له سوريې نه د روسيې د نظامي شاتګ پرېكړه

څو ورځې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان وكړ چې په سوريه كې خپل ځواكونه بېرته هېواد ته راغواړي. پوتين وويل چې په سوريه كې يې نظامي عمليات بريالي او تر دې وروسته به د نظامي ځواكونه يوه زياته برخه هېواد ته ستنه شي.

456164
له سوريې نه د روسيې د نظامي شاتګ پرېكړه


څو ورځې وړاندې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين اعلان وكړ چې په سوريه كې خپل ځواكونه بېرته هېواد ته راغواړي. پوتين وويل چې په سوريه كې يې نظامي عمليات بريالي او تر دې وروسته به د نظامي ځواكونه يوه زياته برخه هېواد ته ستنه شي. ددې سره سره به په نوموړي هېواد كې د روسيې هوايي او بحري هډې همداسې فعالې پاتې شي.

روسيه په دې باور ده چې په سوريه كې يې نظامي دنده پاى ته رسېدلې ده او تر دې وروسته به ډپيلوماسۍ ته چانس وركړل شي. اوس پوښتنه دلته چې د روسيې لپاره د سوريې ننى حالت د شپږ مياشتو وړاندې حالت سره څه توپير لري؟

په سوريه كې د تېر ميلادي كال د سپتمبر له مياشتې راهيسې د روسيې د هوايي عملياتو په پايله كې د بشار اسد رژيم هم خپل ځواك بېرته ترلاسه كړ. د روسي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو مورچلونه وويشتل شول او د مخالفو ډلو ترمېنځ د متقابلې همكارۍ لارې چارې شنډې شوې. اسد ددې فرصت نه په ګټې پورته كولو سره شاوخوا ۴۰۰ كلي بېرته ونيول. د بشار اسد رژيم چې تېر كال يې د مخالفينو پر وړاندې د مقاومت توان له لاسه وركړى دى وو چې دا دى اوس د كرملين د له بركته بېرته په خپلو پښو ودرېد. حتى د حلب د ښار د نيولو لپاره هم دولتي ځواكونه آماده شوي دي. د اوس لپاره د بشار اسد ځواكونه په مقايسوي ډول د خپلو نورو رقيبانو په پرتله اوس ځواكمن دى.

مخكې له دې چې د پوتين لپاره د سوريې ماجرا پيل شي، د يو منظم پلان له مخې يې په دې برخه كې ګام پورته كړ. روسيې نه غوښتل چې له سوريې نه يو ځل بيا د ځان لپاره نوى افغانستان جوړ كړي. د روسيې اقتصادي حالاتو هم دا په ګوته كوله چې يواځې د ۲۰۱۶م كاله پورې كولاى شي چې په سوريه كې نظامي عمليات ترسره كړي. پدې ډول يې په سوريه كې د بشار اسد رژيم د په ګونډو كېدو نه وژغورلو او د خبرو اترو په مېز كې يې موقف پياوړى كړ.

همداراز روسيې ددې فرصت وموندلو چې په سوريه كې خپلې پرمختللې ټيكنالوژيكي وسلې و آزمايي. په سوريه كې د عملياتو پرمهال يې د خزر د بحيرې نه د ۱۵۰۰ كيلومتره واټن ويشتونكي توغندي وتوغول او په سوريه كې يې خپل هدفونه وويشتل.

د انرژۍ په برخه كې هم روسيې په سيمه كې خپل شتوالى پياوړى كړ.اروپا ته د ختيځې مديترانې او قطر د ګازو د لېږدلو په پروژو كې په منځني ختيځ د روسيې شتوالى شرط دى. ځكه چې روسيه غواړي دا ثابته كړي چې د منځني ختيځ د انرژۍ په بازار كې دى هم پوره لاس لري. روسيه چې د اوكراين د ستونزې له امله د لوېديځ لخوا تجريد شوې وه په سوريه كې د مداخلې سره يې يو ځل بيا خپل ځان د لوېديځ د اصلي مخاطب په توګه را څرګند كړ.

