په سوريه كې د روسيې نظامي مداخله

په داسې كې چې روسيې په سوريه كې د داعش سره د مبارزې په بهانه په رسمي توګه نظامه مداخله كړې ده، اصلي ستراتيژي يې د سوريې سياسي راتلونكې د جوړښت لپاره هلې ځلې دي.

423555
په سوريه كې د روسيې نظامي مداخله


په داسې كې چې روسيې په سوريه كې د داعش سره د مبارزې په بهانه په رسمي توګه نظامه مداخله كړې ده، اصلي ستراتيژي يې د سوريې سياسي راتلونكې د جوړښت لپاره هلې ځلې دي. په دې جګړه كې روسيه د بشار اسد مخالفين په دوه ډلو ويشي. لومړۍ ډله يې هغه كسان چې ددې رژيم سره خبرو اترو ته غاړه ږدي او د بشار اسد د شتوالي په شرط د سياسي اصلاحاتو نه ملاتړ كوي او بله ډله يې بيا هغه مخالفين دي چې د پورتنيو دواړو حالاتو سره مخالفت كوي. پدې ډول روسيه يواځې د آزادې سوريې د اوردو تر نامه لاندې مخالفين او په شمال كې د كردانو د ګوند پي واى ډي په رسميت پېژني.


د روسيې لخوا د إسلامي اوردو د ډلې د مشر زهران علوش وژل چې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو د يوې ډلې مشري يې پر غاړه درلودله په حقيقت كې دا څرګندوي روسيه د سوريې په راتلونكې كې څوك غواړي او څوك نه غواړي. سربېره پر دې روسيه په پام كې لري چې ددې پيغام سره د بشار اسد د ژريم د مخالفو سيمه ايزو هېوادونو اغېزه هم په سيمه كې لږه كړي. حتى دا د أوباما د حكومت لپاره هم يو پيغام دى.

روسيې، په سوريه كې د نظامي مداخلې سره يو ځل بيا په نړيواله ټولنه كې د هغه اعتبار د بېرته ترلاسه كولو فرصت خپل كړ چې د اوكراين د كړكېچ له امله يې له لاسه وركړى وو. پوتين په سوريه كې د ساده موخو لپاره جګړه كوي. دا موخې د روسيې د ځواك سره په متوازن ډول عملي كيږي. په لومړي سر كې د بشار اسد د رژيم نه په ملاتړ سره كوښښ كوي چې د نړيوالې ټولنې پاملرنه جلب كړي او هغوى دې ته قانع كړي چې بشار اسد د يواځيني مخاطب په توګه ومني. دا په سوريه كې د روسيې د اغېزې د دوام او په راتلونكې د حل لپاره لپاره مهم اقدام دى.

پوتين په دې ښه پوهيږي چې بشار اسد نشي كولاى چې داسې حكومت رامنځته كړي چې د سوريې ټول رسمي سرحدونه كنترول او ملي حاكميت پياوړى كړى. پوتين ايران هم د سياسي لوبې د صحنې نه شړي. د پوتين لپاره دا كافي ده چې بشار اسد په پښو ولاړ وي او ماتې ونه خوري. كه چېرې دا حالات همداسې دوام وكړي نو په سيمه كې به د أمريكا اغېزه څه نا څه لږه شي. ددې ترڅنګ روسيه د ۱۹۷۰يمو كلونو راهيسې په سيمه كې د بل هر وخت په پرتله تر ټولو زيات نظامي ځواك ترلاسه كړى دى. ددې لپاره د بشار اسد د اقتدار ساتنه به د مسكو لپاره په منځني ختيځ او ختيځې مديترانې كې د خپلو نظامي هډو او اغېزې د ساتنې په معنى وي.

سربېره پر دې په سيمه كې د ناټو د نظامي ځواك په مقابل كې د روسيې لخوا د بديل ځواك د رامنځته كولو د پلان په اړه هم بحث كولاى شو. په ختيځې مديترانې كې د لومړي ځل لپاره د روسيې لخوا د هوايي نظامي هډې جوړول ددې پلان يوه برخه ده. دې موخې ته د رسېدلو لپاره هوايي هډې ته داسې پرمختللې وسلې، توغندي او الوتكې لېږل شوي دي چې د داعش سره د مبارزې په موخه به هېڅكله ونه كارول شي او نه به ورته اړتيا وليدل شي.

روسيې نړيوالې ټولنې ته دا هم وښودله چې د أمريكا او انګلستان نه وروسته د نړۍ د دريم لوى هېواد دى چې د تحت البحري نه د لرې واټن ويشتونكي توغندي توغولى شي. په اوسنيو حالاتو كې سوريه د روسيې لپاره د هغه ميدان حيثيت لري چې د خپلو پرمختللو وسلو د آزمايلو زمينه ورته برابريږي. په بل عبارت سوريه د روسيې لپاره په هغه ميدان بدله شوې ده چې په كې د أمريكا او نورو متفقينو پر وړاندې خپل زور آزمايي.

روسيه همداراز غواړي چې د داعش سره د مبارزې په بهانه د سوريې د راتلونكې په جوړولو كې د خپل بل متفق ايران واك نور هم زيات كړي. د ايران سره د روسيې اتفاق په دې معنى دى چې پوتين په سيمه كې د خپلې اغېزې لمن نوره هم پراخوي.

دا په داسې حال كې ده چې د پوتين ټول سياسي پلانونه كه څه هم د لنډمهالې مودې لپاره د روسيې په ګټه دي خو په اوږمهالې موده كې او كه چېرې د سوريې كړكېچ همداسې دوام ومومي نو د سوريې كړكېچ به د روسيې په كړكېچ بدل شي.




اړوند خبرونه