اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.
2139898
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.
د پرتګال د ولسمشرۍ ویاند دې هیواد ته د اوکراین د ولسمشر د پلان کړي سفر د لغوه کولو پخلی وکړ.
د اسپانیا حکومت بیا ویلي دي چې د امنیتي دلایلو له امله د مسئلې په اړه څه ویلی نشي.
د بله پلوه د سي ان ان په ګډون ځینیو رسنیو ددې سفرونو د لغوه کولو اصلي لامل د اوکراین او روسیې ترمنځه د جګړې په جبهو کې د روسي ځواکونو پر مختګ په ګوته کړی دی.
د ویلو ده چې روسي ځواکونو پدې وروستیو کې د اوکراین په ختیځ کې د بعضو سیمو د نیولو نه خبر ورکړی دی. اوکراین بیا لویديځ ته خبرداری ورکړی که چیرې هر څه ژر دوې ته کافي وسلې او مهمات ونه رسیږي روسیه به پرمختګ ته دوام ورکړي.