بيت المقدس: نن او سبا

د يو روايت له مخې د ۱۹۱۷م كال د دسمبر د مياشتې په ۱۱مه نېټه كله چې انګرېز جنرال آلنباى د بيت المقدس ښار له عثمانيانو نيولو نو ويې ويل چې صليبې جګړه نوره پاى ته رسېدلې ده.

866010
بيت المقدس: نن او سبا

 

دا هغه څرګندونې دي چې د مسلمانانو لپاره ترې د وينو بوى راځي. پوره ۱۰۰ كاله وروسته دا ځل په منځني ختيځ كې چې سياسي، اقتصادي او ټولنيز حالات ټوټې ټوټې شوي دي او هره ورځ په كې لسګونه كسان وژل كيږي، د بحران پدې ورځو شپو كې د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د ښار د په رسميت پېژندلو سره نوى او خطرناك پړاو پيل شو. دا پدې معنى ده چې ټرمپ داسې اتومي بم چې تر اوسه نه دى چاودېدلى، د منځني ختيځ  په زړه كې كېښود. داسې بم چې هره لحظه يې د چاودېدلو امكان شته دى.

راځئ د ټرمپ ددې غير مسئولانه تر شا نورو عواملو ته لږ نظره واچوو. د ټرمپ پرېكړه د انګرېزانو لخوا د ۱۹۱۷م ميلادي كال د نوامبر د مياشتې په ۱۱نېټه يعنې پوره سل كاله وروسته شوې ده. ددې ترڅنګ د بالفور اعلاميه چې يهودانو ته يې د فلسطين په خاوره كې د دولت جوړولو اجازه وركړه، د ۱۹۱۷م ميلادي كال د نوامبر په ۲مه نېټه خپره شوه. يعنې ددې اعلاميې نه هم پوره ۱۰۰ كاله وروسته دا پرېكړه شوې. بل مهم تاريخ په ۱۹۶۷م ميلادي كال كې د اسراييلو او عربي هېوادونو ترمېنځ د ( شپږ ورځني) جنګ ۵۰مه كليزه هم څو ورځې وړاندې ولمانځل شوه. آيا ستاسې په اند د ټرمپ لخوا ددې پرېكړې د كولو نېټه په تصادفي ډول انتخاب شوې ده؟  كه چېرې فكر كوئ چې ټرمپ دومره هوښيار هم نه دى چې د تاريخي پېښو په نظر كې نيولو سره په سمبوليك ډول د بيت المقدس مسئله رابرسېره كړي. نو بيا څه وشول چې امريكا په ناڅاپي توګه داسې پرېكړه وكړه؟ ددې ځواب د منځني ختيځ د سيمې په سياست او سياسي اتفاقونو كې نغښتى دى.

بايد يادونه وكړو چې ټرمپ د ولسمشرۍ د ټاكنو د كمپاينونو پرمهال وعده كړې وه چې بيت المقدس به د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه پېژني. خو د پورتنۍ پوښتنې ځواب بايد لږ نور هم وڅېړل شي.

د عربي پسرلي بهير ونشو كولاى چې په منځني ختيځ كې د سولې او ديموكراسۍ پر لور ژور بدلون پيل كړي. ددې پر ځاى يې په منځني ختيځ كې نورو ټولنيزو، سياسي او اقتصادي ستونزو ته لار پرانيستله. د عربي پسرلي بهير هغه كړكېچونه هم رابرسيره كړل چې پخوا د سيمي د نظامونو لخوا پرې خاورې اړول شوې وې. د سيمې د مذهبي او اتنيكي جوړښت په نظر كې نيولو سره ټولو ډلو كوښښ وكړ له دې كړكېچه په ګټې پورته كولو سره د ځان لپاره يوه لوېشت خاوره خپله كړي. د امريكايي ولسمشر لخوا بيت المقدس په اړه دا پرېكړه دومره خطرناكه ده چې اوسنى كړكېچن حالت به نور هم پسې كړكېچن كړي. ټرمپ هم لكه د عراق په شمال كې د مسعود برزاني لخوا د خپلواكۍ د ټولپوښتنې په څېر سياسي ريسك واخيست. ترمپ اوسمهال د ټولې اسلامي او عربي نړۍ د لاسه وركولو د خطر سره مخامخ دى.

