د سوریې بې رحمه جګړه

څه باندې  ۷ کاله کیږي  چې  په سوریه کې  کورنۍ جګړه  د ټولې بې رحمۍ  سره  دوام لري.

1047598
د سوریې بې رحمه جګړه

 

ټوله نړۍ  د سوریې  په   ادلیب ښار  د اسد د رژیم  او روسیې د بریدونو په اړه  چې  د استانه  د سولې په مذاکراتو کې  د امن د ۴ سیمو نه  د یوې په توګه ټاکل شوې وه  په اړه  بحث کوي.

ټوله نړۍ په ډیرې سړې سینې سره  ددې بریدونو سره به  څو میلیونه تنه  انسانان نورو هیوادونو ته کډه شي، ایا د اسد رژیم به د ادلیب په ښار د بریدونو په ترڅ کې  د کیمیايي  وسلو نه کار واخلي او که نه  په اړه  بثحونه کوي.

ټوله نړۍ  لکه  د یوې ډرامې یا فلم  ننداره چې کوي په ډیرې بې غمۍ  او سړې سینې سره  د ادلیب  ننداره کوي. نړۍ  پدې بې وجدانۍ  او بې رحمۍ  سترګې پټې کړي  او غوږونه يي ټپ کړي دي.

د ترکیې د انقرې د ییلدرم بایزید پوهنتون د سیاسي علومو د فاکولتې  رئیس پروفیسور ډاکټر قدرت بلبل د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.

د ویلو ده چې  د استانه د بهیر ټولې خواوې  ترکیې، ایران او روسیې  تیره  اونۍ  د ایران په پلازمینه تهران کې  غونډه وکړه. پدې غونډه کې  د ادلیب  او د په عموم ډول د ټولې سوریې په راتلوونکي خبرې وشوې.

د تهران  غونډه  په اصل کې  لویدیځ نړۍ  د سوریې په اړه  پرته  ددې نه چې د لرې نه ننداره وکړي، نړۍوالې ټولنه او سازمانونه  چوپتیا غوره کړي، د سوریې د مظلومو او بې ګناه انسانانو د قتل عامونو د مخنیوي په خاطر یواځې ترکیه  هلې ځلې کوي  ښکاره  بیلګه  وه. دې غونډې  ټولو ته  دا ښکاره کړه چې ترکیه  د سوریې په مسله کې یواځې ځان پاتې او په یواځې  د قتل عامونو د مخنیوي په خاطر  ټپیږي.

همداشان د ترکیې او روسیې  د اجازې او خبر نه پرته  د ایران لخوا  د تهران د درې اړخیزه  سرمشریزه  په ژوندۍ بڼه  خپرولو  سره  دا حقیقت  په اصل کې ټولو نړۍ ته په ډاګه شو.

دا پیښه  د پرانیستي پاتې شوي مایکروفون په څیر وه. د نوموړې مسلې  اصلي څیره يي ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه. له بده مرغه چې پدې سرمشریزه کې  د روسیې او ایران د مشرانو نه  د سوریې د مظلومو  خلکو د درد او وژنو  په اړه د اندیښنې ډکه یوه جمله او کلمه هم  چا وانوریده.

یواځې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څو ځله  د اوربند نه یادونه وکړه. هغه وویل چې ترکیه نن ورځ  د څه باندې  څلورنیمو میلیونو کډوالو چې ډیری  سوري وګړي دي کوربه توب کوي.

دا هم  یو حقیقت  دی چې ترکیې هم  د نورې نړۍ په څیر  خپلې دروازې د سوري کدوالو پر مخ  تړلې شوې . د یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو په څیر  چې  څو زره تنه  کډوال يي  دروازو ته  ودریدل  انسانیت، بشریت، مساوات، بشري حقونه، ازادي  او ټول ارزښتونه يي هیر کړل  او د کډوالو پر مخ يي دروازې وتړلې  ددوې په شان  د کډوالو پر مخ دروازې تړلې شوې. خو داسې يي ونکړل.

داسې کولای نشو. ځکه چې ترکیه   تاریخي، وجداني، انساني  مسئولیتونو احساس  لري. د ترکیې وجدان  ترکیې ته  د اروپا په څیر د چلند کولو  اجازه نه ورکوي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ په سوریه کې  د کورنۍ جګړې د پيل نه ۷ کاله تیریږي. د سوریې په جګړه کې هیڅډول کوم تغیر ندی راغلی.

