د ترکیې د اجندا تحلیل

د ترکیې د اجندا تحلیل

1079781
د ترکیې د اجندا تحلیل

  ددې اونۍ په خپرونه کې  د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د وژل شوي  سعودي ژورنالست جمال قاشقچي  د جنایت په اړه  لنډ بحث کوو. لکه څرنګه چې پوهیږي  د جمال قاشقچي د جنایت مسلې  د تیرو دوو اونیو راهیسې  د ترکیې سربیره  د نړۍ د اجندا په سر کې ځای نیولی دی.

جمال قاشقچي  د اکتوبر په دویمه نیټه  د واده رسمي چارو په خاطر  په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ  ته د ننوتو سره  سم  تري تم شو. د قاشقچي  نامزادې خدیجه جنګیز په قونسلګرۍ کې  د نوموړي  د تري تم کیدو نه وروسته  د ترکیې مقاماتو ته  خبر ورکړ چې وروسته د هغه د موندولو په خاطر  ډیر پراخه  تحقیقات  او پلټنې پیل شوې .

د قاشقچي  مسله  چې د نړۍ د مطبوعاتو لخوا  د ډیر نږدې نه  تعقیبیږي  ترکي مقاماتو  د نوموړې  پیښې په اړه  ترلاسه کیدونکي  ټول  معلومات ، اسناد او شواهد وخت په وخت  د نړۍ سره  شریک کړل. دې مسلې  د قاشقچي په اړه  سعودي عربستان  چې  د هغه  د وژلو په اړه هر ډول  ادعاګانې  ردولې  اعتراف ته  مجبور کړ.

سعودي عربستان کې  د نوموړې پيښې په پیل کې په ټینګار سره ویل چې  جمال قاشقچي د قونسلګرۍ  د ودانۍ نه  وتلی  دی  خو پدې اړه يي  د هر ډول  اسنادو او معلوماتو د ورکولو نه ډډه کوله.

سعودي عربستان  چې د نوموړي جنایت په خاطر  ۱۵ کسیز د جنایت ټیم  د ګرځندویانو په جامه کې  ترکیې ته راغلی وو دا جنایت  ترسره کړ . وروسته د سعودي عربستان حکومت  قاشقچي د جنایت  په تړاو  د نوموړو ۱۵ تنو سربیره  د قونسلګرۍ ۳ تنه نور غړي  هم  ونیول.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د نوموړې مسلې په  اړه د  سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. وروسته  سعودي عربستان اعلان وکړ چې  قاشقچي  د قونسلګرۍ په منځ کې د فزیکي  شخړې په پایله کې  ژوند د لاسه ورکړی دی.

ترکیې  د سعودي عربستان لخوا  نړۍ په سترګو کې د خاورو اچولو په خاطر   د قاشقچي  په جامه او څیره کې  یو بل تن  د قونسلګرۍ  د ودانۍ نه د ویستو  د فلم  او حقیقت په داګه کولو سره  دا خبره معلومه شوه چې دا یو پلان شوی  جنایت وو.

سعودي عربستان  په پيل کې  د نوموړي جنایت نه  انکار وکړ.

خو  د قاشقچي د نامزادې  خدیجه جنګیز لخوا  د قونسلګرۍ په مخکې  د قاشقچي په انتظار کې د ماښامه پورې  پاتې کیدل  او وروسته  د قونسلګرۍ د امنیتي ځواکونو لخوا د هغه د ګواښلونو او راټولو شوو استخباراتو  پدې ټول  ډیر ښه پوه شول چې  دا یو پلان شوی  جنایت  دی.

سره ددې چې  سعودي عربستان په ټینګار سره  د قاشقچي د وژنې  ادعاګانې ردولې خو د ترکیې  لخوا  د نوموړي بهیر  د په ډیره ښه توګه  اداره کولو  او د نړۍ سره  وخت په وخت  د هر ډول معلوماتو شریکولو سعودي عربستان  په شا ګام اوچتولو ته  مجبور کړ.

سعودي عربستان لومړی  ډیرې زیاتې سناریو ګانې  رامنځته کړې  خو  د ترکیې او نړۍوالې ټولنې فشارونو ددوې پلانونه یو یو  شنډ کړل. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړي جنایت په اړه په خپله وینا کې وویل چې  دا د مخکې نه پلان شوی یو جنایت  دی.

