د ارمنيانو د عاموژنې تورنه او حقيقتونه

تېره اونۍ د جرمني پارلمان د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د ۱۹۱۵م كال پېښې د ارمنيانو د نسل وژنې په توګه په رسمي وپېژندلې.

516222
د ارمنيانو د عاموژنې تورنه او حقيقتونه

تېره اونۍ د جرمني پارلمان د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د ۱۹۱۵م كال پېښې د ارمنيانو د نسل وژنې په توګه په رسمي وپېژندلې.

پدې اړه مو په جرمني كې د يو تن اكاډيميسين يوهانس هنريك سره مركه كړې ده چې ستاسې پام ورته را اړوو.

يوهانس هنريك چې د سوېل ختيځې اروپا او قفقاز د سيمو په برخه كې متخصص دى په ۲۰۰۶م كال كې يې د سوېل ختيځې اروپا او فقفاز د سيمې د مطالعاتو مركز جوړ كړى چې اوس يې هم غړيتوب لري.

پوښتنه : ښاغلى هنريك، لكه څرنګه چې پوهېږئ د جرمني پارلمان د ارمنيانو د نسل وژنې د تورونو په اړه طرحه په رسميت وپېژندله. په دې اړه څه ويل غواړئ؟

په پارلمان كې ددې طرحې په رسميت پېژندل زما لپاره نوې خبره نه  ده. پروسږ كال هم ورته طرحه تصويب شوې وه خو سږ كال ددې هېواد په پارلمان كې د تركي الاصله يو وكيل جيم اوزديمير د هلو ځلو په پايله كې دا طرحه تصويب او په رسميت وپېژندل شوه. البته دا زما لپاره خواشينوونكې وه.

پوښتنه: ستاسې په نظر ددې طرحې د تصويب اصلي علت څه وو؟

د جرمني فدرال پارلمان د ۱۹۱۵م كال د پېښو په اړه د قانون د طرحې د په رسميت پېژندلو سره كوښښ كوي چې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د عثماني امپراتورۍ او د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني د كړنو مسوليت افشا كړي. هغه مهال يو زيات شمېر جرمني افسرانو چې ځينو يې د تركيې د اوردو په تعليم په برخه كې هم مرسته كړې وه د نازي جرمني د اوردو په ليكو كې دنده اجرا كوله. پدې ډول تركي الاصله جيم اوزديمير او د اقتدار له ګوند والكر كاودر وغوښتل چې دا پېښه دې د پارلمان په ارشيف كې ثبت شي.

پوښتنه: د جرمني په فدرال پارلمان كې ددې طرحې منل كېدل په څه معنى دي؟

دا پوښتنه دوه ځوابونه لري. لومړى او رسمي ځواب يې د ښاغلي كاودر په وينا دا طرحه ددې لپاره تصويب شوه چې  د تركانو او ارمنيانو ترمېنځ  پروت مخالفت له منځه يوسي. زما په اند داسې هېڅ امكان نه لري. دا ځكه چې د دواړو ملتونو ترمېنځ د تر ټولو لويې ستونزې په اړه د نظر څرګندونه په حقيقت كې د ستونزې د لا زيات لويوالي سبب كيږي. دويم ځواب يې بيا د جرمني په سياسي ډګر كې د ځواك مجادله ده. په جرمني كې سختدريځه ښي اړخي ګوندونه د پياوړتيا په حال كې دي.  دا د زرغون ګوند په څېر د كيڼ اړخو ګوندونو لپاره خطر دى. ددې لپاره چې د خپلو رايو كچه يو څه لوړه كړي، ورته اقدام شوى دى. ځكه چې رايه وركوونكي داسې اقدامات خوښوي. زما په اند د جيم اوزديمير هدف دا دى چې د خپل ګوند رايې لوړې كړي.

پوښتنه: ستاسې په اند ددې طرحې د تصويب انعكاس به څه ډول وي؟

د علمي لحاظه د تاريخي پېښو په اړه د پارلمانونو لخوا سياسي پرېكړې كول لوى ناورين دى. دا ځكه چې يو ځل بيا په علمي توګه د پېښې د څېړل كېدو مخه نيول كيږي. د سياسي اړخ بيا دا پرېكړه د شرم وړ ده. دا ځكه چې يوه ډله د بلې ډلې په حقونو باندې د بريد سره رايه ترلاسه كوي.  د بله پلوه د تركيې – جرمني پر اړيكو باندې باندې هم بده اغېزه وكړي. دواړه هېوادونه په اروپا كې نږدې همكاران دي. پخوا هم داسې وه او نن هم داسې ده او تر دې وروسته به هم همداسې دوام ومومي. كه چېرې ښالي جيم اوزديمر او والكر كاودر ورته هلې ځلې د روسيې، فرانسې او ارمنستان د هېوادونو د آرشيفونو د پرانيستلو لپاره كړى وى ښه پايله به يې درلودله.

