د داعش په نامه لوبه!

پدې وروستيو ورځو كې د انګلستان د خبري ارګان بي بي سي د يو ټلوېزيوني كانال لخوا هغه اسناد او شواهد خپاره شول چې له مخې يې د امريكا او داعش ترمېنځ اړيكې څېړلې وې.

851381
د داعش په نامه لوبه!

 

د اوږدې مودې راهيسې د تركيې په ګډون د يو شمېر نورو ختيځو هېوادونو سياسي پوهانو پدې ټينګار كولو چې د داعش ترهګره ډله په سيمه كې ريښې نه لري او له بهره اداره كيږي. په لوېديځ كې مېډيا هېڅكله پدې باور ونكړ. حتى ددې كسانو ترمېنځ زموږ نږدې خبريالان ملګري هم پدې باور لري چې داعش يو سيمه ايز فكتور دى.

دا خبريالان ملګري چې د اوږدې مودې راهيسې سره پېژنو د نړۍ په يو زيات شمېر سيمو كې مو د رسنيو د استازو په توګه ګډ كار هم كړى دى. د بېلګې په ډول د يوګوسلاويا د ټوټې ټوټې كېدو نه وروسته د بالكان په سيمه كې د روانو كورنيو جګړو، د رواندا په ګډون د افريقا او منځني ختيځ په يو زيات شمېر هېوادونو كې مو د خپلو اړوندو خبري رسنيو لپاره په ګډه كار كړى دى. ددې ملګرو سره مو د جګړې په سيمه كې د بمونو د وېرې سره سره په ويجاړو شوو ودانيو كې شپې سبا كړي او حتى د يو تن د ټپي كېدلو په صورت كې مو نورو ملګرو د څو ورځو مزل سره په شا باندې روغتون ته رسولي دي. همدا خبريالان ملګري اوس هم پدې باور نه لري چې داعش يوه نړيوال پروژه ده او په سيمه كې ټولنيزې ريښې نه لري.

د داعش په اړه د را برسېره شوي حقيقت باندې د اوږدې مودې راهيسې د دوى لخوا سترګې پټې شوې او يا لږ تر لږه دوى ونشو كولاى چې په خپلو رسنيزو ارګانونو كې دا حقيقت نورو ته هم وښايي. 

تېر كال په امريكا كې د ولسمشرۍ د مقام لپاره د جمهوري غوښتونكو د ګوند نوماند او اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د سيالۍ د كمپاين پر مهال د ټويټر له لارې ليكلي وو چې `` داعش اوباما رامنځته كړ.`` كه څه هم دا ټويټ په لنډه موده كې بېرته پاك شو خو په لوېديځ كې زموږ هم مسلكو خبريالانو ته يې ددې جرئت وركړ تر څو د داعش او لوېديځو ځواكونو ترمېنځ د اړيكو د څرنګوالي په اړه څېړنې پيل كړي.

د بله پلوه راځئ د امريكا په مشرۍ د داعش د ترهګرې ډلې پر وړاندې د جوړ شوي نړيوال ايتلاف كارنامو ته لږه پاملرنه وكړو.

د ايتلاف د غړو هېوادونو لخوا پر داعش باندې د ۱۱۸۵ ورځو په اوږدو كې ۲۸۱۸۱ ځله بمبار شوى دى. پدې بمبار كې د ايتلافي ځواكونو لخوا د وژل شوو داعشيانو شمېره بيا يواځې ۵۰۰۰ تنه ده. دا په داسې حال كې ده چې د هر بمبار پر مهال په ټوليزه توګه  ۱۰۲ زره او ۲۸ دانې بمونه غورځول شوي دي.

پورتنۍ شمېرې په يواځې ځان د داعش په نامه د سياسي لوبې اصلي څېره موږه څرګندوي. دا په داسې حال كې ده چې د امريكا په مشرۍ د ايتلافي ځواكونو اړوند پلي ځواكونه چې سيمې ته تللي دي، تر اوسه پورې يې دقيقه شمېره معلومه نه ده. خو د پي واى ډي ترهګره ډله چې د امريكا اصلي متفق بلل كيږي په سيمه كې ۱۰۰ زره مجهز سرتيري لري. دا هم د روانې لوبې يو مهم فكتور بلل كېدلى شي.

