د NSU دعوا  او په اروپا کې  اسلام فوبیا او توکمپالي:

د NSU دعوا  او په اروپا کې  اسلام فوبیا او توکمپالي:

1024137
د NSU دعوا  او په اروپا کې  اسلام فوبیا او توکمپالي:

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  په جرمني کې  د NSU   یا د سوسیالستو ملي مخفي ترهګري سازمان دعوا  او د محاکمې بهیر  پنځه کاله مخکې سرته رسیدلی دی خو  اوس هم  ددې دعوا او محاکمې په اړه  ځینې شک او شپهې  دوام لري.

د ادعاګانو له مخې  پر ځای ددې چې  په  جرمني کې  حکومت  او  ځینې برخو ددې افراطي  ترهګري سازمان نه  درس اخیستی وی  پدې هیواد کې  د هرې ورځې په تیریدو سره  افراطیت ، اسلام دښمني او اسلام فوبیا  کچه مخ په لوړیدو  ده.

په جرمني کې  د ۸ تنو ترکانو په ګډون د لسو تنو په وژلو، د بانکونو په لوټولو  او بمي بریدونو باندې  تورن  د ملي سوسیالست  مخفي  ترهګریز سازمان  دعوا  پایته ورسیده.

د جرمني د مونیخ ایالت سترې محکمې  پدې دعوا کې چې د پنځو کلونو راهیسې دوام درلود  اصلي  مجرم  بیاتا شیپا  سربیره د یاد شوي ترهګري سازمان سره  مرسته کوونکي ۴ تنه نور محاکمه کړل.

محکمې  بیاتاشیپا  په ټول عمر  بند  او پاتې څلور تنه  نور په مختلفو جزاګانو محکوم کړل.

د ترکیې د سیاست، اقتصاد او ټولنیزو څیړونو ټولنې  لیکوال او محقق  جان اجون  د مسلې به اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړم.  

د امریکا  څارنوالي  او امنیتي ارګانونه  وايي  چې د NSU ترهګری سازمان  د درو تنو ته  متشکل  دی.

د یادولو وړ ده چې  د ۲۰۱۱ کال د نوامبر په میاشت کې ددې ترهګري سازمان  دوه نور غړي  اوي بنهارد او اوي موندلوس  د یو بانک  د لوټولو نه وروسته  په پټ شوي  یو موټر کې  مړه  وموندل شول. همداشان  ددې کسانو  دا ډول  مرک هم  ډیرې زیاتې شپهې  پارولې وې. همداشان  امنیتي ځواکونو  ددې کسان مرګ  انتحار  په توګه اعلان کړ او وویل چې  ځانوژنه يي کړې ده .

د بله پلوه  د یاد شوي ترهګري سازمان  مشر بیاتا شیپا  د هغه  کور چې  ددې ترهګرې ډلې  د غړیو لخوا  ترینه د مرکز په توګه کار اخیستل کیده  د سوځولو نه وروسته پولیسو ته ځان  تسلیم  کړ.

همداشان  دا چې  دې  ترهګر  ددې کور د سوځولو نه وروسته ځان تسلیم کړ او د جرمني د اساسي قانون د حفاظت د تشکیلاتو سره يي اړیکې په ډاګه شوې  دې خبرې  شک او شپهې لا پسې  ډیرې کړې.

د ویلو ده چې  د جرمني  د کورنیو استخباراتو ادارې  چې د اساسي قانون د حفاظت د ادارې په توګه هم  یادیږي  د نوموړي ترهګریز سازمان اړون  د ۱۳۰ دوسیو له منځه وړو  شپک او شپهې لا پسې ډیرې کړې.

داسې ښکاري چې دې ادارې  ددې ترهګري سازمان  د رازونو  د پټولو په خاطر  ټول دلایل او شواهد  له منځه وي وو.

دوې دا ضمانت کړی وو  چې  دا رازونه باید  پت  وساتل شي. د بله پلوه  پدې دعوا کې دخیل  د مدافع وکیلان پدې باور  دي چې دا ترهګری سازمان  یواځې د دریو تنو نه  نه بلکې  ډیر لوی تشکیل  لري.

سره ددې چې  د NSU  دعوا  پایته رسیدلې  خو تر اوسه پورې د جرمني  استخباراتو او امنیتي ارګانونو   د اصلي پوښتنې ځواب  ندی موندلی.

چې ایا ددې ترهګرې ډلې  لخوا د ترسره شوو  دې جنایتونو تر شا  د چا لاس  دی؟ دوې دا جنایتونه  د چا په اشاره او غوښتنه کړي دي؟

د جرمني استخباراتو  او امنیتي ارګانونو  د نوموړو جنایتونو په اړه په تحقیقاتو کې  لومړی  د هغوې په خپلو کورنیو شک کړی وو  . پولیسو او امنیتي ارګانونو  هغه احتمال چې دا یو توکمپاله  برید  دی  په کامله توګه رد کړی وو.