پوښتنه: ولسمشر رجب طيب اردوغان څو څو ځله وړانديز وكړى چې موضوع دې د تاريخپوهانو لخوا په علمي توګه وڅېړل شي. تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟

د جرمني د فدرال پارلمان لخوا تصويب شوې طرحه د تاريخپوهانو لخوا نشي څېړل كېدلى. دا ځكه چې پارلمان د هر ديموكراتيك هېواد د پارلمان په توګه  د هغه څه په اړه پرېكړه كوي چې دوى ته منل شوي وي. د بېلګې په ډول د يوګوسلاويا د جګړې پر مهال د ناټو په چوكاټ كې د جرمني هوايي ځواكونو د بلګراد پر ښار باندې هوايي بريدونه وكړل. دا بريدونه په پارلمان كې ونه څېړل شول. زما مطلب دا دى چې يو پارلمان هېڅكله د خپلې كړې پرېكړې په اړه دلايل نه وړاندې كوي. د پارلمانونو ټولې پرېكړې سياسي دي او سياسي پرېكړې د وكيلانو سياسي دريځونه څرګندوي.

پوښتنه: ولې وكيلان داسې كار كوي؟

دلته بايد د پارلمان د هر يو  وكيل رواني حالت تجزيه شي. دا پوښتنه بايد وشي چې ولې وكيلان د خپل ځواك او نفوذ د ساتنې په موخه پر حقيقتونو باندې سترګې پټوي؟ دلته سياسي لوبه روانه ده.

د موضوع په اړه مې د ژورو څېړنو د كولو چانس ترلاسه كړ. د تېرو لسو كلونو راهيسې په دې اړه څېړنې كوم. حتى پدې ډول مې د تركيې د تېر ۲۰۰ كلن تاريخ په اړه هم معلومات ترلاسه كړل.  حقيقت دا دى چې په اروپا كې تل د تركيې پر وړاندې منفي دريځ حاكم دى. ددې منفي دريځ په خپرولو كې رسنۍ لوى رول لري. د ارمنيانو د نسل وژنې د طرحې د تصويب نه دوه اونۍ وروسته ددې هېواد د رسمي ټلويزيوني كانال په انټرنېټ پاڼه كې مې د موضوع په اړه يوه مقاله ولوستله. پدې مقاله كې حتى ليكل شوي ول چې په تركيه كې هم د ارمنيانو لپاره د `مرګ كمپونه` جوړ شوي ول. ارمنيان دلته راوړل كېدل او بيا په ټوليزه توګه وژل كېدل. دا تاريخي دروغ او پروپاګند دي. د مقالې له ليكواله مې د موضوع په اړه د مرجع غوښتنه وكړه خو تر اوسه پورې يې ځواب نه دى راكړى.

پوښتنه: لكه څرنګه چې مو وويل د موضوع د څېړنې لپاره مو لس كاله هلې ځلې كړي دي. د ارمنيانو د نسل وژنې په اړه ستاسې دريځ څه دى؟ تاريخي حقيقتونه څه دي؟

تاريخي سرچينې ليكلي چې په ۱۹۱۵م كال كې شاوخوا د ۶۰۰ زرو نه تر ۸۰۰ زرو پورې ارمنيان وژل شوي دي. خو هېڅ دا نه وايي چې په همدې كلونو كې لږ تر لږه همدومره مسلمانان هم د ارمنيانو لخوا وژل شوي دي. ارمنيانو د روسيې د اوردو سره په ګډه د فققاز په سيمه كې عاموژنې كړي دي. د وخت تركانو په دې سترګې نشوې پټولاى. د تركيې له ليدلوري ارمنيانو پر آذري تركانو هم ظلمونه كړي دي. تركان او آذريان سر ورونه دي. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال روسي ارمنيان د ختيځې اناتوليا په سيمه كې د تركي ارمنيانو په ليكو كې شامل شول او د روسانو په مرسته يې د مخامخ جګړې د پيل نه وړاندې په سيمه كې د مېشتو تركانو پر وړاندې بريدونه پيل كړل. د روسانو په مرسته ترسره شوې عاموژنې د تركانو په لاس د ترسره شوو عاموژنو په پرتله هېڅ ډول معصوميت نه لري. په عمومي توګه زه فكر كوم چې دا نسل وژنه نه وه.  دا ځكه چې دا پېښې د نړيوالې جګړې پر مهال كورنۍ جګړې وې. كه چېرې ورته نسل وژنه ووايو نو د دوو نسل وژنو نه بايد يادونه وشي. يوه يې د روسانو او ارمنيانو په لاس په ختيځه اناتوليا او قفقاز كې د مسلمانانو نسل وژنه او بله يې د جرمني افسرانو په مرسته د تركانو لخوا د ارمنيانو نسل وژنه ده. زما شخصي نظر بيا دا دى چې د نسل وژنې په برخه كې مبالغه كيږي. كه چېرې نسل وژنې وي نو دوه ډول نسل وژنې شوي دي. دا حقيقت بايد ومنل شي.