روسیه  په سوریه کې  د خپلو پوځي  هډو سره  په مدیترانه کې د لا قوي کیدو، د لویدیځۍ نړۍ د خپلو پولو نه  لکه د کریمیا، ګرجستان  او اوکراین په څیر  د هیوادونو نه د لا لرې کولو  په خاطر  د اسد د رژیم  ترڅنګ  ځای ونیو  او د مخالفینو پر خلاف يي په جګړې پیل کړی دی.

ایران بیا د خپلو مذهبي  سیاستونو د خپرولو په خاطر  په سیمه کې  د اسد د رژیم  پلوي کوي.

د ویلو ده چې د ایران د پارلمان وکیل  او دیني مشر ایت الله علي خامنه يي ته نږدې  کس  علي رضا زکايي  یوه څه موده مخکې وویل چې د منځني ختیځ  درې مهم عرب هیوادونه  د ایران تر کنټرول لاندې  دي. د ایران په لاس کې دي. دا هیوادونه  د ایران اسلامي انقلاب ته وفاداره دي.

هغه وویل چې  صنعا  د ایران  په اسلامي انقلاب کې  برخه اخیستوونکی  د عربي هیوادونو  څلورمه پلازمینه ده. دا چې  د لبنان، عراق، سوریې او یمن  پلازمینې  په څه اندازه  د ایران تر کنټرول لاندې دې پدې مونږ  نه پوهیږو  خو په یوې خبره  ډیر ښه پوهیږو  چې  پدې هیوادونو کې د روانو  وینو  او وژنو  مسئولیت  د ایران په غاړه دی. دا هیوادونه  د روانو جګړو  یواځنی مسئول  ایران  بولي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د عراق په دویم  لوی ښار  بصره کې  چې  ډیری اوسیدونکي  شیعه ګان  دي  د حکومت  او ایران په مقابل کې  مظاهرو  پیلیدل  او د مظاهره کوونکو لخوا د ایران  د قونسلګرۍ سوځول  ددې خبرې  ښکاره بیلګه ده. همداشان  پداسې حال کې چې  د سوریې ، عراق او یا نورو هیوادونو کډوال که شیعه هم  وي  د نړۍ تر ټولو  لرې پرتو هیوادونو  پورې ځانونه رسوي  خو  ایران چې د هغوې  ګاونډي  دی  یو کډوال هم  ورته  نه تللی  او نه ورته ځي. دا ځکه چې سوري کډوال په ایران کې  د ګاونډیتوب، انساني ارزښتونو  ته د درناوي  او  لږ تر لږه  انسان ته د درناوي په لاره کې هیڅډول  امید نه ویني.

همداشان  د سوریې د جګړې  د پردې ترشا تر ټولو مهم او کلیدي هیواد  اسراییلو دولت  دی. اسراییلو دولت په سیمه کې د خپلو رقیبانو  د ضعیفولو په خاطر  تر خپل وس او توانه پورې د سیمه ایزو جګړې د غځولو هڅه کوي. اسراییل د پردې شاته  یو داسې  سیاست  روان کړی دی چې  څوک  پرې  بوی هم  نه وړي.

دا اسراییلو دا سیاست  د لوی اسراییلو د دولت  چې غواړي  د ترکیې تر سویل ختیځو پولو پورې  صهیونستان  ځای په ځای کړي او د سیاستونو  یوه پارچه ده.

د سوریې د جګړې  د اصلي سببونو نه یو هم  د اسراییلو  سیاستونه دي. که د سوریې مسلې ته  دقت وکړو  امریکا هم  د اسراییلو  د سیاستونو له مخې  په سوریه کې  حرکت  کوي. د اسراییلود سیاستونو په مطابق  حرکت کوي.

پداسې حال کې چې  امریکا  د داعش ترهګرې ډلې  تهدید  تر ډیرې  اندازې له منځه وړی وو خو بیا يی هم  د پ ک ک او پ وای ډي ترهګرې ډلې ته  ډیرې  زیاتې وسلې او مهمات  ورکړل. دا ترهګر يی په ډیرو  زیاتو مدرنو او پرمختللو وسلو سمبال کړل. مرستو ته  اوس هم  دوام  ورکوي.

