د ناټو مشكوك اتفاق

د ناټو سازمان ته له يوې بلې زاويې كتنه

856236
د ناټو مشكوك اتفاق

 

د شمالي اتلانتيك د تړون سازمان يا ناټو په اصل كې د دويمې نړيوالې جګړې نه سمدستي وروسته د پخواني شوروي اتحاد په مقابل كې لوېديځو هېوادونو ته د كمونيزم د خپرېدلو د مخنيوي په موخه تاسيس شوى دى. دا سازمان د وخت د شوروي اتحاد د استعماري سياست د مخنيوي په موخه د ۱۹۴۹م كال د اپرېل د مياشتې په ۴مه نېټه د انګلستان، امريكا، بلجيم، فرانسې، هالنډ، ايټاليا، آيسلند، ډنمارك، لوګزامبورګ، ناورې، پرتګال او كاناډا د هېوادونو لخوا تاسيس شوى دى. تركيې هم په ۱۹۵۲م كال كې ددې سازمان غړيتوب ترلاسه كړ. ددې سازمان اساسي موخه  د غړو هېوادونو پر وړاندې له بهره د نظامي بريدونو مخنيوى دى. سربېره پر دې د غړو هېوادونو ترمېنځ د اقتصادي – سياسي مطابقت او متقابلې همكارۍ لپاره د زمينې برابرول دي. ناټو چې د همدې موخې لپاره تاسيس شوى وو، په ۱۹۹۱م كال كې د پخواني شوروي اتحاد د ړنګېدلو نه وروسته يې شتوالى او مشروعيت د بحث وړ وګرځېد. 

خو په ۱۹۹۰م كال كې د عراق لخوا پر كوېټ باندې د نظامي يرغل سره سم په سيمه كې د ترهګرۍ د يوې نوې څپې د پيل لپاره اشاره وه. د همدې امله دا جګړه د ناټو د شتوالي لپاره يو مهم دليل وګرځېد. سربېره پر دې په همدې كال كې په ايټاليا كې د ناټو اړوند يوې غير قانوني وسله والې ډلې شتوالى هم تثبيت شو. د ايټاليا د وخت لومړي وزير ګيوليو اندريوتي د ۱۹۹۰م كال د اكتوبر د مياشتې په ۲۴مه نېټه په رسمي توګه اعلان وكړ چې د ګلاديو په نامه غير قانوني ډله په هېواد كې فعاليت كوي.

دا غير قانوني ډلې چې تشكيلات يې د ځانګړو ځواكونو تشكيلاتو ته ورته دي، د وخت د ختيځ بلاك د هېوادونو لخوا د لوېديځې اروپا او يا هم د ناټو د غړي هېواد په كورنيو چارو كې د مداخلې او يا هم د مخامخ يرغل په صورت كې په چريكې جګړې باندې لاس پورې كوي. دا تشكيلات د دښمن د لمنځه وړلو، استخباراتو د راټولو، د اړيكو او لوژيستيكي تاسيساتو د تخريبولو او د ستراتيژيكو هدفونو د لمنځه وړلو په موخه د چريكي بريدونو د كولو په برخه كې روزل شوي وو.

د ګلاديو كلمه په لاتيني ژبه كې تورې ته وايي. دا تشكيلات چې ځانله يې ګلاديو ويل، په ۱۹۵۲م كال كې  `سټې بيهاينډ` په نامه د امريكا او انګلستان د چريكي ډلې لخوا جوړ شوي وو. دې تشكيلاتو ته پېسې او نور امكانات د امريكا د مركزي استخباراتو د ادارې سي آى اېې لخوا وركول كېدلې. دې تشكيلاتو د ۱۹۵۶م كال راهيسې د امريكا د دولت سره په ګډه همكارۍ د جاسوسۍ او چريكي جګړو په برخه كې فعاليت ته دوام وركوي.

په ايټاليا كې د ګلاديو د ډلې د رسوا كېدلو نه وروسته د ناټو په غړو هېوادونو كې دې ته ورته چريكي او جاسوسي تشكيلاتو د شتوالي په اړه بحثونه هم رابرسېره شول. په هر يو غړي هېواد كې د دې ډول غير قانوني تشكيلاتو د شتوالي په اړه د بحثونو د را برسېره كېدلو سره د ناټو مشروعيت يو ځل بيا تر پوښتنې لاندې راغى. جالبه خو لا دا ده چې د ناټو د مشروعيت په اړه چې كله پوښتنې را برسېره شي نو د نړۍ په يو ګوډ كې حالات ترينګلي دي. مثلا د ۱۹۹۰يمو كلونو په اوږدو كې د يوګوسلاويا كورنۍ جګړه پيل شوه چې په وحشيانه ډول په كې لسګونه زره كسان ووژل شول. حتى د بالكان په سيمه كې د نسل وژنې پېښې هم ثبت شوې. ناټو يو ځل بيا ددې جګړې د مخنيوي په موخه د جګړې عملي مېدان ته ودانګل.

