پوتین د جي‌ شل په سرمشریزه کې ګډون نکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې سږکال په  هند کې جوړیدونکې دد  G20 مشرانو په غونډه کې به ګډون ونه کړي چې د سپټمبر په په ۹ او لسمو نیټو جوړیږي.

2030575
پوتین  د جي‌ شل په سرمشریزه کې ګډون نکوي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې سږکال په  هند کې جوړیدونکې دد  G20 مشرانو په غونډه کې به ګډون ونه کړي چې د سپټمبر په په ۹ او لسمو نیټو جوړیږي.

د هند د NDTV چینل د خبر له مخې، ولادیمیر پوتین پرون د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د غونډې په جریان کې، پوتین وویل چې هغه نشي کولی د G20 په سرمشریزه کې ګډون وکړي . هغه وویل چې پدې غونډه کې به  د هغه پر ځای د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ګډون وکړي.

د هند د ادارې لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې لومړی وزیر مودي په دې سرمشریزه کې د ګډون نه کولو په اړه د پوتین پریکړه درک کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو مشرانو پر "ګډو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو" خبرې وکړې.

د روسیې د ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د پوټین د G20 مشرانو په غونډه کې د ګډون نه کولو لامل نه دی په ګوته شوی.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې همکارۍ هوکړه وکړه.

د G20 مشرانو غونډه، د هند په کوربه توب د سپټمبر په نهمه نیټه جوړیږي‌‌ او دوه ورځې به دوام وکړي.

پوتین د اګست په ۲۴ د جنوبي افریقا په جوهانسبرګ کې جوړه شوې  د BRICS په سرمشریزه کې هم  د جنګي جرمونو د تحقیقاتو په چوکاټ کې د نړیوالې جنایي محکمې د نیولو حکم پر اساس ګډون ونکړ. هغه د ویدیو کنفرانس له لارې پدې کنفرانس کې وینا وکړه.



اړوند خبرونه