د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل  دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.

پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.

2140348
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل  دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل  دوه ورځنی سفر نن پیل کړ. پوتین د خپل سفر د یوې برخې په توګه چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين چین ته د سفر  مخکې د چين ځايي رسنیو سره په خپله مرکه  کې د چين له ولسمشر شي جين پينګ څخه د ملي ګټو او ژور متقابل باور پر بنسټ د ستراتيژيکو همکاريو په رامنځته کولو کې د مرستې له امله مننه وکړه.

 پوتین ټینګار وکړ چې له همدې امله یې  د خپلې ولسمشرۍ د نوې دورې لومړنی بهرنی سفر چین ته وکړ. پوتين دا هم وويل چې د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د کتنې په ترڅ کې به دواړو هیوادونو ترمنځه  د صنعت او لوړې تکنالوژۍ، فضا او سوله ييزې اټومي انرژۍ، مصنوعي زیرکتیا، د تجديد وړ انرژۍ سرچينو او نورو نوښتګرو برخو کې د نږدې همکارۍ د رامنځته کولو هڅه وکړي. پوتين دې ته په اشارې سره چې د دواړو هیوادونو ترمنځ تاديات په روسي او چينايي اسعارو کې کیږي، وويل: "نن ورځ د ټولو تادياتو ٩٠ سلنه لا له وړاندې په روبل او يوان باندې کیږي."

د چين ولسمشر شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر سره د ليدنې پر مهال په خپله وينا کې وويل، چين او روسيه د دریم ګړو هیوادونو پر وړاندې د جګړې نه کولو او هغوې د خپل حاکمیت لاندې د نه راوستولو اصولو ته ژمن دي. چين او روسيه به سياسي متقابل باور ژور کړي. دا به د ګاونډیو ترمنځ د اړیکو او تماس نوی ډول هم وښيي. هغه وویل، "دواړه هیوادونه د نړیوال قانون پر بنسټ د نړیوال نظم دفاع کوي." پوتین د چین له سیمه ییزو رسنیوسره په مرکه کې ویلي چې دوی د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین له هڅو خوښ دي.


پيوندونه: #چین , #روسیه

اړوند خبرونه