پوښتنه: آيا د جرمني د پارلمان لخوا ددې طرحې منل كېدل په حقيقت كې په خپل ځان عريضه نه ده؟ ځكه چې هغوى هم په دې جرم كې شريك ګڼل كيږي.

په ټوليزه توګه هو. د جرمني فدرال پارلمان كه چېرې د ارمنيانو نسل وژنه په رسميت پېژني نو لومړى دې بايد دا پوښتنه هم ځواب كړي چې جرمنيان ددې نسل وژنې د قرض د ادا كولو لپاره او پر ټپ باندې د مرهم د لګولو لپاره څه ډول پلان لري؟ بله مهمه پوښتنه دا ده چې د جرمني پارلمان د نامبيا په هېواد كې د هېرېرو او نماس د قبايلو د نسل وژنې پېښې چې د دوى د سرتېرو لخوا ترسره شوه ولې په رسميت نه پېژني؟  ځكه چې دلته د جرمني اوردو لخوا ښكاره او پر حقيقت ولاړه نسل وژنه شوې ده. زما استاد د جنوب لوېدېځې افريقا په سيمه كې د جرمني ځواكونو د قوماندان او د نسل وژنې اصلي معمار لاتر وان تروتا وراره وو. دى وايي چې ماته مې پلار كيسه كوله چې تره به يې تل ويل چې په افريقا كې موږ نسل وژنه وكړه. د نسل وژنې د موضوع په برخه كې بايد جرمنيان بايد لومړى خپل تاريخ وګوري. زما په اند د نسل وژنې د طرحې منل كېدل د تركيې پر وړاندې د سياسي دريځ په توګه ترسره شوي دي. پدې ډول غوښتل كيږي چې په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب مخه ونيول شي.

پوښتنه: دا به د تركيې – اروپايي ټولنې پر اړيكو څه ډول اغېزه وكړي؟

په اصل كې دا د انقرې د راتلونكې دريځ پورې اړه لري. تر اوسه پورې ولسمشر رجب طيب اردوغان د غبرګون سره سره مناسب دريځ غوره كړى دى. زما په اند د تركيې دريځ تر اوسه پورې مناسب دى. تركيې په لومړي سر كې په برلين كې خپل سفير انقرې ته را وغوښت. په انقره كې  د جرمني سفير هم د بهرنيو چارو وزارت را وغوښتل شو. دا مناسب ډيپلوماټيك ګامونه دي.  ولسمشر اردوغان كولاى شول چې د غصې پر ځاى نور څه هم وكړي. د بېلګې په ډول په تركيه كې د جرمني د هوايي ځواكونو د ټيټ پرواز په اړه پروتوكول يې لغوه كولاى شو. يا هم د كډوالو په اړه لاسليك شوى تړون يې ځنډولى شو. زه فكر كوم چې د تركيې د بهرنيو چارو د وزارت پر مېز باندې دا ډول موضوعات اوس هم شته دى.

پوښتنه: ددې طرحې او د تركانو لپاره د اروپايي ټولنې د ويزې د معافيت ترمېنځ كومه اړيكه شته دى؟

زه فكر كوم چې د تركانو لپاره د ويزې د معافيت موضوع پدې پورې اړه لري. په اروپا كې ځينې محافظه كارې ډلې د تركيې پر وړاندې د مخالفو نظرونو په راټولو بوختې دي. د ويزې د معافيت موضوع د هغوى لپاره سخته تماميږي. د اوږدې مودې راهيسې دې موضوع اروپايي ټولنه وېرولې ده. كه چېرې تركانو ته د ويزې معافيت وركړل شي نو داسې وېره شته دى چې په نږدې راتلونكې كې به په ټولنه كې غړيتوب هم ترلاسه كړي. محافظه كاران فكر كوي چې د تركيې ۷۸ ميليونه وګړي به اروپايي ټولنې ته كړه وكړي.

