ترکیې  د میلیونونو  تنو سوري کډوال ژوند  وژغوره.

ترکیې  د میلیونونو  تنو سوري کډوال ژوند  وژغوره.

1064624
ترکیې  د میلیونونو  تنو سوري کډوال ژوند  وژغوره.

 

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  د روسیې د سوچي  په ښار کې د دوه په دوه  لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

دواړو مشرانو پدې خبري غونډه کې وویل چې ادلب سیمې د خلع سلاح  کولو او امن  سیمې د جوړولو  پر سر يي هوکړه وکړه. پدې اړه په مطابقت ورسیدل.

همداشان ددې غونډې نه  لږ وروسته  د روسیې  د دفاع وزارت د یو بیان په خپرولو سره  په ادلب کې  د پوځي عملیاتو د نه ترسره کولو او یا درولو نه خبر ورکړ.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو  محقق او لیکوال  جان اجون د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده چې  ترکیې  د ادلب په اړه  د مطابقت  سره  ډیر لوی بری  او لاسته راوړنه ترلاسه کړه. د ولسمشر رجب طیب اردوغان  عظیمې ارادې پدې وروستیو کې  د ادلب په اړه  نه سترې کیدونکو هلو ځلو او په تهران کې  د اوربند په اړه  ټینګار ټولې نړۍ ته  دا خبره  په اثبات ورسوله چې  ترکیه په سیمه کې یواځې او یواځې سوله غواړي. همداشان ترکیې د مذاکرات د میز سربیره په ساحه کې هم  خپلې اغیزې وښودې.

پدې وروستیو کې  د ترکیې وسله والو ځواکونو  د سوریې د ادلب په سیمه کې  ډیرې مهمې نقطې جوړې کړي دي. ترکیې  د ادلب ښار  ته  د څار ۱۲ نقطو ته  لا زیات ټانکونه، زغروالې موټرې او مهمات  واستول. په سیمه کې خپل پوځي  موجودیت  لا تحکیم کړ. ترکیې  په سیمه کې لا زیات پوځیان  ځای په خای کړل.

ترکیې  پدې ډول  خپل قوي اراده  روسیې، ایران ، د اسد رژیم  او شیعه ملیشو ته  وښوده.

د ویلو ده چې  د یو پلو نه د ترکیې نه ستړې کیدونکو ډیپلوماتیکو  هلو ځلو  او د بل پلوه  په سیمه کې  پوځي اقداماتو  بالاخره  نتیجه  ورکړه.

د ویلو ده چې  روسیې  د سوچي  په ښار کې  په واقعیت سره  په شا ګام اوچت کړ. دا ځکه  چې  د اسد رژیم  د روسیې او ایران په مرسته  په ادلب کې  ډیر  ستر عملیات پلان کړي وو.

اسد رژیم  پداسې حال کې  په ادلب  د قوي پوځي عملیاتو هوډ  درلود  چې په ځانګړې توګه  د جسرالشغور او شمالي حما  په سیمه  قوي هوايي بمبارۍ پیل کړې وې. همداشان  د ایران  او شیعه ملیشو  په مرسته يي  د جګړې  کرښو ته  وسلو  ستر اکمالات  پيل کړي وو.

اسد رژیم  په سیمه  باندې  ډیر زیات  فشارونه  وارد کړي وو. د روسیې  لخوا  د داسې  سترو عملیاتو  مخنیوی  اسانه کار ندی. همداشان د داسو  سترو پوځي عملیاتو مخنیوی  هم  د ترکیې  د ملي امنیت او هم  د سوریې  د راتلوونکي  او سولې  لپاره  ځانګړی  اهمیت  لري.

تر ټولو مهم  بیا  د ترکیې  د نه سټړې کیدونکو هلو ځلو سره  د درې نیم میلیونو تنو سوري وګړو ژوند  وژغورل شو. په ادلب کې د احتمالي  قتل عام  مخنیوی  وشو. ترکیې  او نورو هیوادونو  ته  د کډوالو  د سترې څپې مخه ونیول شوه.

د ویلو ده چې  د ادلب  د مسلې په اړه  ددې ستر بري له امله  باید  په سر کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، وسله وال پوځ  او ملي استخباراتو ادارو نه  مننه وکړو.

ځکه چې د ادلب  مسلې د چا خبره د ټولې نړۍ نه خوب  تښتولی وو. دې مسلې  ټوله نړۍ اندیښمنه کړې وه. ترکیې  دا اندیښنې  له منځه  یوړې.

د ویلو ده چې  د روسېې سره  د شوي  مطابقت  په اساس  د ادلب  د سیمې د خلع سلاح کولو  او امن سیمې جوړولو  په خاطر  باید  دواړه خواوې  د سیمې نه تندلارې  ډلې  او درندې وسلې  بهر کړي.

پدې مسله کې  روسیه  او ترکیه  ډیر لوی مسئولیتونه په غاړه لري. پداسې حال کې چې  روسیه  باید په سیمه کې میشت  شیعه ملیشو ته  قناعت ورکړي ترکیه هم  مجبوره ده  چې  د هیت الشام التحریر په څیر  ډلو ته  قناعت ورکړي او د سیمې نه يي په شا کړي.

روسیه  او ترکیه  به په ګډه  د ۱۵ نه  تر ۲۰ کیلومترو  په اوږوالي سره  سیمه  د امن په سیمې بدله کړي. همداشان ددې سیمې امنیت به  ترکیه او روسیه په ګډه  ټینګ کړي.

همداشان ترکیه او روسیه  د استانه  د تفاهم  په چوکاټ کې په ادلب کې  جوړې کړې  د څار  نقطې  لا پسې  قوي کوي او سیمه به د بې پیلوټه الوتکو  په واسطه  د ۲۴ ساعتونو لپاره  د څار لاندې ونیسي.

د ویلو ده چې  ددې تفاهم  په چوکاټ کې به  د سوریې رژیم  او سوري مخالفین  د امن د سیمې نه خپلې ټولې درندې وسلې  وباسي .

همداشان  ددې تفاهم  په چوکاټ کې به  د ام ۴ او ام پنځه  لویې لارې  کنټرول هم ترکیه او روسیه په غاړه واخلي  او لارې به  د سوداګرۍ په خاطر  پرانیستې وساتل شي. د ویلو ده چې د ام ۴  او ام  ۵ لویې لارې   د لازقیه، دمشق او حلب ښارونه د یو بل سره نخلوي او دا لویې لارې د سوریې د اقتصادي  ودې په خاطر هم  ځانګړی اهمیت لري.

همداشان  د ترکیې  او روسیې ترمنځه  د سولې دا مطابقت  د ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې هم  ډیرې زیاتې مثبتې اغیزې کوي.

ځکه چې  د پ ک ک ترهګره ډله  او څانګې غواړي چې د ادلب  د عملیاتو نه په استفادې سره  په عفرین  ښار فشارونه وارد کړي. ددې مطابقت سره  د پ ک ک ترهګرې ډلې او د متفقینو  پلان يي په سیند کې لاهو شو.

د بله پلوه  داسې ښکاري چې  د ادلب د مسلې د حلیدو سره  سم  به ترکیه  د پ ک ک او د هغوې د څانګو پر خلاف  لا مهم  ګامونه اوچت کړي. ددوې پر خلاف مبارزې چوکاټ کې به لا پراخه کړي.

 



اړوند خبرونه