پدې وروستيو ورځو كې د انګلستان د خبري ارګان بي بي سي د يو ټلوېزيوني كانال لخوا هغه اسناد او شواهد خپاره شول چې له مخې يې د امريكا او داعش ترمېنځ اړيكې څېړلې وې. په عادي حالت كې بايد ددې ډول اسنادو د افشا كېدلو له امله په ټوله نړۍ او په ځانګړي توګه په اروپا كې چې لسګونه هېوادوال يې د داعش د ترهګرې ډلې په بريدونو كې له لاسه وركړي دي، پراخه غبرګون را پارېدلى واى.  خو تر اوسه پورې د هېچا له خولې غږ نه پورته كيږي.

 د تركيې جمهوريت چې د داعش پر وړاندې د مبارزې په ډګر كې د پورتنيو شمېرو يواځې ۱ سلنه امكانات كارولي دي.  ددې سره سره يې د ۲ مياشتو په اوږدو كې د تركيې د وسله وال پوځ د ۳۰۰ كسيزې كوماندو ډلې په واسطه د داعش ترهګرې ډلې ته لوى زيان واړولو. تركيې وكولاى شول چې خپل سرحدونه په ټوليزه توګه له دې ډلې پاك كړي. يواځې پدې عملياتو كې د تركيې د وسله وال پوځ لخوا ۷۰۰۰ داعشيان له منځه يوړل شول. دا پداسې حال كې ده چې د نړيوال ايتلاف لخوا يې هوايي ملاتړ هم نه دى شوى.  تركيې چې د لږو نظامي امكاناتو سره يواځې په ۲ مياشتو كې داعش ته دومره زيان رسولى دى، امريكا او نورو هېوادونو ولې په ۴ كلونو كې ددې ډلې ريښه وچه نكړه. دا په داسې حال كې ده چې څه باندې ۱۰۲ زره بمونه او توغندي يې هم پرې اورولي دي. آيا ستاسې په اند دا ډول ناكامي امكان لري؟  او كه دوى قصداً نه غواړي چې داعش له منځه يوسي.

اوسمهال پدې اړه كره شواهد هم شته دى. تركيه، روسيه، انګلستان، ايران او سوريه بايد په ګډه د قضا نړيوال سيستم ته مراجعه وكړ. ځكه چې د داسې ترهګرې ډلې سره ټوله نړۍ يې په وينو ككړه كړې ده، يو هېواد اړيكې لري. دا شك او يا حقيقت بايد د قضا د نړيوال سيستم لخوا وڅېړل شي تر څو په حقوقي ډګر كې ثابت شي.

كه چېرې داسې ونشي نو يو ځل بيا به په نړيوال غير عادلانه نظام باندې د خلكو باور له منځه لاړ شي.

د فتح الله ګولن  نړيواله ترهګره ډله هم تر داعش كمه نه ده. دې  ډلې دوه درې كاله وړاندې پر تركيې تور لګولى و چې ګويا د داعش د ترهګرې ډلې سره مرسته كوي. حتى د تركيې لخوا په سوريه كې جنګځپلو معصومو انسانانو سره پر لېږل شوې بشري مرستې باندې دا شك پيدا شوى و چې ګويا دوى د ترهګرو سره مرسته كوي. دې خبر د لوېديځ په ټوله مېډيا كې پراخه ځاى ونيولو. لوېديځو دولتونو ددې افترا اصلي معمارانو ته چې د تركيې د جمهوريت قوانين يې تر پښو لاندې كړي او پر دولت يې تور لګولى و، خپلې دروازې پرانيستلې. ځينو خو يې حتى دوى ته پاسپورټونه هم وركړل او د ولسمشر په سطحه يې ترې هركلى وكړ.

اوس پوښتنه دلته ده چې زموږ د انګليسي خبريالانو ملګرو لخوا د امريكا – داعش ترمېنځ د اړيكو د رسوا كېدلو سره سر ولې لوېديځ مشران پدې خبره چوپه خوله دي؟ ددې پوښتنې ځواب به تاريخ وركړي.


پيوندونه: #داعش , #امريكا , #ايتلاف

اړوند خبرونه