په یونان کې په ځنګلونو کې اور لګیدنه تر پوځي هډې ورسیده

د یونان په وولوس ښار کې په ځنګلونو روانه اورلګیدنه د کنټرول نه د وتو په نتیجه کې  د پوځي هوايي اډې بهر د مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه.

2017060
په یونان کې په ځنګلونو کې اور لګیدنه تر پوځي هډې ورسیده

د یونان په وولوس ښار کې په ځنګلونو روانه اورلګیدنه د کنټرول نه د وتو په نتیجه کې  د پوځي هوايي اډې بهر د مهماتو په ډیپو کې چاودنه وشوه.

په یونان کې په  ځنګلونو کې د روانې اورلګیدنې په وړاندې مبارزه دوام لري.

د یونان د وولوس ښار اړوند په نیا انهیالوس کې په ځنګلونو کې روانه اورلګیدنه د کنټرول نه وتلې ده. همداشان اورلګیدنه  په سیمه کې د یوې پوځي هډې بهر د مهماتو تر ډیپو د رسیدو نه وروسته په ډیپو کې زوروره چاودنه وشوه.

په داسې حال کې چې د چاودنې په نتیجه کې د شاوخوا کورونو د کړکیو هندارې ماتې شوې، خو ویل شوي چې پدې چاودنه کې چې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ځکه چې  سیمه د اورلګیدنې  له امله مخکې له مخکې خالي شوې وه. د بله پلوه  اور وژنې ادارې ویلي چې دوی به له چاودنې وروسته د احتیاط په توګه د نږدې کلیو  خلک هم تخلیه کړي او خوندي سیمو ته به یي واستوي.

د ویلو ده چې د نوموړې چاودنې شیبې په سیمه کې د خبریالانو لخوا چې  د اورلګیدنې په اړه يي خبر جوړولو بوخت ول په ژوندۍ بڼه خپرونو کې نشر کړي دي.



اړوند خبرونه