د ترکیې له نظره منځنی ختیځ
پدې خپرونه کې د سپټمبر په ۲۵ مه عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د خپلواکۍ په بهانه د ترسره شوي غیرې قانوني او نامشروع ټولپوښتنې او د نړۍ او عراق مرکزي حکومت غبرګونونو ته لنډه کتنه کوو.
پدې خپرونه کې د سپټمبر په ۲۵ مه عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د خپلواکۍ په بهانه د ترسره شوي غیرې قانوني او نامشروع ټولپوښتنې او د نړۍ او عراق مرکزي حکومت غبرګونونو ته لنډه کتنه کوو.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ د عراق مرکزي حکومت د ټولپوښتنې نه سمدلاسه وروسته د کوردانو د فدارالي ادارې نه د ټولپوښتنې د لغوه کولو غوښتنه وکړه. د کوردانو ادارې د عراق په ټولو خبرداریو غوږونه ټپ کړي وو ترڅو عراق مرکزي حکومت د پوځي ګام اوچتولو ته مجبور شو.
د ترکیې د اتاترک پوهنتون د نړۍوالو اړیکو د څانګې محقق ډاکټر جمیل دوغاچ ایپک د مسلې په اړه ارزونې کړي چې ستاسې پام ورته رااړوم.
وقفه
د عراق مرکزي حکومت د کوردانو د فدرالي ادارې لخوا د خپلواکۍ په بهانه د ترسره کړې نامشروع ټولپوښتنې نه وروسته لومړی د نوموړی ټولپوښتنې د لغوه کولو په خاطر خبرداری ورکړ او وروسته يي په عملي ګامونو اوچتولو پیل وکړ. د عراق مرکزي حکومت غواړي چې د کوردانو فدرالي اداره په عراق په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا د یرغل نه د مخکې پولو ته ستانه کړي.
راځۍ چې لومړی دا خبره وڅیړو چې د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې د خپلواکۍ او د عراق د مرکزي حکومت نه د جلا کیدو خوب او خیال له کومه کړ.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې پیدا کیدو د بغداد مرکزي حکومت ډیر زیاته ضعیفه کړ. د کوردانو فدرالي ادارې بیا ددې فرصت نه په استفادې سره په اساسي قانون کې ورته د ټاکل شوو پولو نه سرغړونه وکړه او خپلې پولې يي پراخه کړې.
د کوردانو فدرالي اداره د ترکمنانو ښار کرکوک د خپل کنټرول لاندې راوسته او په یو زیات شمیر نورو جنجالي سیمو کې هم خپل ځواکونه ځای په ځای کړل. د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي ادارې مشر مسعودي برزاني د عراق د مرکزي حکومت د ضعف نه په استفادې سره خبره تر خپلواکۍ راکاږله.
همداشان کوردانو د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه د نړۍوالې ټولنې په مرسته د سینجار ښار نه نیولې حانیکین پورې دا لویه سیمه د خپل کنټرول لاندې راوسته.
کوردانو ادارې چې کومې سیمې د داعش نه ونیولې هغه يي په خپله خاوره کې ګډې کړې او اعلان وکړ چې دا سیمې به چاته پرنږدي. همداشان په پای کې بیا د خپلواکۍ په خاطر د ټولپوښتنې پریکړه وکړه او د سپتمبر په ۲۵ مه نيټه يي ټولپوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې د عراق د مرکزي حکومت سربیره ترکیې، ایران، امریکا او ټولنې نړۍ ددې تولپوښتنې سره سخت مخالفت اعلان کړ خو دوی د ټولپوښتنې نه لاس وانخیست.
په ځانګړې توګه د کوردستان ډیموکراتیک ګوند او د هغوې پلویانو په سر د خپلواکۍ هوا ولګیده او په جشنونو يي لاس پورې کړ.
د عراق مرکزي حکومت د کوردانو ادارې ته لومړی په پرله پسې ډول خبرداری ورکړ او غوښتل يی چې د حقوقي لارو څخه دوې ددې اقدام نه لاس په سر کړي.
پدې چوکاټ کې په ترکیه او ایران کې پرله پسې غونډې وشوې او په غونډو کې د عراق د مرکزي حکومت نه د پوره ملاتړ پریکړه وشوه.