پوښتنه: ددې موضوع په اړه ستاسې نظر څه دى؟

زه له هغوى سره همنظرى نه يم. ما درې كاله په تركيه كې ژوند كړى دى. د ټولنې د هر قشر وګړو سره مې خبرې اترې كړي دي. تركان په خپل هېواد كې د اوسېدلو نه خوشاله دي. هغوى يواځې د اروپايي ويزې د اخيستلو پر مهال د بيروكراتيكي خنډونو د لمنځه وړلو غوښتنه كوي.  زه فكر نه كوم چې انسانان دې خپل بيكونه راټول كړي او ودې وايي چې راځئ چې په جرمني كې و اوسيږو. ولې جرمني ته راشي. د جرمني اقتصاد هم ښه نه دى. د تركيې اقتصاد په چټكۍ سره د پراختيا په حال كې دى. ددې امله د راتلونكې په اړه د خلكو هيلې هم لوړې دي. سربېره پر دې تركان په خپل هېواد كې د خپلې مورنۍ ژبې سره ژوند ته خوشاله دي.

پوښتنه: په راتلونكې كې د تركيې او اروپايي ټولنې ترمېنځ اړيكو ته په كومه سترګه ګورئ؟

په اصل كې اروپا بايد د تركيې سره د راتلونكې په اړه شفافه وي. يا دې د تركيې سره د پخوانۍ دوستۍ پر بنسټ په ټولنه كې د غړيتوب لپاره د خبرو اترو زمينه برابره كړي او په صادقانه توګه دې د تركيې د شرايطو د پوره كولو لپاره د هلو ځلو غوښتنه وكړي او يا دې هم تركيې ته ووايي چې كه څه هم زموږ دوست هېواد يې خو په اروپايي ټولنه كې غړيتوب نشو دركولى. پدې دول به تركيه هم پخپل كار پوه شي. تركيه به په نورو ټولنو كې د غړيتوب لپاره ځلې وكړي. يو وخت د شانګهاى د همكارۍ ټولنه وه. د اردوغان او پوتين ترمېنځ د ښو اړيكو پر مهال پدې اړه خبرې هم شوي وې. په اروپايي ټولنه كې د تركيې د غړيتوب ځواب كه مثبت وي او كه منفي، تركيې ته بايد ريښتيا وويل شي.

پوښتنه: د جرمني په ټولنه كې د ارمنيانو د عاموژنې په اړه تصويب شوې طرحې انعكاس څنګه وو؟

دا ډول طرحې د جرمني په ټولنه كې ډېر انعكاس نه مومي. هغه كسان چې معلومات نه لري او غواړي چې معلومات ترلاسه كړي د درشپيلګل د مجلې په لوستلو او يا هم د ارګېت د فلم په كتلو سره پدې قانع كيږي چې دا نسل وژنه ده. زه په پوهنتون كې خپلو تركي شاګردانو ته د جرمنيانو په اړه خلاصه معلومات وركوم.  په لنډه توګه د هېڅ په اړه نه پوهيږي خو د هر څه په اړه پوهيږي. دا ستاسې د پوښتنې ځواب دى. د موضوع په اړه د اړوندو معلوماتو د نشتوالي سره سره بيا هم د نسل وژنې په اړه خپل نظر څرګندوو.

پوښتنه: د ارمنيانو د دريځ په اړه څه ويل غواړئ؟

تاسې د كومو ارمنيانو په اړه پوښتنه كوئ؟ زما په اند ستاسې مطلب د ارمني دياسپورا نه دى. طبعاً د ارمنستان دولت هم غواړي چې په رسمي توګه نسل وژنه ومنل شي. خو دا دولت په فرانسه، امريكا، سويس  او حتى ارجنټاين كې د مېشتې ارمني دياسپورا په پېسو باندې چليږي. په انقره كې زما ژوند پر مهال د تركي ارمنيانو سره مخامخ شو. هغوى بيا دې موضوع ته په بله سترګه ګوري. هغوى پدې اند دي چې دا د تاريخ هغه تياره پاڼه ده چې په كې دواړو خواو پر يو بل باندې ظلمونه كړي دي. ورته څرګندونې په استانبول كې د ارمنيانو د كليسا معاون هم وكړې. هغه ولسمشر اردوغان ته د يو ليك په لېږلو سره څرګنده كړه چې د طرحې نه ملاتړ نه كوي. زما په اند په تركيه كې مېشت ارمنيان دې پېښې ته د بل هر چا په پرتله د حقيقت په سترګه ګوري.

اړوند خبرونه