په منځنۍ آسيا كې د داعش ګواښ

داعش د ۲۰۱۷م كال د پيل راهيسې تر اوسه پورې د تركيې په ګډون د منځني ختيځ او يورېشيا د سيمې په هېوادونو كې د بې شمېره بريدونو سره د كال د اجندا په سر كې ځاى موندلى دى

840489
په منځنۍ آسيا كې د داعش ګواښ

 

 

داعش د ۲۰۱۷م كال د پيل راهيسې تر اوسه پورې د تركيې په ګډون د منځني ختيځ او يورېشيا د سيمې په هېوادونو كې د بې شمېره بريدونو سره د كال د اجندا په سر كې ځاى موندلى دى. پدې موده كې د منځني ختيځ تر څنګ د منځنۍ آسيا په هېوادونو كې هم د داعش د هر اړخيز ګواښ په اړه بحثونه كيږي.

د ۲۰۱۷م كال په لومړۍ شپه په استانبول كې د داعش د ترهګرې ډلې لخوا د رينا په نامه  پر يو نايټ كلب باندې خونړى بريد وشو چې په پايله كې ۳۹ تنه ووژل شول. ددې بريد سره سم په منځني ختيځ كې د داعش د ګواښ په اړه نوي بحثونه را وپارېدل.

نن هم په منځني ختيځ او منځنۍ آسيا كې د داعش د شتوالي د لاملونو او پايلو په اړه پراخه سياسي بحثونه روان دي. د بحث اصلي موضوع دا ده چې آيا داعش د منځني ختيځ له سيمې نه د منځنۍ آسيا سيمې ته انتقاليږي؟

كه څه هم په منځني ختيځ كې د داعش د ترهګرې ډلې قومي جوړښت ته كه پاملرنه وشي نو دا جوړښت پېچلى دى. خو ددې سره سره اصلي بحث پدې ډله د ترك توكمه غړو پر سر روان دى. په همدې اساس داسې ادعا كيږي چې منځنۍ آسيا به د داعش د ترهګرې ډلې د نوي په مركز په توګه را څرګند شي. اوس پوښتنه دلته ده چې آيا دا ادعا ريښتيا ده او كه يواځې د سياسي خواو د ګټو په موخه د يوې ايډيولوژيكي آلې په توګه ترې كار اخيستل كيږي.

د داعش لخوا د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې تر بريدونو وروسته د بريدګر د هويت او تابعيت په اړه پوښتنې ډېرې كيږي. ددې د اصلي علت د وړاندې كولو نه مخكې بايد هغه راپور ته نظر وكړو چې د انګلستان د تيلګراف د ورځپاڼې لخوا په ۲۰۱۶م كال كې د داعش په ترهګره ډله كې د يو شمېر هېوادونو د هېوادوالو د شمېرو په اړه خپور شوى دى.

ددې راپور له مخې د داعش په ترهګره ډله كې د تونس له هېواده ۶۵۰۰، د سعودي عربستان نه ۲۵۰۰، له روسيې ۲۴۰۰، له اردنه ۲۲۵۰، له تركيې ۲۱۰۰ ، له فرانسې ۱۷۰۰، له مراكشه ۱۳۵۰، له لبنانه ۹۰۰، له مصره ۸۰۰ او له جرمني ۷۶۰ كسانو ګډون كړى دى.

په همدې اساس  د يو بل راپور له مخې چې په ۲۰۱۵م كال كې خپور شوى دى د هېوادونو د د نفوسو په كچه د داعشي اورپكو شمېرې ځاى لري. په لاندنيو شمېرو كې د اړوندو هېوادونو د نفوسو د هر يو ميليون كسانو په كچه د داعشي ترهګرو شمېره څرګنده شوې ده.

مثلن د اردن په هېواد كې د هر يو ميليون اردنيانو نه ۳۱۵ يې داعشيان دي. په تونس كې دا شمېره په يو ميليون كې ۲۸۰ ده. په سعودي عربستان كې ۱۰۷، په بوسنيا كې ۹۲، په كوسووا كې ۸۳، په تركمنستان كې ۷۲، په البانيا كې ۴۶، په بلجيم كې ۴۶، په ازبكستان كې ۳۳، په سويس كې ۳۲، په فلسطين كې ۲۸، په ډنمارك كې ۲۷، په تاجكستان كې ۲۴، په فرانسه كې ۱۸، په اتريش كې ۱۷،په هالنډ كې ۱۵، په فنلنډ كې ۱۳، په روسيه كې ۱۲، په قزاقستان كې ۸، په تركيه كې ۶ او په قېرغېزستان كې د نفوسو د هر يو ميليون نه ۵ تنه يې داعشيان دي.

كه چېرې پورتينو شمېرو ته په دقيقه توګه پاملرنه وكړو نو دا څرګنديږي چې د داعش د ترهګرې ډلې په ليكو كې د منځنۍ آسيا د هېوادونو د هېوادوالو شمېره د نړۍ د نورو هېوادونو د هېوادوالو په كچه ډېره ټيټه ده. مثلاً د داعش په ليكو كې د اردن او يا تونس او يا هم د بالكان په سيمه كې د بوسنيا او البانيا د هېوادونو د هېوادوالو شمېره ډېره لوړه ده.

دا په داسې حال كې ده چې نړيوالې رسنۍ او د سيمې ځواكونه تل هڅه كوي چې په منځنۍ آسيا كې د داعش د خطر په اړه له مبالغې ډك راپورنه خپاره كړي. ددې مبالغې تر شا ايډيولوژيك لاملونه پراته دي چې ځيني يې په دې ډول دي:

د منځنۍ آسيا د هېوادونو دولتي سيستمونه تر ډېره حده ديموكراتيك نه دي. د همدې امله مشران يې د خپل قدرت د بقا په خاطر د داعش د شتوالي په اړه مبالغه كوي تر څو د راډيكال اسلام او ترهګرۍ سره د مبارزې په بهانه خپل مشروعيت حفظ كړي. دا كار يواځې رژيمونه نه كوي بلكې د امريكا، روسيې او چين په څېر نړيوال زبرځواكونه هم د خپلو ګټو په موخه په ورته پروپاګند لاس پورې كوي. د بېلګې په ډول روسيه ددې پروپاګند اصلي سرچينه ده. ځكه په منځنۍ آسيا كې د امنيت د ساتونكي هېواد په توګه د لا زيات رول د ترلاسه كولو هيله لري.

په پاى كې كه چېرې پوښتنه وشي چې  آيا په منځنۍ آسيا كې د داعش د ترهګرې ډلې د پراختيا خطر شته دى؟ نو زموږ ځواب هم مثبت دى. خو كه چېرې داسې پوښتنه وشي چې آيا په منځنۍ آسيا كې د داعش خطر دومره دى چې د نړيوالې مېډيا لخوا ورته د مبالغې ډګ پروپاګند كيږي؟ زموږ ځواب منفي دي.

په منځنۍ آسيا كې د داعش پر وړاندې تر ټولو لويه ايډيولوژيكه مبارزه په سيمه كې د د حنفي صوفي مذهب خاوندان كوي.

 



اړوند خبرونه