ددینه وروسته د عراق حکومت د خبرداریو پر ځای عملي ګامونو په اوچتولو پیل وکړ. د عراق حکومت د فعلي مداخلې ګواښ وکړ خو کوردانو په مقابل کې ګواښ وکړ. پیشمرګه ځواکونو وویل چې د وینې تر وروستي څاڅکې پورې به د مرکزي حکومت پر خلاف مبارزه وکړي. خو کله چې د عراق حکومت عسکري مداخله پیل کړه پیشمرګه ځواکونو په تیښته پیل وکړ. د عراق مرکزي حکومت ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په دننه کې د کرکوک په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې او د مرکزي حکومت بیرغ يي پرې وځوړو.
عراقي ځواکونو د برزاني عکسونه او د فدرالي ادارې ټول سمبولونه وشلول او د خپلو لاندې کړل.
برزاني چې غوښتل کرکوک ښار د خپلې پلازمینې په توګه اعلان کړي د څو ساعتونو په دننه کې دا خوب او خیال په سمندر کې ډوب شو. د خپلواکۍ خیالونه يي هم په مځکه کې خښ کړل.
د ویلو ده چې د عراق حکومت د کوردانو د وطنپالو ټولنې یووالي ګوند سره په تفاهم کې د کرکوک ښار تر خپل کنټرول لاندې راوست.
همداشان عراقي ځواکونو د کرکوک نه وروسته پاتې هغه سیمې چې پر سر يي جنجال روان وو هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې. عراقي ځواکونو د توزهورماتو او دیالا ښآرونه هم ونیول.
د موصل ښار اړوند د سینجار ښار يي هم ونیو. همداشان عراقي ځواکونو د اکتوبر په شلمه نیټه د اربیل او کرکوک ښارونو په لویه لار پروت د ترکمنانو کلی التن کوپرو او د موصل ښار لوی بند يي ونیو.
عراقي ځواکونو په سیمه کې د نفتو ټول کوهیان او تصفیه خانې هم ونیولې.
همداشان عراقي ځواکونو وړمه ورځ د سوریې او عراق سرحدي د رابعه دروازه هم ونیوله.
ددې سیمو د نیولو نه عراقي ځواکونو ۳ هدفونه درلودل. لومړی د ترکیې او عراق او د سوریې او عراق د پولو کنټرول ، د پطرولو د مهمو کوهیانو نیول او کنټرول او د فدرالي ادارې واک کمول وو.
د عراق په شمال کې د کوردانو فدرالي ادارې مشر د خپلواکۍ په خاطر د ټولپوښتنې پر مهال د ترکیې او ایران خبرداریو ته غوږ کینښود. په خپلو وسله والو ځواکونو او د لویدیځ په ملاتړ يي ډیر زیات باور وکړ. برزاني د سلیم عقل پر ځای د احساساتو نه کار واخیست.
د ویلو ده چې ایران او ترکیه د عراق د مرکزي حکومت نه پوره ملاتړ کوي. همداشان داسې کومه نښه او نښانه هم نه لیدل کیږي چې انقره او تهران به د عراق د مرکزي حکومت نه ملاتړ نه لاس واخلي.
حتا په ډیرو نږدو کې به د ترکیې او عراق ترمنځه عسکري همکاریو کچه لوړه شي.
که چیرې په عراق کې روانو پرمخګتونو ته لنډه کتنه وکړو د ترکیې ټولې غوښتنې پکې پوره شوې.
ټولپوښتنه لغوه شوه، د ترکمنانو ښار کرکوک مرکزي حکومت تر کنټرول لاندې ونیو او ترکمنانو په راحت سره ساه واخیسته.
د بله پلوه ترکیې اعلان وکړ چې ددینه وروسته به د سرحدي دروازو په مسله کې په مستقیم ډول د عراق د مرکزي حکومت سره همکاري وکړي. همداشان د سرحدي دروازو کنټرول به مرکزي حکومت ته وسپارل شي.
دلته د ترکیې یواځنی هدف کرکوک ښار او د ترکمنانو مسله نده. ترکیه د پیشمرګه ځواکونو تشه د پ ک ک ترهګرو لخوا د ډکیدو له امله اندیښنه لري. د بله پلوه پ ک ک ترهګره ډله د روانو پرمختګونو نه د خپل پروپاګند په توګه استفاده کوي. دا مسله پ ک ک د سوریې سربیره په عراق کې هم قوي کیدو لامل ګرځي. خو که چیرې پ ک ک پدې هیواد کې قوي شي دا په د عراق سربیره په سیمه کې نورو ستونزو ته لار اواره کړي.
د همدې امله ترکیه مسله د ډیر نږدې نه تعقیبوي.