د امريكا كانګرس په ۱۹۹۵م كال كې پرېكړه كړې وه چې په اسراييلو كې د خپل سفارت ودانۍ د تل ابيب له ښاره د بيت المقدس ښار ته انتقال كړي. امريكايي ولسمشرانو په منځني ختيځ كې د حالاتو په نظر كې نيولو سره دا پرېكړه په هرو شپږو مياشتو كې يو ځل ځنډوله. اوس پوښتنه دلته ده چې د ۲۲ كلونو ځنډ نه وروسته ولې ټرمپ نن دا پرېكړه ومنله؟

د امريكا لخوا په سوريې او عراق كې او په ټوليزه توګه په ټول منځني ختيځ كې د ستراتيژيكو خطاګانو سره سره اوس يې د بيت المقدس د مسئلې سره  يوه بله تاريخي خطا هم ور اضافه كړه.  په سيمه كې د ترهګرۍ او راډيكاليزم سره د مبارزې تر نامه لاندې د پيل شوو جګړو په پايله كې په يادو هېوادونو كې دولتي سيسمونه ونړول شول. په سيمه كې د امريكا سرسختو رقيبانو روسيې او ايران ددې تشې نه په ګټې پورته كولو سره وكولاى شول چې د عراق او سوريې په ګډون په لبنان او يمن كې هم خپله نفوذ د بل هر وخت په پرتله لا زيات كړي. په تېره بيا ايران د داعش سره د مبارزې په بهانه په سوريه او عراق كې پوره نفوذ ترلاسه كړ. وروسته يې د حزب الله په واسطه په لبنان او د حوثيانو په واسطه په يمن كې هم نفوذ وكړ. ايران وكولاى شول چې د يمن او بحرين له لارې د خليج هېوادونه چې د امريكا متفقين دي، محاصره كړي.

امريكا د يو بل پلوه خپل بل نږدې متفق تركيه د سوريې د سياستونو له امله له لاسه وركړه. د پې كا كا/ پي واى ډي او د فتح الله ګولن د ترهګرو ډلو په څېر جوړښتونه چې د تركيې ملي امنيت ته لوى ګواښ رامنځته كوي، د امريكا د مستقيم او غير مستقيم ملاتړ نه برخمن دي. تركيه هم مجبوره شوه چې د خپل ملي امنيت لپاره ګواښمن عناصر د روسيې او ايران سره په ګډه له منځه يوسي. پدې بهير كې د خليج په سيمه كې د قطر هېواد هم يادولى شو. ځكه چې دا هېواد هم د سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو د فشار له امله يواځې پاتې شوى او د نوو اتفاقونو د موندلو په لټه كې دى.

په سيمه كې د امريكا د ناسمو سياستونو په پايله كې د ايران، تركيې، روسيې او قطر له هېوادونو نوى بلاك جوړ شوى دى. ددې بلاك په مقابل كې د سعودي عربستان د ځوان وليعهد محمد بن سلمان په مشرۍ د مصر، متحده عربي آماراتو او اسراييلو نه جوړ بل بلاك هم رامنځته شوى دى. د سعودي عربستان – اسراييلو ترمېنځ پدې وروستيو كې نږدېوالى هم د خپل سرسخت رقيب ايران له امله دى. ځكه د دوى په اند ايارن سعودي عربستان او اسراييلو دواړو ته ګواښ دى.

محمد بن سلمان د لبنان لومړى وزير سعد حريري په رياض كې د يوې ليدنې پرمهال استعفا كولو ته اړ ويست. همدې سلمان بيا د فلسطين د دولت مشر محمود عباس هم رياض ته ور وغوښت او پر نوموړي يې فشار راوست تر څو د اسراييلو سره د سولې تړون لاسليك كړي.  ددې احتمالي تړون له مخې د فلسطين د دولت پلازمېنه به د ختيځ بيت المقدس پر ځاى ددې ښار په سوېل كې د ابو ديس په نامه يو كوچنى ښارګوټى وي. يعنې محمد بن سلمان محمود عباس ته ويلي دي چې د بيت المقدس ښار بايد نور له خپل ذهنه وويستل شي. داسې اټكل هم كيږي چې د مصر د سينا له ټاپوزمې نه لږه خاوره فلسطين ته وركړل شي. پدې ډول به مصر هم ددې لانجې يوه برخه شي. په مصر كې د كودتاچي رژيم مشر عبدالفتاح السيسي چې پخوا هم خپل دوه مهم ټاپوګان سعودي عربستان ته بښلي وو، اوس دې ته راضي شوى چې د سينا له ټاپوزمې يوه برخه فلسطين ته وركړي. پدې ډول به په هېواد كې دننه خپل سياسي موقف پياوړى او له سعوديانو به مالي مرستې ترلاسه كړي.

ددې ټولو سره سره به اوسنى اتفاق ډېر باثباته پاتې نشي. كه چېرې په مصر او سعودي عربستان كې عام وګړي د لاريونونو له لارې پر خپلو حكومتونو فشار راوړي چې څو د بيت المقدس په اړه په خپلو سياستونو كې بدلونونه راوړي نو دا به د سيمې لپاره نوى ناورين دي.

خلاصه تر هغه چې په بيت المقدس كې سوله نه وي، په منځني ختيځ كې سوله نشته دى.



اړوند خبرونه