تر دې وروسته په افغانستان او عراق باندې د امريكا د نظامي بريدونو سره يو ځل بيا ناټو ځانګړى اهميت پيدا كړ.  پدې ډول د ناټو د سازمان غير قانوني فعاليتونو په اړه په خبرونو او دوسيو باندې پردې وغوړول شوې. ددې سره سره يو ځل بيا په ۲۰۱۶م كال كې په تركيه كې د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې لخوا د خونړۍ كودتا اقدام وشو.

تركي ولس د خپل مشر رجب طيب اردوغان د غوښتنې پر اساس د كودتا په شپه لارو او كوڅو ته را ووتل او اجازه يې ونكړه چې كودتاچيان بريالي شي. كودتاچي لوړپوړي جنرالان د كودتا تر ناكامېدلو وروسته په لوېديځ كې د ناټو غړو هېوادونو ته په تېښته بريالي شول. حتى د تركيې په استازيتوب د ناټو په سازمان كې په دندې بوخت تركي جنرالان بېرته په همدې هېوادونو كې د پناه اخيستلو غوښتنه وكړه. ددې افسرانو يوه زياته برخه د تركيې د وسله وال پوځ لخوا له دندې ګوښه شوي وو، خو ددې سره سره يې د ناټو په سازمان كې تر يوې مودې پورې خپلې دندې ته دوام وركړ.

ځيني مشكوك كسان چې د تركيې د پوليسو لخوا پرې د كودتاچيانو تور لګول شوى و، د ناټو په غونډو كې ګډون ته دوام وركړ.  حتى د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې دې غړو تر دې وړاندې د ناټو د پرسونل په توګه دنده اجرا كوله.

د ۲۰۱۶م كال د جولاى د مياشتې په ۱۵مه نېته په تركيه كې د نظامي كودتا د اقدام د ناكامېدلو نه وروسته په لوېديځ اتفاق كې ځينو هېوادونو د تركيې له دولته او ملته حقيقي ملاتړ ونكړ.  حتى همدې هېوادونو كودتاچي افسرانو ته د خپلو هېوادونو دروازې پرانيستې وساتلې او هغوى ته يې پناه وركړه.

۱ – ۴ تنه تركي افسرانو چې د تركيې په استازيتوب د ناټو په سازمان كې دنده اجرا كوله، د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا د ناكامېدلو نه وروسته يې د ناورې هېواد ته پناه يوړه چې بيا وروسته ددې هېواد لخوا يې پناه غوښتنه ومنل شوه.

۲ – د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې يو بل غړى پخوانى جګړن احمد اردوغان چې تر كودتا وړاندې يې د جعلي دلايلو د تاييد دنده درلودله، اوسمهال په انګلستان كې ددې هېواد د نيكولسن ۱۵ په نامه په نظامي بلاكونو كې ژوند كوي.

۳ – تورنجنرال ذكي مصطفى اوغورلو چې په ناكامې كودتا كې يې برخه اخيستې وه او په امريكا كې د متفقو ځواكونو په قوماندانۍ كې يې دنده ترسره كوله، تر كودتا وروسته يې هم په همدې اداره كې په دنده بوخت پاتى شوى دى. وروسته د سياسي فشارونو له امله يې په امريكا كې پناه واخيستله.

۴ – تر كودتا وړاندې د تركيې د وسله وال پوځ د ځپلو په موخه د فتح الله ګولن د ترهګرې ډلې د سازمان اړوندو څارنوالانو د جعلي دلايلو پر اساس دعوا وكړه. ددې جعلي دلايلو  غير قانوني تاييد بيا د تركيې د علمي او ټيكنالوژيكي څېړنو د امنيتي چارو د مركز مدير خيرالدين بخشي پر غاړه درلود. دا شخص اوسمهال د كودتا په تور د پوليسو لخوا لټول كيږي خو د ناټو په غړي هېواد استونيا كې يې ددې سازمان د سايبري امنيت په مانورونو كې كډون وكړ.

۵ -  د جولاى د ۱۵مې نېټې د كودتا په تور له دندې شړل شوي ۵ تنه لوړپوړي تركي افسران په بلجيم كې د ناټو په قرارګاه كې پراته وو. وروسته ورته د همدې هېواد لخوا پناه وركړل شوه.

دې ته ورته دلايلو ته په كتلو سره آيا اوس ددې وخت نه دى راغلى چې د ناټو پر اتفاق باندې شك وكړو؟

 



اړوند خبرونه