سلنې ته راټیټ شوی دی.

د فرانسې ولسمشر  ملت ته په خطاب  کې  په خپله وینا او د مظاهره کوونکو سره  د ژمنو په ترڅ کې  په تنخواګانو کې د سل ایرو د افزودۍ  او هغه کسان چې تنخواګانې  لږ تر لږه ۲۰۰۰ ایرو او یا د ۲۰۰۰  ایرو نه هم ټیټې دي  د ځینو مالیو نه معافولو ژمنه وکړه.

همداشان هغه وویل چې  پدې ښه پوهیږي چې د وروستیو څرګندونو سره  يي د ټولو زړونه مات کړي دی. هغه پدې وینا کې  د فرانسې د خلکو او په ځانګړې توګه  د زړه د ترلاسه کولو  هڅه وکړه.

 

      



اړوند خبرونه