پدې خپرونه کې په نوي کال کې ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې  خطراتو او فرصتونو ته  لنډه کتنه کو

د ترکیې د اجندا تحلیل

1119175
پدې خپرونه کې په نوي کال کې ترکیې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې  خطراتو او فرصتونو ته  لنډه کتنه کو

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په تیرو دوو اونیو کې  داسې  پرمختګونه  رامنځته شول چې  په ۲۰۱۹ کال کې  د دواړو هیوادونو ترمنځه جدي خطراتو  او فرصتونو ته  اشاره کوي.

پدې حساسه نقطه کې  هم  د اس ۴۰۰ او اف ۳۵ الوتکو او هم  د سوریې په اړه  نوي پرمختګونه  په راتلونکي کال کې  د دواړو هیوادونو ترمنځه  اړیکې او همکاریو کچه  په لویه پيمانه  معلوموي.

د ویلو ده چې پدې وروستیو کلونو کې په دومداره توګه د ترکېې او امریکا ترمنځه په اړیکو کې  د لوړو او ژورو شاهدي کوو.

په ځانګړې توګه  پدې وروستیو څلورو کلونو کې  د وای پ جي ترهګرو د مسلې په ګډون  یو زیات شمیر مسلو اختلافاتو  ددې هیواد ترمنځه په اړیکو کې جدي بحرانونه رامنځته کړي وو . خو  پدې وروستیو دوو اونیو کې  بیا   رامنځته شوو پرمختګونو ددوې ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستې ده .

داسې ښکاري چې په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې او امریکا  ترمنځه د اړیکو  اساس  په لومړني پړاو کې  اس ۴۰۰ توغندي معلوم کړي. ځکه چې  امریکا  تل  د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم  د رانیولو سره  مخالفت کوي. امریکا  تیره اوونۍ  اعلان وکړ چې حاضر دي چې  په ترکیې  د اس ۴۰۰ توغندیو  بدیل  د پاتریوت  دفاعي توغندیو سیستم  وپلوري.

دا چې  د امریکا  د دفاع وزارت  څه ډول  پر ترکیې د پاتریوت  توغندیو  پلورلو ته غاړه کیښوده  دا خبره  البته چې ځینې پټ دلایل  لري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د امریکا لخوا د پاتریوت  توغندیو د سیستم  په اړه  د اعلان نه وروسته  وویل چې  د امریکا سره يي د نوموړي سیستم  په تخنیکي او مالي مسایلو په خبرو پيل کړی دی. خو  دا معلومه نده چې  د امریکا  دا پریکړه به د ترکیې لخوا د اس ۴۰۰ توغندیو د رانیولو په مسلې  د هغوې  توقعاتو ته  ځواب ووايي او که نه.

که چیرې امریکا  په ترکیې د پاتریوت  توغندیو د پلورولو په بدل کې  د روسیې نه د اس ۴۰۰ توغندیو  د نه اخیستو  شرط کیږي  دا خبره به  ددوې ترمنځه په اړیکو کې  ستونزو ته  لار اواره کړي.

د یادولو وړ ده چې  امریکا  متحده ایالتونو  ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله پنځم نسل  الوتکو د سپارولو چارې  چې ترکیه  ددې پروژې  شریک  هیواد دی او پيسې يي هم  وار د مخه ورکړي دي  د اس ۴۰۰ توغندیو  په بهانه  د ځنډولو پریکړه کړې وه.

که چیرې امریکا پدې اړه فشارونو ته دوام  ورکړي  کیدای شي چې دا مسله  ددې هیوادونو ترمنځه په اړیکو کې یو بل بحران ته  زمینه برابره کړي.

د بله پلوه  ترکیې ته  روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو  د رانیولو په خاطر  یو بل خطر هم  مخامخ دی. هغه  هم  د امریکا لخوا په هغه هیوادونو چې  د روسیې نه  دفاعي سیستمونه رانیسي  د بندیزونو لګول  دي.

که چیرې امریکا  دا پریکړه وکړي  دا به  د دواړو هیوادونو ترمنځه په ځانګړې توګه د دفاعي صنایعو په برخه کې اړیکو  ته  ډیره ستره ضربه  وارده کړي.

د اس ۴۰۰ توغندیو  په مسله کې  د ترکیې  د ټولو  هلو ځلو او څرګندونو سره سره  واشنګټن  د انقرې د ملي امنیت په برخه کې  اندیښنو  جدي توجه کول نه غواړي.

امریکا ترکېې ته د پاتریوت  توغندیو  د ورکولو د اعلان نه وروسته  دویم  مهم ګام اوچت کړ. امریکا د سوریې نه د خپلو ځواکونو  د ویستو  پریکړه اعلان کړه. سره ددې چې ددې مسلې نه ددینه مخکې هم  په کراتو یادونه شوې وه  خو  پداسې یو حساس وخت کې  د ټرمپ  لخوا د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د پریکړې اعلانولو د نړۍ سربیره په امریکا کې هم  جدي غبرګونونه پارولی دي.

د ولسمشر ټرمپ  لخوا د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د ویستو د پریکړې په غبرګون لومړی د نوموړي هیواد د دفاع وزیر جنرال متیس له دندې استعفا وکړه  او وروسته  بیا د داعش پر خلاف د مبارزې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي مک ګورک  له خپلې دندې استعفا وکړه.

د ټرمپ دې پریکړې په اصل کې د ترکیې او امریکا  ترمنځه په اړیکو کې  یوه نوې پاڼه پرانیسته او حتا یو زیات شمیر فرصتونه يي برابر کړل.

د ویلو ده چې  د داعش پر خلاف مبارزه به د امریکا  او ترکیې  ترمنځه د قوي همکاري  په چوکاټ کې  د سوریې نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته ترکیه په غاړه واخلي. دا مسله به  د ترکیې او امریکا ترمنځه  ډیرې مهمې همکارۍ ته هم  زمینه برابره کړي.

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر  د ترکېې د ولسمشر سره  د ټيلیفوني خبرو  او د سوریې نه د خپلو ځواکونو د ویستو د اعلان نه وروسته د ټولنیزې مډیا له لارې په خپرو کړو  پیغامونو کې  وویل چې  ددینه وروسته به په سوریه کې د داعش پاتې شوني ترکیه له منځه یوسي. هغه وویل چې دا به د ګډۍ همکارۍ په پایله کې وشي.

خو ځیني سیاسي شننونکي پدې اند دي که چیرې  امریکا پدې برخه کې  لازمه همکاري ونکړي او د ترکیې سره  ګډ حرکت ونکړي کیدای شي چې  ځینې د دواړو ترمنځه جدي اختلافات  هم  رامنځته شي.

همداشان  په سیمه کې  په فعاله توګه  د وسله والو ترهګرو ډلو  موجودیت چې د سیمې سوله او امنیت يي د جدي ګواښ سره  مخامخ کړی دی  په عینې وخت کې په یوې سیمه کې  موجودیت هم  کیدای شي چې ډیرې زیاتې ستونزې وزیږوي. د بیلګې په توګه د وای پ جي ترهګره ډله  د سوریې نه  د امریکايي ځواکونو د وتو د پریکړې نه  هیڅ خوښه نده. نوموړي  کیدای شي چې  د ترکیې او امریکا ترمنځه  د اړیکو د خرابولو او یا د همکارۍ او کوردینیشن  د لمنځه وړو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.

ددې ټولو خطراتو  سره سره هیلې او فرصتونه هم  شتون لري.   



اړوند خبرونه