ایران وايی چې دا مرستې  د داعش پر خلاف د مبارزې  او ایران  د نفوذ  د مخنیوي په خاطر  کوي. خو ددې مرستو اصلي هدف د ترکیې پارچه کولو او ویشلو ته زمینه برابرول دیږ

امریکا  غواړي چې  د ترکیې  سویلي برخې  پولو کې  د سر نه تر پایه  ټول  دا ترهګر  ځای په ځای کړي. ایا دا څه ډول کیږي  چې  ددې مرستو هدف  د ایران د نفوذ مخنیوي وي؟

په اصل کې د امریکا  دا  کار  د اسراییلو د ستر پلان عملي کولو ته  زمینه برابرول  دي.

همداشان لکه څرنګه چې پوهیږي  په اروپا کې پدې وروستیو کې افراطي  ښي اړخي  د هرې ورځې په تیریدو سره  لا زیات  قدرتمن کیږي.

د هغوې  یواځنی  درد د څلور پنځو تنو سوري کډوالو  مخنیوی  دی. پس  د دا ډول  هیوادونو نه  د سوریې په اړه  د یو هر اړخیز پلان او سیاستونو  د جوړولو او دریځ تمه کول ناسمه خبره ده .

تر کومه چې  امریکا  په سوریه کې د اسراییلو  لخوا د جوړ شوو سیاستونو د عملي کولو د مسلې نه لاس وانخلي، اروپا  د تشو  ژمنو  او وعدو نه عملي اقداماتو ته تیره نشي  په سوریه کې د روسیې او ایران په ملاتړ د اسد د رژیم  د بریدونو مخنیوی  ناممکنه خبره ده.

نن ورځ  اروپا او امریکا ته  د سوري وګړو قتل عامونه  او یا هم  ګاونډیو هیوادونو ته  کډوالي  د ذرې په اندازه  اهمیت نلري.

له بده مرغه چې نن ورځ  په سوریه کې د ټولې نړۍ د سترګو پر وړاندې قتل عامونه او قومي ساختارونو کې بدلون  رامنځته کیږي. د سوریې د نفوس ساختار  ته تغیر ورکول کیږي.

د اسد رژیم  او د هغوې  پلویان، اروپايي او غربي هیوادونه هر یو  د خپل وس او توانه پورې  پدې هیواد بمونه وروي  او د ترهګرۍ په بهانه پکې  خپل اس ځغلوي.

نن ورځ  په سوریه کې د همدې بمونو  له امله  په میلیونونو تنه انسانان ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي دي. همداشان  پاتې په میلیونونو ته هم  کډوالۍ ته  مجبور کیږي. ایا  دا څرنګه کیدای شي چې د یوې سیمې  ټول  په میلیونونو ته  ترهګر شي؟ خو  دلته  اصلي هدف  د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نده، اصلي هدف  د سیمې د ساختار بدلول دي.

د سوریې د ننۍ جګړې  اصلي بدل  نه  جګړه کوونکي  او نه هم  اروپا یا امریکا  ورکوي  یواځنې  هیواد  چې بدل ورکوي هغه ترکیه ده.

د سوریې دا جګړه نوره باید پایته ورسول شي. دا جګړه باید پایته ورسیږي چې د دې هیواد  د جنګ ځپلو خلکو په ټپونو  د مرحم  پټۍ ولګول شي. دا جګړه ځپلي او کنډواله شوي هیواد  د بیارغونې په خاطر  ګامونه اوچت شي.

ایا  نړۍ  د ایلان  ماشوم  په څیر  په سمندرونو کې  ډوب شوو ماشومانو په کیسو  اوریدولو مړه شوې نده. ایا څومره به ددې ډول مرګونو  ننداره کوو.

د ویلو ده چې د بشریت په تاریخ کې  تر ننه پورې ډیر زیات ظالمان راغلي او تیر شوي دي.

ایدي امین، ستالین، پول پوټ، هیټلر، مسولوني، ایوان، او څومره  نور.

خو  په تاریخ کې  هیڅ ظلم  تل پاتې ندی  . وخت وي او که نا وخت  بری  د مظلوم  په برخه  دی.

دا ظالمان  به هم  لکه څرنګه  چې راغلي دي په همدې شان  بیرته  ورک  شي. د هرې تورتم  شپې پسې  رڼا  او ورځ  راځي.



اړوند خبرونه