د جرمني مطبوعاتو  بیا  د یاد شوي  ترهګریز سازمان د افشا کیدو نه مخکې  دې جنایتونو ته  د دونر یا څرخیدونکو جنایتونو  نوم  ورکړی وو.

دا چې  د جرمني امنیتي او استخباراتي ارګانونو  د نوموړو جنایتونو په اړه په تحقیقاتو کې د توکمپالۍ  په مسلې هیڅ غور نه وو کړی  او پدې اړه يي ډیره زیاته بې تفاوتي  ښکاره کړې وه  دې ترهګري سازمان  په ډیر ارام  زړه ورته جنایتونو ته دوام ورکولو.

دې ترهګري سازمان  د څلو کلونو په دننه کې  د ۸ تنو ترکانو په ګډون  جمعآ  ۱۰ تنه  وژلي دي.

د ویلو ده چې په جرمني کې  د یاد شوي ترهګري سازمان  د دعوا  د پایته رسیدو  نه وروسته  پدې هیواد کې توکمپالۍ  او اسلام فوبیا  کچه  لا پسې  لوړه شوه. د بیلګې په توګه  د جرمني  د AFD ګوند  چې تر ټولو سخت توکمپاله  او افراطي  ګوند  دی  په ټولټاکنو کې  ډیر زیات  پرمختګ وکړ  او دویم  لوی  ګوند  موقف ته اوچت شو.

همداشان ددې سره  سم  په جرمني کې توکمپالني  او اسلام فوبیا  کچه هم  حد سویې ته رسیدلې ده .

سره ددې چې پدې هیواد کې د اوږدو کلونو راهیسې  د بهرنیانو سره  دښمنۍ، اسلام فوبیا  او تبعیض  شتون درلود  چې  د AFD  د ګوند  د پرمختګ  سره  توکمپالي عامه  شوه.

د ویلو  ده چې  ددې مسلې  یواځنی  لامل  د AFD د ګوند  پرمختګ  ندی  بلکې ددې سره  سم  د جرمني د حکومت تر ټولو  ستر شریک  د مسیحیانو سوسیالست ګوند هم  د AFD ګوند ته  ورته  دریځ  غوره کړی  او په اجراعاتو کې  اسلام دښمنۍ او تبعیض  له ورا ښکاري.

د ویلو ده چې په جرمني کې د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته  د لومړي ځل لپاره توکمپالنه، تبعیض ، اسلام دښمني او اسلام فوبیا  دې کچې ته  رسیږي. دا لومړی ځل دی چې د جرمني خلک  افراطي  ډلو ته رای ورکوي  او هغوې واک ته رسوي. دا بیا په جرمني کې د ژورو تغیراتو او بدلونونو د راتلو ښکارندويي کوي.

په جرمني کې  د بدلون  بله ښکاره  بیلګه  ددې هیواد د فوټبال ملي لوبډله ده. لکه څرنګه چې پوهیږي جرمني په ۲۰۱۴ کال کې د فوټبال په نړۍوال جام کې  اتلولي خپله کړه. د جرمني  لوبډلې  دا  ستر  بری  په اصل کې  د توکمپالنې  او تبعیض نه د لرو سیاستونو د غوره کولو  له امله  ترلاسه کړی وو.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ  د جرمني د فوټبال په ملي لوبډله کې  د مسعود اوزیل، ایلکای ګون دوغان، سامي خضیدره، لوکاس پودولوسکي  ، ژیرومي  او بواتینګ  په څیر  لوبغاړو چې  په خټه  د جرمني نه ول  لوبه کوله  او خولې  بهولې. خو له بده  مرغه چې د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې ته هم  د توکمپالۍ  مرض  ورسید.

لومړی  د AFD د ګوند  مشر ویلي وو چې نه غواړي د ملت بویاتنګ  ګاوندی شي.

ددینه وروسته د مسعود اوزیل  او ایلکای ګون دوغان په اړه  د تبعیض نه ډکې  څرګندونې او سپکاوی  پیل شو.

د مسعود اوزیل  او ایلکای  ګون دوغان  ګناه  داوه چې په انګلستان کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  یو ځای عسکونه اخیستي وو.

د بله پلوه   د جرمني ملي لوبډلې  د  ۲۰۱۸ کال  د نړۍوال جام په سیالیو کې ښه ونه ځلیده  او د لوبو نه خارج شوه  چې  خبرې پړه هم  په مسعود اوزیل واچول شوه.

مسعود اوزیل  د جرمني خلکو د تبعیض  او سپکاوي په غبرګون کې  د فوټبال د ملي لوبډلې نه  استعفا ورکړه.

 



اړوند خبرونه