د عراق په شمال كې د خپلواكۍ ټولپوښتنه

عراق په شمال كې د كردانو خودمختاره ادارې اعلان وكړ چې د روان ميلادي كال د سپتمبر د مياشتې په ۲۵مه نېټه په سيمه كې د خپلواكۍ لپاره ټولپوښتنه وكړي.

783367
د عراق په شمال كې د خپلواكۍ ټولپوښتنه

 

د عراق په شمال كې د سيمه ايزې خودمختاره ادارې مشر مسعود برزاني د جون په مياشت كې د خپلواكۍ د ټولپوښتنې په اړه څرګندونې كړې وې. ددې سره سره برزاني تر اوسه پورې د خپلواكۍ د ټولپوښتنې په اړه د كورني او بهرني ملاتړ په ترلاسه كولو بريالى شوى نه دى. حتى په پارلمان كې نورو كردي ګوندونو  هم تر اوسه پورې ددې ټولپوښتنې نه د ملاتړ په موخه رسمي څرګندونې نه دي  كړې. په سيمه كې د عربانو او تركمنانو نفوس هم شته دى. دوى هم ددې ټولپوښتنې نه ملاتړ نه كوي.

د عراقي كردانو لپاره او په ځانګړي توګه د برزاني د كورنۍ لپاره د خپلواكۍ غوښتنه نوې نه ده.  په ۱۹۲۱م كال كې په عراق كې د انګلستان د حمايوي دولت پر وړاندې كردانو پاڅون وكړ. په ۱۹۳۲م ميلادي كال كې يو ځل بيا د ملا احمد برزاني په مشرۍ د خپلواكۍ په موخه مبارزه پيل شوه خو بريالۍ نشوه. پر عراق باندې د امريكايي يرغل نه وروسته دا مسئله يو ځل بيا راپورته شوه.

د عراق په شمال كې د سيمه ايزې ادارې كورنۍ چارې د ستونزو سره مخامخ دي. دا اداره د ملكي مامورينو معاشونه نشي وركولاى. سربېره پر دې د داعش د ترهګرې ډلې د ظهور سره سم شاوخوا ۱ ميليون كسان د كردانو سيمې ته راغلي دي چې دا پخپله د دوى پر اقتصاد ناوړه اغېزه كوي. ددې ترڅنګ د داعش ظهور د عراقي كردانو په ګټه هم وو. مثلاً د داعشي اورپكو پر وړاندې د كردانو پېشمرګه ځواكونه جګړه كوي چې د امريكا لخوا روزل كيږي. دا پېشمرګه اوردو د پخوا په پرتله لا زياته پياوړې او مجهزه ده. سربېره پر دې پېشمرګه ځواكونه د داعش نه په نيول شوو سيمو كې پراته دي او د وتلو نيت نه لري.  د عراق د مركزي ادارې او د كردانو د سيمه ايزې ادارې ترمېنځ د ۲۰۰۵ كال راهيسې ناندرېزې سيمې اوسمهال د كردانو تر فعلي كنترول لاندې دي. پدې سيمو كې د موصل د ښار په ختيځ كې او د كركوك د ښار په مربوطاتو كې د نفتو احتمالي زېرمې هم شاملې دي.

برزاني هيله لري چې د ټولپوښتنې نه وروسته په راتلونكو ټاكنو كې نوماند نشي. د يو بل نوماند نه ملاتړ وكړي. وروسته د عراق د مركزي حكومت د ټاكنو پر مهال كه چېرې د نور المالكي په څېر سياستوال بريالي شي نو دى به هم په مقابل كې يې د كردستان خپلواكي اعلان كړي او د خپلواك ولسمشر په توګه به ظهور وكړي.  په سيمه كې مېشت عربان او تركمنان بيا د ټولپوښتنې شديد مخالفين دي خو داسې كوم سياسي يا نظامي ځواك نه لري چې مخه يې ونيسي. عربان او تركمنان كه چېرې پياوړي شي نو په راتلونكې كې په خپله خاوره بېرته له كردانو واخلي.

په سيمه كې روانو چارو ته په كتلو سره هم سيمه ايز سياست د تېر په پرتله بدلون موندلى دى. د قطر د كړكېچ سره سم سعودي عربستان د كردانو د خپلواكۍ نه د ملاتړ په موخه هلې ځلې كوي. اسراييل هم د كردانو ددې داعيې نه ملاتړ كوي. په سيمه كې دوه مهم هېوادونه تركيه او ايران بيا ددې ټولپوښتنې سره مخالفت كوي.

سربېره پر دې په منځني ختيځ كې د داعش په څېر د يو حقيقت په نظر كې نيولو سره دا د برزاني لپاره لوى فرصت دى. ځكه چې كردان په سيمه كې د داعش سره د مبارزې اصلي عناصر دي. دا په خپله په نړيوال ډګر كې د كردانو او په تېره بيا د برزاني لپاره لويه لاسته راوړنه ده. سربېره پر دې د اساسي قانون له مخې دا ټولپوښتنه غير قانوني  او يو طرفه ده. دا چې د سيمې د ثبات په برخه كې به څومره موثره وي، دا لا معلومه نه ده.

د بله پلوه د تركيې او ايران هېوادونه به هم د خپلواكۍ د ټولپوښتنې د پايلو پر وړاندې ودريږي. څو مياشتې وړاندې د كركوك په ښار كې د كردانو لخوا د بيرغ د راځړولو له امله تركيې سخت غبرګون ښودلى دى. ولسمشر اردوغان د يوې وينا په ترڅ كې څرګنده كړې وه چې كركوك د تركمنانو، عربانو او كردانو ګډ كور دى او دا بيرغ بايد ښكته شي. د عراق د ځمكنۍ بشپړتيا ساتنه د تركيې د بهرني سياست اساسي موخه ده. كه چېرې ټولپوښتنه بريالۍ شي نو د تركيې او د عراق په شمال كې د كردانو د سيمه ايزې ادارې ترمېنځ به اړيكې ترينګلې شي.


پيوندونه: #عراق , #كردان

اړوند خبرونه