د جنایت نه مخکې  په استانبول کې  د سعودي عربستان یو تن چارواکی  ریاض تللی  او هلته يي  دا پلان جوړ کړی دی. د پلان نه وروسته  ۱۵ کسیزه  ډله  استانبول  ته راغله  او د یالاوا  او بلګراد  په ځنګلونو کې  هم  کشف  وکړ. په راغلو دې ۱۵ تنو کې  د سعودي عربستان د عدلي طب  د متخصصینو نه نیولې تر استخباراتو او پولیسو پورې شتون درلود. ترکیې د سعودي عربستان  ټول رازونه  یو یو افشا کړ.

د یادولو وړ ده چې په سعودي عربستان چې په کومه اندازه  فشارونه  ډیریږي  په همدې اندازه يي  د جنایت په  اړه  په  بیاناتو کې  توپیر رامنځته کیږي. سعودي عربستان حکومت  غواړي چې  ددې بهیر نه  پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز  بهر کړي  او مسئولیت  د هغه د غاړې نه  لرې کړي.

ترکیه هم  پدې خبره  ډیره ښه پوهیږي. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپله وینا کې  محمد بن سلمان يي  جلا کړ او هغه ته يي د محمد بن سلمان پرته  یوه لاره  پرانیسته.

د ویلو ده چې  د قاشقچي  د جنایت نه مخکې  د سعودي عربستان  بعضو سرچینو ویلي وو چې  ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان  قاشقچي  په یو شخصي  هدف بدل کړی وو. هغه ددینه وړاندې هم  د قاشقچي  د خولې د ټپولو په خاطر  ځینې  اقدامات ترسره کړي وو.

د ویلو ده چې  د سعودي عربستان د استخباراتو مشر  د جمال قاشقچي سره په لیدنه کې  هغه ته  عربستان ته  د ستنیدو په خاطر  د قناعت ورکولو هڅه وکړه.

د یادولو وړ ده چې  ترکیې  نوموړی بهیر  په ډیر ستراتیژیک ډول  سره  اداره کړ  او پر سعودي عربستان يي نړۍوال فشارونه  راوپارول.

پداسې حال کې چې  د امریکا  سپینې ماڼۍ  پدې مسئله کې په ځانګړې توګه  د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ژغورلو  هڅه کوي خو  د امریکا د سنا  دریځ  او د ترکیې په لاس کې  موجودو  اسنادو او شواهدو  د سعودي د ولیعهد شهزاده  لپاره  د تیښتې ساحه  محدوده کړې ده .

د یادولو وړ ده چې  د قاشقچي په پیښه کې د ترکیې لخوا د سلمان بن عبدالعزیز  بهر نیول او د سپینې ماڼۍ لخوا هم  پدې خبرې اعتراف کول او پخپله  د ټرمپ لخوا د محمد بن سلمان  له دندې نه د لرې کولو په اړه  اشارې  د سعودي د ولیعهد شهزاده لپاره په کومه اندازه د کړۍ د تنګیدو  ښکارندويي کوي.

ټرمپ  ویلي وو  که د قاشقچي د جنایت په اړه  راټول شوو ټولو دلایلو او شواهدو نه دا ښکاره ده چې پدې مسله کې  ملک سلمان بن عبدالعزیز  لاس نلري. ددې مسلې مسئول  محمد بن سلمان  دی. که چیرې  ددې مسلې په اړه  څوک  له دندې ګوښه کیږي هغه محمد بن سلمان دی.

د ویلو ده چې  په راتلوونکي  د ترکیې لخوا ددې جنایت په اړه د نوو شواهدو ترلاسه کول  او یا هم  موجودو شواهد چې تر اوسه پورې  د نړۍوالې ټولنې سره ندي شریک کړي شریکول  کیدای شي چې محمد بن سلمان  د لا زیات خطر سره مخامخ کړي.

د همدې امله ویلی وو چې  د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان چې خپل واک او قدرت د خپل پلار او بهرنیو ځواکونو نه  ترلاسه کړی وو داسې ښکاري چې هم  د خپل پلار او هم  د بهرنیو طاقتونو  پر وړانډې خپل اعتبار د لاسه ورکړی وي.

 



اړوند خبرونه