له سوريې نه د روسيې د ځواكونو د وتلو نېټه هم مهمه ده. په داسې حال كې چې په سوريه كې د رژيم او مخالفو ډلو ترمېنځ رامنځته شوى اوربند د كوچنيو سرغړونو سره سره دوه اونۍ دوام لري، د روسيې لخوا د خپلو سرتېرو د ويستلو اقدام نړيوالې ټولنې ته د سولې پيغام وركوي. په ژېنېف كې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سټېفان دې ميستورا په منځګړيتوب د بشار اسد او مخالفينو ترمېنځ د سولې د خبرو اترو د بهير نه د روسيې ملاتړ څرګندويي كوي. روسيه له بلوه غواړي چې د خبر اترو له لارې د ستونزې د آواري په موخه پر بشار اسد باندې هم فشار راوړي. روسيه اسد ته دا پيغام وركوي چې د هېواد ملاتړ به يې بې له قيده او شرطه او بې سرحده نه وي. داسې ښكاري چې له سوريې نه د روسيې په شا كېدل د بشار اسد د رژيم سره په مشوره نه دي ترسره شوي.

كه چېرې روانو چارو ته په دقت سره پاملرنه وكړو، داسې ښكاري چې د سوريې نه د پوتين د ځواكونو وتل د امريكا د متحدو ايالتونو سره په مشوره كې ترسره شوي دي. په سوريه كې د روسيې د عملياتو پر وړاندې ځيني وختونه د امريكايي مقاماتو غبرګونونه د يادولو وړ دي. خو ددې سره سره په سوريه كې د روسيې عمليات په عمومي ډول د امريكا د نا راحتۍ سبب نشو. حتى د داعش پر وړاندې د بشار اسد پياوړتيا د امريكا د متحدو ايالتونو غوښتنه وه خو د ځينو دلايلو له امله يې دا كار نشو كولاى.

امريكايي مقاماتو تل شكايت كولو چې روسيه په سوريه كې د ډپيلوماټيكې حل لارې لپاره پر بشار اسد باندې فشار نه راوړي. له سوريې نه د پوتين د شاتګ سياست به ددې زمينه برابره كړي چې روسيه پر اسد فشار راوړي.

داسې ښكاري چې له سوريې نه د پوتين د ځواكونو وتل به له وخته دمخه اقدام وي. ځكه چې روسيه په سوريه تر اوسه پورې خپلو ټولو موخو ته نه رسېدلې. يواځې يې دومره وكړه چې په سيمه ايزه سطحه يې خپل دريځ لا پياوړى كړى او بشار اسد يې په پښو ودرولو. د بله پلوه روسيه تل په ګرداب كې د بند پاتې كېدو نه وېره لري. ددې امله يې د امريكايانو سره د ډپيلوماټيكي حل لارې د رامنځته كولو پر سر خبرو اترو ته غاړه كېښودله. د امريكايانو سره د متقابلې همكارۍد كولو پرېكړه ددې سبب شوه چې روسيه د سوريې نه خپلې پښې سپكې كړي. دا چې د روسيې شاتګ به دايمي وي او كه موقتي دا به په ژېنيف كې د سولې د خبرو اترو پايلې وټاكي. داسې ښكاري چې مخالفين به د بشار اسد د رژيم سره په اسانۍ سلا مشورو ته ونه رسيږي. د ژېنېف د خبرو احتمالي ناكامي به يو ځل بيا په سيمه كې د سختو نښتو لمن پراخه كړي. حتى د حزب الله په ملاتړ د رژيم ځواكونه د اوربند سره سره په ځينو سيمو كې عمليات كوي. كه چېرې د نښتو په پايله كې بشار اسد بيا كمزورى شي نو په لوى احتمال سره چې روسيه به يو ځل بيا د سوريې د جګړې ميدان ته ودانګي.




اړوند خبرونه